مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-08-24   مخپرونکئ : عُمر واحديار

افغان ځوانان د آسيايي جام نيمه پايلوبي ته ووتل

عبدالولي امين


عبدالولي امين دافغانستان د لوبډلي منيجر كولالمپور ماليزيا

د اسيا د لسو هيوادو په سطحه چي كوم د ۱۹ كلنو ځوانانو د سياليو جام په ماليزيا كي د تيري دوشنبي په ورځ پيل سوي دي د افغانستان د كركټ لوبډله نيمه پايلوبي ووتله، د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو لوبډلي په خپله لومړۍ لوبه كي كوربه هيواد ماليزيا ته په څلورو لوبغاړو باندي ماته وركړه، په دوهمه لوبه كي يي د قطر هيواد ته په ۴۰ منډو ماته وركړه او نن يي په خپله دريمه لوبه د هانك كانګ هيواد څخه په ۲۱ منډو وګټله او نيمه پايلوبي ته ځان وئيستى.
د افغانستان لخوا په دغو لوبو كي نورالحق، عزت الله ، شير او عبيد الله كنړي ښه لوبه ترسره كړه او خپله لوبډله يي ترنيمه پايلوبي پوري ورسول، افغانستان به د راتلونكي دوشنبي په ورځ د عرب اماراتو سره نيمه پايلوبه د ماليزيا هيواد په مركز كوالالمپور كي ترسره كوي.
دغه راپور مي ستاسو ويبپاڼي لپاره دروليږي كه ستاسو داصولو سره سم وي دمهرباني او همكاري له مخه نشرته سپارلى سي. تاسو كولاى سي ددي لوبو په اړه نور معلومات په asiancricket.org كي ترلاسه كړى.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery