د ناټو دعمومي منشي سره د جرمني د شپيګل مجلې د خبريالانو مرکه چي د سپټمبر پر ١٠ نيټه يې خپره کړيده.
د ناټو عمومي منشي، ٥٩کلن، ياپ دې هوپ شيفر په افغانستان کي د بدو امنيتي حالاتو، د ودانولو دچارو ديوه (نوي) منتظم د اړتيا او د طالبانو سره د خبرو اترو په هکله :
د امنيتي چارو سياستوال دې هوپ شيفر
شپيګل: ښاغلی عمومي منشي، د افغانستان ولسمشر شکايت لري چي په هيواد کي يې امنيتي وضعه په ”څرګنده توګه“ خرابه سويده. آيا په افغانستان کي د ناټو م مأموريت پاته راغلی دئ ؟
دې هوپ شيفر: نه، يقيناً نه، په شمال کي، هلته چي جرمنيان دي، او هم په غرب کي وضعه په نسبي توګه ارامه ده. خو دا اقرار کوم چي په جنوب کي ډيره سخته روانه ده.مګر په مجموع کي زه داسي بد بينه نه يم لکه ولسمشر کرزی.
شپيګل: دا بريدونه ، تښتوني، اداري فساد او د نړۍ په کچه د مخدره موادو د کښت نوي ريکارډ ټينګېدل؛ ناټو کومه تير وتنه کوي؟
دې هوپ شيفر: سړئ بايد په افغانستان کي هره ناخواله پرناټو تاوان نه کړي. موږ يو سياسي _ نظامي اتحاد يو، نه د پرمختيايي مرستو سازمان.بل هم داچي مشکلات په نظامي توګه نه حل کيږي، بايد غير نظامي لاري چاري وسنجول سي. ناټو او نړيواله ټولنه په دې برخه کي يوازي مرسته کولاي سي. داداري فساد په وړاندي مبارزه کي بايد ډير مسؤليت پخپله د افغانستان حکومت پر غاړه واخلي. طبيعي خبره ده چي د مخدره موادو کرل يوه لويه لانجه ده.
شپيګل: دا ځکه چي پاڅونيان ځانونه د مخدره موادو په راکړه ورکړه تمويلوي.
دې هوپ شيفر: هو، دلته هم بايد په لومړي قدم کي د افغانستان حکومت مسؤليت پر غاړه واخلي. نړيواله ټولنه به يوازي مرسته ورسره کوي. ناټو په دې هکله حمايوي رول لري. زه فکر کوم چي موږ هم بايد يوڅه ډير کار وکړو. د مثال په توګه د د نشيي موادو د لابراتوارونو او قاچاق پر ضد مبارزه کي د افغاني مقاماتو سره مرسته وکړو، خو دا هم يادوم چي: د نشيي موادو سره مبارزه د پوليس کار دئ.
شپيګل: تر اوسه دغه مرستي تر ډيره حده په دې نا کامه دي ، چي سم انسجام نه لري. دغه دنده به څوک پر غاړه اخلي، ملګري ملتونه که ناټو؟
دې هوپ شيفر. ناټو په هيڅ ډول نه. دا زموږ وظيفه نه ده. هغه څه ته چي موږ اړ يو، هغه يوه نړيواله څېره ده چي نوم او مقام ولري، او د سياسي وزن خاوند وي.
شپيګل: د ملګرو ملتونو استازئ ټوم کونيګز ددې کار تر عهدې نسي وتلاي؟
دې هوپ شيفر: ټوم کونيګز خپل مأموريت په ښه توګه تر سره کوي. په کابل کي د اروپايي اتحاديې مأمورين ، د ناټو يو ملکي استازئ ، د ايساف د قطعاتو قوماندان او د ډيرو نورو مؤسسو استازي هم حاضردي. خو موږ داسي يو سمبالونکئ غواړو چي د سياسي وزن خاوند وي ، پر نړيواله ټولنه زور واچولاي سي ، د اولسمشر کرزي او نورو حکومتي مشرانو سره په يوه سويه وي. حتمي نه ده چي دغه شخصيت دي په کابل کي هستوګن وي.
