ميرويس جلالزى/كابل
په افغانستان كې د امريكا د
متحده ايالتونو له خوا د طالبانو د حكومت د پرزولو چټك پوځې كمپاين او هغه سياسي هڅې
چې د دې هيواد د ثبات او امنيت د ټينګښت په لاره كي تر سره شوې اوس يې ډېري ستونزي او ننګونې په وړاندي رامنځته
وي دي.
د ۲۰۰۴ميلادې كال د جنوري له مياشتې راهيسې، كله
چې حامدكرزى د ټاكنو له لاري د ولسمشر په توګه وټاكل شو د دې هيواد په روان حالت كې مثبتې نښې نښانې هم وليدل شوې.
خو له دې سره_سره د حامد كرزي كابينه او په خپله حامدكرزى د خپل هيواد د امنيتي بنسټونو، د بهرنيو مرستو او د هيواد د بنسټيزو چارو په سمبالتيا كې بيا هم څه نا څه پاتې ر اغلى. هغه
ستري ننګونې چې د حامد كرزي حكومت ورسره نن مخ دى په لاندي ډول دې:
له جنګ سالارانو سره معام
ه.
له كابل څخه د ولايتونو په لور د قانون ټكنۍ خپرېدنه.
افغانانو ته د قناعت وړ امنيتي چاپېريال نه برابر تيا.
اقتصادي كمزورتيا او د خلكو او حكومت تر منځ رامنځته شوى واټن.
جنگ سالا
يزم:
جنګسالاريزم كورنۍ او بهرنۍ ريښې لرې.كه تاريخ ته پام وكړو نو د افغانستان مركزې دولتونه
تل ناتوانه تېر شوي دې او په ځينو سيمو كې سيمه ييزو مشرانو تل د دولت د قانون پر خلاف عملونه تر سره كړې. خو جنګ سالاريزم او
سمت سالاريزم سره توپير لري.
جنګ سالاران تل سمت سالاريزم د خپلو شخصي ګټو لپاره په خپل چاپېريال كې
د خپل شخصي ژوندانه د ښه كولو لپاره كاروي.
په هغه وخت كې چې د امريكا
متحده ايالتونو د پخواني شوروي په وړاندي جګړه كې په افغانستان كې سيمه ييزو قوماندانانو ته نوي وسلي او پيسې وركړې خو د
امريكا متحده ايالتونه وروسته له هغه په دې ونه توانيدل چې د جنګسالاريزم سياسي ځاى ځايګى او شخصيت كنترول كړي
او تر خپلي اغېزي لاندي يې راولي.
په ورته ډول د امريكا پوځي ستراتيژي د سپټمبر د ۹مي او يوولسمي
نيټې وروسته او د حامدكرزي د حكومت له
جوړېدا مخكې يو ځل بيا تغير وموند، هغه دا چې د امريكا متحده ايا
تونو بيا په خپلو زړو ملګريو تكيه وكړه او همدې كار يو ځل
بيا د جنګ سالارانو حضور او سياسي صحنې ته د هغو په را كاږلو كې ډېره
ګټه وكړه او په دې سربېره يې هغوى يو ځل بيا د با اعتبارو اشخصاو په څېره كې ا
وپايانو او افغانانو ته را څرګند كړل.
د نړيوالو سوله ساتي
ځواكونو كموالي، د يوه با كيفيت ملي پوځ او پوليسو نلرل دا هغه دوه دليلونه كېداى شې چي له كابل نه بهر د نورو ولايتونو كنترول د مركزي دولت او نړيوالو
سرتېرو له
اسه وباسي او جنګ سالارن په دې له كنترول وتلو سيمو كې د فلمې هيروګانو په څېره كي
ژوندې وساتې .
سيمه ييزو هيرو ګانو مركزي دولت په دې دليل
چي په ولايتونو كې يې د اړتيا وړ څه نه دي كړي تر پوښتنې لاندي راوستى او همدا هيرو ګان دې چې له دولتي ماشين څخه
د ظاهري ژوندي ساتلو په موخه د غير قانونې توكو په لېږد را ليږد، د مخدره توكو په
اچاق او د انسانانو د خرڅولو په معاملو كې ځان پر حق بولې.
