د جرمني د( دي څايت) اونيزي د
سپټمبر د ٢٧نيټې د خپرونې څخه.
نن عراق، سبا دارفور: ( دامريکې) خصوصي امنيتي شرکتونه د جګړې څ
خه پريمانه ګټي اخلي. دوی اوس په دې لټه کي دي چي خپل ”حيثيت“ ته هم يوڅه بريښ ورکړي .
په بغداد کي د بليک واټر نفر ”د دوي څخه هيڅوک
بازخواست نسي کولاي.“
د اولريش لادور نر ليکنه
تيره اونۍ( د سپټمبر ١٩)، هغه مهال چي د
Blackwaterامريکايي شرکت ټوپکيانو د بغداد د ښار په منځ کي اوربل وکړ،څو دقيقې وروسته ١١ ملکي او بيګناه عراقيان
پر عام ډامبر مړه پراته وه. د عراق د کورنيو چارو د وزارت پلټني ښيي چي، ددې کمپنۍاجيرانو بيله کوم دليله ډزي
کړي وې. د عراق لومړي وزير نوري المالکي دغه پيښه ” جنايت“ او ”پر خپله واکمنۍ تيرئ“ وباله، او دايې وويل چي
دبليک واټر د شرکت څخه به جواز واخلي،او دغه اجيران به د هيواده و ايستل سي. خو څو ورځي وروسته- نه تاکړي نه م
اکړي- بليک واټريان بيرته په خپلو کارونو اخته وه.
که څوک دا پوښتنه وکړي چي ولي د مالکي خبره پرمځکه و
ويده، نوبه د خواشينونکي جواب سره مخامخ سي. واشنګټن چي د عراق د حکومت حامي دئ، ددغي کمپنۍ په ايستلو يې وس
نه رسيږي. ځکه چي د بليک واټر نفر په بغداد کي د امريکې دسفير دسر ساتنه کوي، دوي په بغداد کي د شنې سيمي يوه ب
خه او سرکاري سيمه څاري؛ پر دې سربيره ښې ډيري نوري دندي هم ورپه غاړه دي، چي د هغو په هکله څه نه ويل کيږي. هغه
قرار دادونه چي د بليک واټر سره کيږي black contracts يا( تور قراردادونه) بلل کيږي، چي محتوا يې محرم وي. و بليک
واټر ته سپارښتني پنټاګون،سټېټ ډيپارټمنټ ، سي آی اې او خصوصي شرکتونه ورکوي . بليک واټر د دغسي په اصطلاح ام
نيتي شرکتونو څخه يوازي يو شرکت دئ چي په عراق کي ګمارل سويدئ. د کارپوهانو له نظره د ټولو خصوصي قرا
داديانو شميراوس څه ناڅه ١٢٠٠٠٠ ته رسيږي، چي په عراق کي د امريکې د اشغالګر اردو شمير تقريباً دوه چنده کوي.
( دا ګړئ د امريکامتحده ايالاتو ١٧٠٠٠٠ سرتيري په عراق کي دي.) په دې کي به بله نه وي چي که دغه اجيران په رسمي
جګړه مارو ځواکونو کي وشميرل سي، پخپله پنټاګون هم دغه خبره کوي. په واشنګټن کي د امريکې نظامي بيروکراټان د
total force ( ټول نظامي ځواک) تر سرليک لاندي په ډاګه دغه ټيکه داران په خپل ليست کي راوستلي دي. ددې اجيرانو څخه
اوس داسي قدرت جوړسوی دئ چي پخپله امريکا په زغرده حساب ورباندي کوي او بايدپر ويې کړي. په عراق کي د متحده
ايالاتو د اردو سراعلی قوماندان David Petraeus دامريکې د سنا مجلس د پلټني و کميسيون ته څو ورځي دمخه ويلي وه چي
دده ساتنه هم کله نا کله دغو ”خصوصي امنيتي کسانو“ کوله.
