د لوى او متعال خداى په نامه
درنو هم مسلكو ژورناليستانو، خويندو، وروڼو، تر هرڅه د مخه تاسو ته د زړه له كومي ښه راغلاست وايم!
دوستانو د تيرې چارشنبې په شپه د طلوع تلويزيون د (ګفتمان) بحث ښايي تاسو ليدلى وي، په دې بحث كې چې د ويسا ورځپاڼې د يوه نقد پر بنسټ چې د مارچ پر لومړۍ، د كب لسمه نېټه خپور شوى او د ملي مصطلحاتو په رعايت علمي بحث لري، ما، ښاغلي احمد ضيا رفعت، جاويد فرهاد او د كابل پوهنتون استادانو آغلې منيژې باختري او (استاذ يون) پكې ګډون كړى و، زموږ د ننۍ ناستې موخه د طلوع پر بحث څو يادونې دي، په دې بحث كې متاسفانه زما د خبرو مهمه برخه سانسور شوې وه، ما د ملي مصطلحاتو او په ټوليزه توګه د ملي وحدت د ټينګښت په باب يو ځانګړى نظر درلود، زما دغه نظر له دلايلو سره يو ځاى سانسور شوى ړ، په دې اړه زه قانوني احتجاج كوم.
له يوه پلوه زما له خبرو څخه ډيرې مهمې برخې لرې شوې وې چې دا زه د ځان په برخه كې تيرى او سپكاوى بولم ځكه چې زه د يوه ژورناليست په توګه په ولس كې يو مقام او نوم لرم، زما خبرې بې ربطه پاتې شوې وې، همدارنګه زما د څرګندونو مهم دلايل سانسور شوي وو، د حيرانۍ ځاى دادى چې د بحث د ګډونوالو زياترو كسانو د استاذ يون په شمول زما پر خبرو حواله وركوله، همدغسې د پروګرام له پاى ته رسيدو وروسته ښاغلي جاويد فرهاد څو ځلې دا خبره راته تكرار كړه چې د خپلو اصطلاحاتو او ژبې په برخه كې ستا نظر تائيدم، خو زما هغه خبرې خپرې نه شوې.
زما سانسور شوې خبرې داسې وې:
(په داسې حساسو شيبو كې د طلوع د دغو پروګرامونو پايلې د هيواد په ګټه نه دي، ملي وحدت ته زيان رسوي او د هيواد دښمنانو ته ګټه، زما ټينګار پردې دى چې اساسي قانون ته درناوى د هر افغان مكلفيت دى، د ملي وحدت ساتنه او پياوړتيا زموږ شريك مسوليت دى، كه د ولس ارزښتونو ته درناوى نه وي په هويت، تاريخ او نظام يې ملنډې وهل كيږي، آيا هيواد له فاجعو سره نه مخامخ كوي؟
ما په دې بحث كې وويل چې كاشكي زموږ هغه دوستان چې په پرديو لغاتونو او اصطلاحاتو تاوده دي پخپله دا كار وكړي، په اكاډميو كې كښيني او پخپله څه وكړي، دا اوس چې پردي اصطلاحات او لغتونه په كوم زور را روان دي كه يې مخنيوى ونشي سبا ته به دغه ښاغلي خپل ماشومان پخپله ژبه نشي پوهولى، زه به داسې كسان چې د خپلو ژبو د غنا لپاره كار وكړي، د سيدجمال الدين افغان په څير د درناوي او عزت خاوندان وبولم، .......دا اوس چې ځينو دوستانو په يوه او بل نامه د ژبې او بهرنيو اصطلاحاتو په دفاع كې له ملت سره جبهه نيولې ده، ولس له دوى سره هم نظره نه دى، دغه تلويزيوني بحثونه چې دلته كيږي دا د ولس او ملت خبره نه ده، دا هماغه ملت دى چې د پخواني شوروي پوځونه يې وتلو او ماتې ته اړكړي دي، دا كوم دوستان چې له خپل ملي هويت نه منكر دي دا د دوى خپله ستونزه ده.
همدغه مهال له ما نه پوښتنه وشوه چې د مصطلحاتو په باب د حل لاره څه ده؟
زما ځواب دا ړ چې د ملت په منځ كې په دې اړه هيڅ ستونزه نشته، دا د يو څو تنو ستونزه ده چې ځانونه روښانفكران بولي، كه څه وړوكي مسايل د ملت دبيلابيلو اړخونوپه منځ كې وي بايد په طبيعي توګه په تدريج حل شي او همدا يې لاره ده چې پريښودل شي چې په ملت كې ثبات ټينګ شي دغه خبرې به پخپله حل شي همدلته د پروګرام چلوونكى په خبره كې را ولويد ويل يې طبيعي حل خو دا و چې په اساسي قانون كې جعلي فقرې شاملې شوې!..
درنو ښاغليو، ورونو خويندو!
زه د طلوع تلويزيون دغه عمل د ژورناليستيكو اصولو او اخلاقو خلاف بولم ځكه چې:
_ټولې پوښتنې رهبري شوې وې.
-د پروګرام چلوونكى په طرف كې و
_ موضوع له علمي بحث څخه سياسي شو
_ د بحث د ګډونوالو نا متناسب تركيب، د يوه نظر دوه تنه او د بل څلور چې له چلوونكي سره پينځه تنه وو.
_ پخپله د بحث سانسور او د مهمو دلايلو سانسور
په همدې دلايلو زه دا خپل حق بولم چې د طلوع چارواكي په دې ژورناليستيكي تخلف معذرت وغواړي.
په درنښت محمد زبير شفيقي
د ويسا ورځپاڼې مسوول مدير