شپيګل: تاسي (ددې مقام دپاره) کانديد لرئ؟
دې هوپ شيفر: نه، مګر ما پر دې موضوع د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون سره بحث کړيدئ او غواړم چي په دې اونۍ کي د(جرمني) د لومړۍ وزيري انګيلا ميرکيل سره په دې هکله خبري وکړم. زما له نظره به دا به ښه وي چي دغه دنده يوه جرمني يا کوم بل اروپايي ته وسپارل سي او په دې باور يم چي د ملګرو ملتونو سازمان د کانديد د موندلو په برخه کي رهبري پر غاړه واخلي.
شپيګل: آيا تاسي ويلاي سئ چي کله به مومأموريت په افغانستان کي بريالئ وي؟
دې هوپ شيفر: ناټو به خپل مأموريت هغه وخت بريالئ بولي چي افغان حکومت د خپلو امنيتي ځواکونو سره په ټول هيواد کي د امنيت ساتلو مسؤليت پر غاړه واخيستلاي سي. دومره د نظامي چارو په هکله جواب؛ د يوې نوي مدني ټولني د جوړولو په هکله بايد موږ تر هر څه دمخه حوصله وکړو. په ٢٠٠١ کال کي د طالبانو دشړلو پر مهال افغانستان د منځنيو پيړيو په شرايطو کي وو،نو ځکه سړی نسي غوښتلاي چي د ودانولو چاري دي په يو څولنډو ګنډو کلنو کي تر سره سي.
شپيګل: د(جرمني) سوسيال ديموکرات ګوند د فراکسيون رئيس پيتر شتروک نوسم ويلي دي چي ناټو دي لس کاله لا ( په افغانستان کي ) پاته سي؟
دې هوپ شيفر: زه وړاندوينه يا د نيټې ټاکنه نه کوم، خو دغه وايم چي ناټو بايد يو څه موده لا پاته سي. دالیکنه د بېنوا څخه کاپي شوې ده .
شپيګل: د ناټو غړي هيوادونه څه بايد وکړي چي دغه موده هرڅه لنډه راوګرزول سي؟
دې هوپ شيفر: اصلي خبره پرروزنه ده. د امنيتي ځواکونو روزنه، د اردو اوپوليسو روزنه. چي حکومت ته داسي شرايط برابر سي چي ټول هيواد پخپله کنټرول کړلاي سي. د بده مرغه چي موږ تر اوسه د روزني چارو ته ډير لږ دلومړيتوب حق ور کړيدئ.
شپيګل :د پوليس چاري تر دې مهاله د جرمني پر غاړه وي، اوس اروپايي اتحاديې ته سپارل سويدي. دا (١٩٥) روزونکي به بس وي، چي هغه به هم د راتلونکي کال د مارچ په مياشت کي خپلو وظيفو ته ملاوي تړي؟
دې هوپ شيفر: طبعاً نه، دا يو پيل دئ او دا هم ښه خبره ده چي اوس اروپايي اتحاديې ودې کار ته لاس اچولئ دئ. امريکايان هم ډير اخته دي. زه هيله لرم چي دا کار به ښه سره ورسيږي.
په افغانستان کي جرمني ځواکونه
شپيګل: د پوځ چاري هم تر دې بهتري نه ښکاري. تر ٢٠١٠کال پوري به ٧٠٠٠٠سرتيري روزل کيږي.دا ګړی ١٦٠٠٠ سرتيري خدمت ته تيار دي. ( دجرمني) ددفاع وزير فرانڅ يوزيف شتراوس غواړي چي ژر تر ژره نور پوځي روزونکي وروليږي، خو دغه روزونکي به د افغاني جزوتامونو سره د جګړو وسيمو ته د تګ اجازه نه لري.
دي هوپ شيفر: دا زما حق نه دي چي د جرمني په مباحثو ورګډ سم، خو زه په دې لټه کي يم چي د نظامي روزونکو ډلي په ټول افغانستان کي په خلاصه پښه وګمارل سي، د جرمنيانو له خوا هم!