په بغداد کي د بليکواټريانو تمرين ” د امريکايي ديپ
وماټانو يوازي په دوي زړه پوړه دئ“( شپيګل اُن لاين)
دا contractors يا ( قرارداديان ) هسي يو اسفنجي مفهوم
دئ چي و هر ډول خدماتو ته ويل کيږي. د اشپز څخه نيولې تر ميخانيک پوری، يعني داچي دوي يوازي وسلوال ساتونکي نه
دي. ددې شرکتونو دډلي څخه د CACI International او Titan شرکتونو په عراق کي د ابوغريب د زندان په شکنجو کي لاس درلود. د
بريد جنرال انټو نيو تاګوبا د راپور له مخي، چي دغه پيښي يې پلټلي وې، ددې شرکت لږ تر لږه يو مستنطق او درې
ژباړونکي د ابوغريب په موضوع کي شامل وه. د Corpwatch غير دولتي مؤسسې مدير پرتاپ چترجي دا اټکل کوي چي په ٢٠٠٤
کال کي د ابوغريب د زندان په رسوايي کي څه ناڅه پنځوس فيصده تحقيق کونکي ددغو کمپنيانو وه.
که څه هم د
داسي ډيرو پيښو رپوټونه سته چي د دې خصوصي سکټور عسکرو بيله کوم دليل څخه پرملکي خلګو ډزي کړي او وژلي يې دي،
خو د دا تيرو څلورو کلونو راهيسي تر اوسه ددوي يو سرتېرئ لا هم محکمې ته ندئ درول سوئ، مګر ( د رسمي اردو) د ٦٤س
تيرو څخه د قتل په جرم په نظامي محکمه کي تحقيق سويدئ. دغه (د قتل عام) ټيکه داران عملاً مصؤنيت لري، عراقي
مقامات خو بيله هغه هم ددوي پر کړو وړو د څار اجازه نه لري، دا ځکه چي د عراق لومړي ګورنر Paul L. Bremer په خپل ١٧ لم
بر فرمان سره عراقي ادارې ددې کار څخه منع کړيدي. ددې کسانو د جزا څخه معافيت ددوي د معاش د کچي سره برابر دئ چي
هيڅ بل عادي سرتيرئ يې نه لري. جنراله Janis Karpinski چي د ابوغريب په زندان کي د شکنجو او قتلونو دعکسونو د
سواکېدو پر وخت ددې زندان قوماندانه وه، يوه ټيکه دار په خبرو اترو کي داسي ورته ويلي وه: ” ستا څو معاش دئ ؟ د
مياشتي يوازي ٣٠٠٠ډالره؟_ دونه خو زه په يوه هفته کي اخلم!“
د بليک واټر غوندي شرکتونو دغه ستر تجارت د
٢٠٠١ کال د سپټمبر د ١١مي راهيسي پيل سو. د دوه زرمي په پيل کي لا بليک واټر يوه ډيره کوچنۍ کمپنۍ وه. Jeremy Scahil
په خپل کتاب کي چي د بليک واټر تر عنوان لاندي يې ليکلي دئ، راوړي دي چي:” پخوا دوي حتا موجوديت لا هم نه در
ود“ او ليکي چي د ”ترهګرۍ پر ضدجګړې ددې شرکت دخلونه ور ډک کړل“. نن ورځ دغه کمپنۍ په ٩ هيوادونو کي (٢٣٠٠)
اجيره لري او ( د ضرورت په وخت کي) نور ٢١٠٠٠کسه لا هم راغوښتلاي سي،دغه کمپنۍ ځانګړې هوايي قوه لري. دوي ٢٠ ا
وتکي ، جنګي هليکوپټرونه اوهمدارنګه د نظامي تطبيقاتو لپاره ٧٠٠٠ هکټاره مځکه لري. بليک واټر د کاله ٤٥٠٠٠
نفره روزي ، چي دغه کسان هر ځاي ګمارلاي سي، حتا د امريکا په متحده ايالاتو کي لاهم. د بليک واټر اجيرانو د کت
ينا د توپان په وخت کي د نيواورلينز پر سړکونوګزمې کولې. جيريمي چي سوچ ورته کړيدئ، وايي ”دې کمپنۍ هغه وخت د
ورځي ٢٤٠٠٠٠ډالره اخيستل چي سړي سر د ورځي ٩٥٠ ډالره ور ورسېدل.“
ددې ورځ په ورځ زياتيدونکو خصوصي ام