كله چې د امريكا متحده ايالتونو په كال ۲۰
۱ميلادي كې د طالبانو حكومت ړنګ كړ، نو مخكې له دې كار څخه د افغانستان پښتنو ډير قدرت په لاس كې درلود خو كله چې پښتانه له سياسي قدرت څخه ګوښه شول چې
هيڅكله يې هم تصور نه كېده، خو سره له دې هم د افغانستان پښتانه د سيمه ييز جوړښت او عقيدې له مخې بېل نشول او د
هغوى ملي وحدت د پخوا په شان ټينګ پاتې شو.
په ۲۰۰۲ ميلادي كال كې د افغانستان د او سنۍ پولې هغې غاړې ته د پاكستان په پښتون مېشتو سيمو كې د
ټاكنو پر وخت پښتنو په عراق باندي د امريكا د بريد سره مخالفت وښود او په افغانستان كې يې د امريكايې سرتېرو ح
ضور ته هم د اشغال په سترګو وكتل.
كېداى شې چې همدا دليل به وې چې پښتنو قومونو د افغانستان له سياسي
بهير څخه ځان لري ساتلى او د امريكايي ځواكونو په وړاندې هم د همدوى له خوا بريدونه
ېر شوې وې.
د افغانستان لپاره د ښې راتلونكې د برابرولو په برخه كې مهمه موضوع دا ده چې دا هيواد څ
ومره په چټكې كولاى شې چې ځان په منځنې او يا اوږد مهال كې د نړيوالې ټولنې په اجنډا كې
امل كړې.
همدا راز د نړيوالي ټولنې مرستې په وعدو كې اوږدې وې، خو په عمل كې بيا لنډې، چې همدې كار د
حامدكرزي د حكومت د ستر ملاتړلې امريكا اعتبار او محبوبيت د افغانستان د خلكو په منځ كې كم كړ.
كه څه هم
د نړيوالې ټولني پيغام د افغانستان لپاره د سولي او بيا ودانولو په دوو اصلو راڅرخې، خو د نړيوالي ټولني اجنډا
به هلته له سترګواښ سره مخ شې چې د ترهګرو په وړاندې مخامخ جګړه كې نړيوال سرتېري بريالي خو په عمومې جګړه كې ماتې
وخوري.
په داسي حال كې چې د القاعدې او طالب پاتې شونو په وړاندې جګړه كې امريكايي سرتيري او نړيواله
ټولنه اوس په دې پوه شوې چې هغوى اوس هم د يوه خطر ناك قدرت په توګه پاتې دې.
پيژندنه
ايا په افغانستان كې اوسنى حالت د
سياسي كارپوهانو او عادې وګړو له نظر څخه څرنګه ارزولاى شو.
ايا فغانسان د چاودنې په حال كې
ده ؟
او كه هر څه مخ په ښه والې روان دې؟
ځيني وايې نړيواله ټولنه بايد له افغانستان سره سمدستي بېړنۍ او ډېري م
ستي وكړې، چې دا هيواد يوځل بيا شاته ونه ښوېږې.
افغانستان تر اوسه له ننګونو څخه نه دى خلاص شوى، تر
اوسه ډول_ډول ننګونې او گواښونه د
افغانستان د پرمختګ پر لار پراته دې، چې دا چلينجونه د هيواد، سيمې او نړۍ په كچه م
وجود دې.
د بياودانولو د چارو په وړاندې اوس له هغه څ
خه ډېر خنډونه شته چې سياسي شنونكو يې په اړه مخكې تر دې تصور كاوه.
د حالاتو د څارونكو په قول جمهوري رياست
ته د حامدكرزي له ټاكل كېدو، يوكال وروسته ليدل كېږې چې له پلازمېنې بهر د هيواد د ۷۵ فيصده خاوري كنترول د سيمه
ييزو جنګسالارانو په لاس كې دى.
