د اګست د مياشتي پر ٢٩مه د کندهار په احمدشاهي سټډيوم کي د هلمند او کندهار اتفاق تر منځ يوه جنجا
ي لوبه ترسره سوه.
د لوبي د لومړۍ نيمايي په سر کي د هلمند ولايت وکړاى سواى چي مقابل طرف ته د
پاينلټي ګول ورکړي، خو د هلمند د لوبغاړو او ريفري تر منځ هغه وخت جنجال رامنځته سو چي د هلمند پر ولايت هم
پاينلټي جوړه سوه، هلمندي لوبغاړو د ريفري پرېکړه ونه منل او لوبه يې پرېښوده.
د هلمند ولايت
وبغاړي د پايلنټۍ په اړه ادعا کوي چي بال د اتفاق ټيم د لوبغاړي خوشال له لاسه موښتى دئ، نو ځکه بايد هينډ بال
ونيول سي.
خو په لوبه کي ولاړ ريفري حاجي سرور بېنوا ويبپاڼي ته وويل تر هينډبال دمخه لين مين
بال پول نيولى دئ، چي بيا وروسته د خوشال له لاسه موښتئ دئ.
تر ډېرو خبرو او جنجال وروسته ريفري پرېکړه
وکړه چي د فټبال د نړيوال قانون سره سم پر خالي جال پاينلټي ووهل سي.
د لوبي د بيا پيلېدو دپاره
د هلمند ولايت ته ډېر انتظار وکړل سو چي ميدان ته داخل سي خو هغوى بيا هم لوبي ته حاضر نه سول، چي وروسته بيا
هم اتفاق لوبډلي پر خالي جال ګول وواهه او لوبه دوه د يو په مقابل کي د کندهار د اتفاق لوبډلي په ګټه اعلان
سوه.
د کندهار د فټبال فدراسيون رئيس محمدنبي نيازي بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي دوى دغه ګام په کابل کي د
ملي المپيک له رياست سره تر سلا مشورې وروسته پورته کړ.
ښاغلي نيازي وويل د کابل رياست پرېکړه
وکړه چي هلمند ولايت د لوبو له قوانينو څخه د سرغړوني پر اساس د يوه کال دپاره په ټول افغانستان کي له ولايتي
لوبو څخه و ايستل سو.
خو له ولايتي لوبو څخه د ايستلو په اړه د هلمند ولايت د فټبال فدراسيون مشر وايي
دا پرېکړه ځکه د ورته د منلو وړ نه ده، چي دوى سر له اوسه د کابل د المپيک له رياست څخه تر اجازې وروسته خپل ټيم
له جنوب لويديځ زون څخه لويديځ زون ته واړاوه او له دې وروسته به دوى ولايتي لوبي په هرات کي ترسره
کوي.
د يادوني وړ ده چي د هلمند او کندهار اتفاق تر نيمګړي لوبي وروسته کندهار اتفاق او د فراه ولايتونو
تر منځ دوستانه لوبه تر سره سوه چي درې د دوه په مقابل کي کندهار اتفاق لوبډلي وګټل.
ټاکل سوې ده
چي د جمعې د ورځي په ماښام به د کندهار د اتفاق او کندهار احمدشاه بابا لوبډلو تر منځ د روان ولايتي ټورنمنټ د
هرمانۍ وروستۍ لوبه تر سره سي.