نيتي شرکتونو بنسټ ډيک چيني ايښئ دئ، هغه چي نن د امريکې د متحده ايالاتو د جمهور رئيس مرستيال دئ. سوړ جنګ
پر ختمېدو وو چي دغه ډيک چيني د امريکې د سرتيرو شمير د ٢،١ ميليون څخه و ١،٣ ميليونو ته را ټيټ کړ. ده په ١٩٩١
کال د Halliburton په نامه يوې فرعي کمپنۍ ته د٣،١ مليون ډالرو په ارزښت د يوې څيړني د پاره سپارښتنه ورکړې وه. دا هغه
کمپنۍ وه چي ډيک چيني يې د دفاع وزارت تر مأموريت وروسته پخپله رئيس سو. د هليبرټن کمپنۍ بايد دغه څيړلې واي
چي د اردو کومي چاري بايد خصوصي سکټور ته ورکړل سي. دکمپنۍ وړانديزونه ډير پراخ وه او په نتېجه کي د هليبرټن
کمپنۍ ته يو لوی بازار پيدا سو، اونن ورځ هم دغه کمپنۍ ده چي د امريکا د متحده ايالاتو د اردو د خصوصي کيدني تر
ټولو لويه ګټه څټي.
خو د اجيرګرۍ و صنعت ته لا عراق د سرو زرو کان سو. په ٢٠٠٣کال کي چي د عراق جګړه پيل
سوه ، هلته داسي يو سړی د دفاع وزير وو چي ( ددوي په اصطلاح) د small footprint د نظر خاوند وو، يعني داسي سوق الجي
ي يې خوښوله چي حتي الامکان ډير لږ نظامي سرتيري پکښې وګمارل سي.هو، ډونالډ رمسفيلډ جنګ غوښت، خو غوښتل يې چي
دغه جنګ په لږو امريکايي جز و تامونو تر سره سي. که څه هم په امريکا کي حاکمه هيئت په بل نظر وو. خو رمسفيلډ ځان
مخته کړ، او پاي يې هم دغه سو چي د ډيرو امريکايي جنرالانو په آند د اوسنۍ ماتي د مسؤليت مډال هم بايد دده په
غاړه وروځړول سي. د رمسفيلډ سرټمبګۍ هم ايديولوژيکي او هم سياسي اړخونه درلودل. ايديولوژيکي اړخ يې داوو چي
ومسفيلد د هغي عقيدې د پلويانو څخه دئ، چي خصوصي کول د هر مرض دوا ګڼي. ده غوښتل چي په عراق کي داسي جنګ ونښ
وي چي په امريکا کي خلګ د وس تر حده ځني خوندي وي. دا ځکه چي د ډيرو امريکايي محافظه کارو په نظر د ويټنام جنګ د
جګړې په ډګر کي نه بلکه پخپله په امريکا کي د ناکامۍ سره مخامخ سو، او داهم په دې خاطر چي خلګو نه غوښتل زياته
رباني ورکړي. دوي وايي چي موږ د ويټنام د جنګ څخه دغه پند اخيستی دئ، چي هر څونه رسمي سرتيري لږ وي، هغونه به
” سياسي خطر“ هم ورسره لږوي.
دې اجيرانو داسي جنګ ورته ممکن کړ، چي يا بيله دوي څخه امکان نه لري او يا
به يې بيخي په بل ډول مخته بيولاي. که په عراق کي يو اجير ووژل سي، نود خلګودومره ډير پام نه وراوړي. هغه به نو
بيخي يوه فوق العاده پيښه وي،چي خلګ سر په وګرزوي.لکه په ٢٠٠٤ کال چي دبليک واټر څلور اجيره دعراق په فلوجه
کي خلګو ووژل او مړي يې پر يوه پله ور وځړول چي عکسونه يې په ټوله نړۍ کي خپاره سول. وروسته چي ددې مړو دوستانو پر
بليک واټر باندي عرض وکړ،نوپه امريکا کي ددې پيښي څخه يوه غټه موضوع جوړه سوه. خو په عادي شرايطو کي د يوه
اجير مرګ په پټه خوله وي. د Jeremy Scahill د شمير له مخي د ٢٠٠٣ کال راهيسي په عراق کي ٧٧٠ اجيره وژل سويدي. داجي
انو دپټي خولې مرګ د دولتي اردو په پرتله ددې خصوصي شرکتونو ”د رقابت برتري“ بلل کيږي.