په همدې حال كې ډېرو عادي افغانانو دا تصور كاوره، چې د امريكا متحده
ايالتونه به په خپل سوپر پاور سره طالبان له دې خاوري ورك كړي او د امنيت په چاپېريال كې به نړيواله ټولنه د
بيارغوني پروژې ډېري پراخې او په خورا ګړنديتوب وځغلوي .
كارپوهان په دې نظر دي چې افغانستان د نړۍ د
خوارو هيوادو په كتار كې پنځم هيواد دى او د څه باندي دوو نيمو لسيزو جګړو په هر برخه كې ځپلى، خو د ۵ كلونو په
تېريدو د حامدكرزي په مشري د كابل حكومت په دې نه دى توانېدلى چې خپل ګمركي عوايد راټول كړي او بله خبره دا چې
افغانستان له تېرو دريو كلونو راهيسي د نړۍ په كچه د مخدره توكو په كركيله او توليد كې لومړى ځاى ځايګى خپل كړى
او همدا مخدره توكې په يوه ډول نه په يو ډول د جنګ سالارانو او طالبانو تر منځ اړيكې ټينګوې.
همدا دوه دليله كېداى شې چې د افغانستان خلګ په خپل حكومت او بهرنيو ملګرو بې اعتباره كړې.
د عراق په جګړه كې د امريكا ښكېلتيا او د پوځې لګښتونو ملا ماتوونكى بوج امريكا دې ته اړه كړه چې له
افغانستان څخه نا څه پام واړوې او دې كار د افغانستان دښمنانو ته يو ځل بيا دا شيمه وركړه چې د مركزي دولت او په
دې هيواد كې د بهرنيو سرتېرو په وړاندي خپلو جګړو ته زور وركړي ان دا چې د جګړو لمن د پلازمينې دروازو او وروسته
د ښار منځته را پراخه كړې.
جنګ سالاريزم او سيمه سالاريزم:
د جنګ سالارانو دوره اوس د سيالۍ دوره ده، خو كه پام ورته وكړو دا
دوره هغسې دوره نه ده چې يو جنګ سالار د قانونې دولت او اساسي قانون له محدودېت بهر د پوځي، سياسي او اقتصادي
ځواك په يو قانوني جوړښت كار وكړې.
خوجنګ سالاران هغه وخت د يوه ګواښ په ډول مركزې دولت ته محسوس دې چې
د افغانستان جغرافيايي جوړښټ ته په پام سره وغواړې خپل زور خلكو او دولت ته وښيې.
افغانستان د جغرافيايې
جوړښت له مخې په كال ۱۹۷۸ميلادې كې ۲۹ او وروسته بيا په ۳۲ ولايتونو ووېشل شو، دلته په ولايتونو سربېره حوزيې
او پوځې
زونونه هم شتون لري چې د كمونستې رژيم پر وخت په كال ۱۹۸۰ميلادې كې تاسيس شوې دې.
چې د همدې حوزو په دننه
كې جنګ سالارانو جګړې او غلچكې بريدونه د وخت په مركزې دولت تر سره كول .
سيمه سالاريزم يوازي په
افغانستان پوري محدود پاتې شوى لفظ نه بلكي په منځنۍ آسيا كې هم ورته سيمې وې چې ترېنه د سياسي موخو لپاره د وخت د حاكم دولت پر ضد فعاليتونه كېدل.
نو جنګ سالاريزم او سيمه سالاريزم څنګه
په افغانستان كې سره اړېكې وموندلي.
د دې دواړو لپاره دلته يو لړ ټولنيز بنسټونه موجود وو، هغه دا چې
جنګ سالارانو غوښتل د دې حوزو او سيمه ييزو پوځې مركزونو په جوړونه د مركزې دولت او عامو خلكو تر منځ اړېكې پرې
كړې او د سيمې خلګ دې ته اړ باسې چې له جنګ سالارانو سره په يو نه يو ډول اړېكې ټينګې كړې.
چې طالبانو
دا كار په ډېر برياليتوب سره تر سره كړ، هغوى سيمه ييزي پوځې حوزې جوړي كړې، له عامو خلكو سره يې له همدې لاري
اړيكې ټينګې كړې، وروسته يې دا حوزې له پاكستاني طالبانو او بيا د القاعدې د ډلي له پلويانو سره وويش
ې.
په افغانستان كې د طالبانو د حكومت د ړنګېدو څو ورځې مخكې امريكايان يو ځل بيا دې ته اړ شول چې له جنګ
سالارانو كار واخلي او همغه وو چې امريكايانو پرېكړه وكړه چې د شمالې ټلوالې له سيمه ييزو قوماندانو سره د نويو
وسلو او پيسو مرسته وكړې چې همداسې هم وشول .
هغوى د همدې جنګ سالارانو په مرسته د طالبانو رژيم مات
كړ .
خو له جنګ سالارانو د طالبانو د حكومت په ماتولو كې د ګټې اخيستنې او د ۸۰ مې لسيزې پر مهال د پخوانې
شوروي په وړاندې په جګړه كې له همدې جنګ سالارانو د ګټې اخيستنې تر منځ نور ډېر توپير نه وو، خو يو توپير وو هغه دا چي د پاكستان استخباراتې اداره (آى، ايس، آى) وه چې
هغه له ډېري مودې راهيسي د امريكا د متحده ايالتونو او جنګ سالارنو تر منځ د يوې نښلونكې اداري او د امريكا د م
تحده ايالتونو له نيژدې ملګرو شمېرل كېده.
امريكا له دې ادارې وغوښتل چې د طالبانو د رژيم په ړنګولو كې
دې ورسره مرسته وكړې او دوى غواړې چې د همدې پخوانيو جنګ سالارانو په مرسته د طالبانو حكومت مات كړې په داسي حال
كې چې د پاكستان استخباراتې اداري نور نو په جنګ سالارانو پخوانى اعتبار نه درلود او د هغوى په ځاى يې اوس طا
بان ملګري شوې وو .
جنګ سالاران چې د نوييمي لسيزې په سر كي د كابل حكومت ته ورسېدل نو په هغه لومړيو
ورځو كې په كورنۍ جګړه كې ښكېل شول او خپل پخوانى ملګرى پاكستان او په خاصه بيا د همدې هيواد استخباراتي اداره او د جهاد پر مهال د دې ادارې مرستي يې
هېري كړې.
خو كله چې د امريكا متحده ايالتونو د ۲۰۰۱ ميلادې كال د سپټم
بر د ۱۱ له پيښو څو ورځې وروسته په افغانستان كې د طالبانو د واك د نسكورولو تكل وكړ، ځينې نړيوالو كارپوهانو او
ځينو هيوادونو په افغانستان له بريد مخكې امريكا ته مشوره وركړه چې له بريد څخه مخكې دې يو نړيوال كنفرانس جوړ
او د هغه د پرېكړې په اساس دې عمل وكړې تر څو يوه ورځ بيا د نړيوالو تر كومې نيوكې لاندي رانشې خو د امريكا دولت چې
ډېر كسان يې د ۱۱ سپټمبر په پيښو كې وژل شوې وو سم لاسې يې د شمالي ټلوالې سره تر اړيكو وروسته د كابل د حكومت د
ړنګېدو تكل وكړ.
د طالبانو دولت سقوط وكړ نوې موقته اداره د حامد كرزي په مشري جوړه شوه او ۵ كاله تر
اوسه د طالبانو له ړنګېدو تېر شوي خو كوم خطرونه چې اوس د جنګ سالارانو له خوا افغان دولت او نړيوالي ټولنې ته م
خامخ دې، نړيوال او په خاصه بيا پښتانه افغانان يې له امريكا انګېري.
هغوى استدلال كوې چې جنګ سالاران
امريكا په غېږ كې ونيول او د حامد كرزي په اوسنۍ كابينه كې د همدې جنګ سالارانو شتون يو له دې دلايلو كېداى شې چې د
مركزي دولت او په افغانستان كې يې د مېشتو بهرنيو پوځونو په وړاندې د پښتون اكثريت ح
ساسيت را پارولى وې.
