تېره ورځ په کندهار کي د ولايتي ټورنمنټ په دوام لومړۍ لوبه د کندهار احمدشاه بابا لوبډلي او د هلمند ولايت د منتخب ټيم تر منځ تر سره سوه چي دواړه غاړي د لوبي تر پايه يو بل ته پر ګول ور کولو ونه توانېده او لوبه صفر د صفر په وړاندي په مساوي توګه پاى ته ورسېده.
دوهمه لوبه چي د شپې تر سره سوه د کندهار د اتفاق لوبډلي او غزني ولايت د منتخب ټيم تر منځ وه چي دوه د صفر په وړاندي د کندهار اتفاق لوبډلي وګټله.
د يادوني وړ ده چي د نن ماځيګر بازي به د روزګان او فراه تر منځ او دوهمه لوبه چي د شپې به تر سره سي د زابل او جوزجان ولايتونو تر منځ وي.