خو وضعه اوس ک
ار کرار اوړي،که څه هم دې تجارت اوس خورا ډيره وده کړېده خو اکثراً د اجيرانو په هکله ډير بد معلومات خپريږي.
په دې خاطر دغه شرکتونه په ګډه تر يوه چتر لاندي سره راټول سوي دي او يو هولډينګ يې جوړ کړيدئ، چي ” د سولي د
عملياتو نړيواله ټولنه“ International Peace Operations Association ( IPOA) نوم يې پر ځان ايښی دئ. دغه ډلي اوس په خپل ټول وس کوښښ
کوي چي د اجير نوم د ځانه ليري کړي. د جګړې پر خبرو هيڅ نه راځي.دوي وايي: ” موږ اوس د سولي په کاروبار اخته يو،
ځکه سوله ډيره مهمه ده“. دغو شرکتونو اوس ښه درک کړيده چي بيله اخلاقي سرلوحې به يې بازار سوړ وي. او وايي:” د
دې کاروبار په رشته کي زموږ غړي شرکتونه په خپل مسلک کي تر ټولو تکړه، مترقي او دمعنوي ارزښتونو خاوندان دي.“
دمعنوي ارزښتونوخبره نه يوازي د نوم او نښان خورده ده، بلکه نوی بازار هم په پيدا کيدلاي سي. د بليک
واټر د کمپنۍ رئيس د ډير وخت راهيسي د سوډان د دارفور سيمي ته سترګي نيولي دي. که سبا و دغي سيمي ته لښکرکښۍ
کيدلې،نو دغه بليک واټريان به يې د کاروان په سر کي روان وي. ددې شرکت مؤسس ايريک پرينس د”بشري مداخلې“ خبري
اوس دځان سره ښې اوړه و اوبه کړيدي او وايي: ” ما چي د رووندا هوټل فلم وليدئ، ضعف مي وکړ. نو زه وايم چي موږ ولي
دغه اجازه ورکوله؟ په آينده کي به داسي کوو چي د امريکې د متحده ايالاتو اردو ډيره مداخله پکښې ونکړي. موږ
کولاي سوچي داسي يو څومليتي غونډ جوړ کړو چي تکړه حرفوي کسان پکښې وي.“ پرينس د يوې سختي عيسوي او ښئ لاسي مح
افظه کاري کورنۍ نيالګئ دئ، چي پوست يې د روپيو ډک او د واشنګټن سره يې هم ښه ټينګ تار اچولی دئ. دی په دې پوهيږي
چي د دې ”بشري مداخلي“ نوي بازار پر سر د زورورو سيالانو رقابت ورته ګوري. ده د ٢٠٠٦ کال دجنوری په مياشت کي
د ملګرو ملتونو په هکله ويل: ” تاسي وماته د ملګرو ملتونو د يوه مأموريت نوم واخلئ چي واقعاً بريالئ وي! “
بليک واټراوس د ناټو سازمان لا خپل داسي رقيب بولي چي بايد د بازاره يې ګوښه کړي،يا که نور څه نه وي، يوه
غټه ګوله يې دخولې ځني وباسي. دبليک واټر شرکت د رياست مرستيال Cofer Black ويل: ” موږ دونه وس لروچي د ناټو د مصارفو
په پرتله ، امنيتي عمليات په ډير لږ مصرف تر سره کړو“ که دده په دې خبره د چا پر شا يخي اوبه تويدلې، نو دغه
اجير د امريکې په تاريخ د زړه تسکين ورکوي او وايي چي: ” دا خو څه نوې خبره نه ده؛ پخپله جورج واشنګټن لا اجيران
درلودل.“