د جنګ سالارانو فشا
جنګ سالاران اوس ځكه پا فشاري كوې چې روانوحالاتو دوى ته اجازه وركړې چې دوى په بنسټيزه توګه
بدلون ونكړې يوازي په ظاهري ډول خپلې جامې بدلې كړي، هغه دا چې هغوى په
خپلو تورو زړونو اوس د عادي افغانانو په سترګو كې ننوزې.
د دې تر څنګ جنګ سالارانو يو ستر نوښت در
ود، ځكه هغوى د امريكا سره په دې كې مرسته وكړه چې په افغانستان كې د طالبانو حكومت
ړنګ كړي او تر خپله وسه_وسه له هغوى سره په دې پوځي كمپاين كې ونډه واخلې او قدرت ته ځان ورسوې.
دا يوه
طبيعې پېښه نه ده چې د هرات، جلال آباد، كندهار او بلخ ولايت ګمركونه د دوى تر ولكې لاندي دې او زياتره عوايد يې
د همدوى شخصې شتمنيو ته ځې.
او د همدې كار دلايل هم د افغانستان د مركزي دولت كمزورتيا او په ګم
كاتو د مركزي دولت نه كنترول بلل كېداى شي.
د طالبانو د
حكومت له ړنګېدو وروسته، ټولو سيمه ييزو قوماندانانو په نړيوالې ټولنې غږ وكړ چې د مركزي دولت د پياوړتيا مهم
اصل دې هيواد ته چټكې او ډېري مالي مرستې دي، په داسي حال كې چې ځينو د كم پوځې توان درلودونكو جنګسالارانو دې م
ستو ته لاس رسى نشواى كولاى.
افغان دولت ته په مالي چارو د نا سمو كارپوهو ډلو له خوا د نړيوالو م
ستو ورسپارل د دې سبب شو، چې له يوې خوا مرسته وركونكو هيوادو د خپلو مرستو حساب او كتاب په افغانستان كې ورك كړ او ډېر شمېر مرستي د همدې بهرنيو
انجوګانو له خوا په نامعلومو لورو يوړل شوې او له بلې خوا جنګ سالارانو افغان دولت په بې ظرفيتې تورن كړ او دې ته
يې لاره هواره كړه چې پخپله د خپل كنترول لاندي سيمو څخه دولتي عايد را ټول او په خپلو سيمو كې يې د مركزي دولت د
پياوړي كولو په موخه ولګوې چې د جنګ سالارانو دا غوښتنه عملي هم شوه.
هغوى په دې كار سره د مخدره
توكو قاچاق، د ناقانونه اموالو لېږد را لېږد او د وسلو پلورلو ته لاره هواره كړه او
په دې معاملو كې ښكېل شول.
په همدې حال كې داسې ډلي وې چې د مركزې دولت دې ناكاميو ته يې له كتو بغير
هيڅ نشواى كولاى او ځينې كسانو بيا د نړيوالې ټولنې په وړاندي د افغان مركزي دولت د پت او عزت د تويولو لپاره
ګامونه پورته كړل.
د امنيتې بنسټونو نه شتون او د مركزې دولت ناتوانې جنګ سلارانو ته لا ډېره موكه وركړه چې بېله كومې وېري او كنترول
څخه خپل پوځي ځواك پياوړى كړي.
دلته له پلازمېني بهر داسي پياوړى او په عصري پوځې وسايلو سمبال نړيوال
سوله ساتي سرتېري او د اعتبار وړ كورني عسكر شتون نه لري، ډېرى ولايتونه د مركزې دولت او نړيوالې ټولنې له كنت
ول بهر دې او دا خلا دم ګړى په جنګ سالارانو ډكه ده.
د روان كړكېچ د حل لپاره ډېرى سياسي كارپوهان او
عادي افغانان په دې اند دې چې بايد د ملي پوځ او ملې پوليسو پرته داسې يو ځواك رامنځته شې چې د جنګ سالارانو ځاې ونيسې
او دا ځواك بايد د مركزې دولت او د سيمه ييزو مشرانو په خوښه وې كه نه نو افغانستان به ورځ په ورځ د بد بدختۍ د ګودال په لور ور وښوېږې.