شپيګل: تاسي بيا هم غواړئ چي هغه محدوديتونه دي له منځه ولاړسي، چي تقريباًټولو هيوادونو پر خپلو قطعاتو لګولي دي. يو لړ د ګزمو د تګ اجازه نه لري ، بعضي نور بيا لکه جرمنيان يوازي په استثنائي ډول و جنوب ته ليږل کيږي.
دې هوپ شيفر: تاسي ته به عجيبه و نه بريښي چي که زه وايم هرڅونه چي لږ پابندۍ او شرطونه وي، هغونه به ښه وي. خو زه واقعبينه يم او د جرمني د ولسي جرګې په مباحثه خبر يم اودا هم منم چي(اوسني) شرايط داسي ژر تغير نه کوي.
شپيګل: دايساف دځواکونو قوماندان جنرال Dan Mc Neill د نورو سرتيرو غوښتنه کړيده ، په داسي حال کي چي دوستو هيوادونه هغه واحدونه لا نه ورليږي، چي پخوا يې پخپله ژمنه کړې وه. آيا د ناټو د هيوادونو خلګ د جګړې ستومانه سويدي؟
دې هوپ شيفر: دوي يقيناً ناګاره نه دي، خو ددوي پر ځواکونو هم بار ډير سويدئ. ناټو په افغانستان کي تقريباً ٣٩٠٠٠سرتيري لري،١٧٠٠٠ هم په کوزووکي دي، پر دې سربيره نور مأموريتونه لاهم د ناټو وهيوادونو ته ګوري ، لکه لبنان، افريقا.....
شپيګل: ... چي عراق هم هير نه نسي...
دې هوپ شيفر: ... او زه هم پر دغو حکومتونو باندي ږغ کوم چي پر خپلو ژمنو ودريږي.
شپيګل: آيا افغانستان د ناټو تر ټولو مهو عملياتو څخه بلل کيږي؟
دې هوپ شيفر: هو، له همدې کبله زه هم دغو حکومتونو ته وايم، چي که زما سره په يوه نظر ياست چي افغانستان د ناټو تر ټولو مهم مأموريت دئ ، نومهرياني وکړئ (مرستي) هم راوليږئ.
شپيګل: په افغانستان کي د ځانمرګي بريدونو او يرغمل نيولو په اړوند وضعه ډيره چټکه د عراقي کيدو پر خوا ښکاري؛ کله د خوشي کولو دپاره روپۍ ورکول کيږي، کله نه. بايد يوشان اصول رامنځته سي؟
دې هوپ شيفر: دا به طبعاً ښه خبره واي چي که يوشان اصول موجود واي او په عمومي توګه پر سرونو روپۍ نه ورکول کيدلاي. نو طالبان به هم په دې پوه واي چي دغه تلاښ يې بيځايه دئ. دلته په بروکسل کي زما پر کرسۍباندي دغه خبره سړئ اسانه کولاي سي،نسبت وهغې مشخصي پريکړي ته ، لکه د جرمنيانو او کوريايانو په هکله چي د طالبانو په لاس ورغلي وه.
په عمل کي به داسي وي چي هر حکومت به د خپلو اتباعو د خلاصولو د پاره پخپله اقدام کوي.
شپيګل: په دې ترڅ کي هلته د طالبانو سره پر دغه موضوع خبري کيږي، کيداي سي چي دغسي خبري اتري دي د طالبانو سره د سياسي حل د پاره سرمشق وګرزي؟
دې هوپ شيفر: نه، ناټو د چا سره د (روغي جوړي) خبري نه کوي. که چيري يوه ورځ په افغانستان کي د پخلايني خبري رامنځ ته سوې، بايد د افغانستان حکومت د هغه چا سره چي تر اوسه يې مخالف وو، خبري وکړي. موږ په دې برخه کي وکالت نه لرو. او زه وايم چي سړئ دداسي خلګوسره مذاکرې نسي کولاي، چي د خلګوسرونه پرېکوي او سنګساروي يې، اونه سړئ د قاتلانو سره مرکې کوي.
مرکه کونکي: کونستانتين فون هَميرشټاين
او الکساندر سڅاندر