نن د د اګست ٢٢مه د کندهار په احمدشاهي لوبغالي کي د کندهار اتفاق او روزګان ولايتونو تر منځ د فټبال لوبه ترسره سوه، چي ١٣ د صفر په وړاندي د کندهار اتفاق په ګټه پاى ته ورسېده.
د لوبي په ترڅ کي د کندهار د اتفاق ټيم لوبغاړي محمدقاسم پنځه ګوله، عبدالسميع درې ګوله، خوشال دوه ګوله، مختار، فريد او وحيد يو يو ګول تر سره کړ.
د يادوني وړ ده چي په ولايتي ټورنمنټ کي د کندهار دوه منتخب ټيمونه لوبه کوي چي الف منتخب د اتفاق په نامه او بې منتخب ټيم د احمدشاه بابا نامه لوبي تر سره کوي.
تر دې دمخه احمدشاه بابا ټيم زابل ولايت ته څلور د صفر په وړاندي ماته ورکړې وه.
ټاکل سوې ده چي نن به د احمدشاه بابا لوبډله له هلمند ولايت سره او اتفاق لوبډله له غزني ولايت سره لوبي ترسره کړي.