د اکانوميسټ مجله د اکټوبر د مياشتي
پر ٢٥ باندي د افغانستان د نه ختمېدونکو جنګونو تر عنوان لاندي ليکي: د افغانستان په روانو جنګونو کي د
جنورۍ د مياشتي راهيسي شپږ زره تنه وژل سوي دي چي دا رقم د تېر کال په تناسب ٥٠ فيصده زيات دى. په وژل سويو
کسانو ٢٠٠ د ناټو عسکر او څه د پاسه ٢٠٠٠ طالبان شامل دي. دغه راز، په روان تشدد او مرګ ژوبله کي د تېر
کال په پرتله ٢٠ فيصده جګوالى راغلى دى.
د اکانوميسټ مجله ادامه ورکوي او ليکي: مبصرين ګومان کوي چي د
طالبانو بغاوت کلونه کلونه چلېداي سي. طالبان د نويو غړو د جلبولو سره ستونزه نلري، او هم د پاکستان په
ناکراره قبايلي سيمو کي د سېب، ټرېنګ، او لوژيستک پاخه مرکزونه لري. همدا راز، هغوى د عايدو او پيسو مطم
يني سرچېنې لري. او قريب ٤٠ فيصده مصارف يې د مخدره موادو په حرام تجارت چلېږي.
په افغانستان کي د ناټو قوم
ندان، ډان مکنيل، وايي: ( د طالبانو د ماتولو يوازنۍ لاره يو قوي افغاني حکومت، تکړه اوجنګي افغاني عسکر، او د
عامه خلګو او طالبانو تر منيځ فاصله ايجاول دي.
مجله وايي: په جنوب کي تقريبا شل يا ديرش فيصده خلک د
طالبانو پلوي کوي. طالبان د ٦٠٠٠ څخه بيا ٢٠٠٠٠ پوري جګړماران لري، او د کال ٢٠٠٥ راهيسي ٦٠٠٠ طالبان وژل
سوي دي. مګر بياهم طالبان ندي ختم سوي. د غربي دپلوماتان په ګومان يوازي د طالبانو په وژلو جنګ نه ګټل
کېږي.
سږکال، ١٢٠ انتحاري حملې سويدي. بلخوا، د سړک د غاړي بمونه هم زيات سوي دي، او داسي ښکاري چي
طالبان د عراق د جنګياليو د تاکتيکونو څخه کار اخلي. د امريکايي او د ناټو د قواو د مشرانو په ګومان دا انکشاف
د طالبانو کمزوري ښيي. امريکايي او برتانوي عسکرو د طالبانو عالي رتبه مشران او دوهمه درجه قومندانان
په نښه کړي دي. د يوه تخمين په اساس، تر اوسه پوري يوازي د هلمند په ولايت کي ٥٠ تنه طالب قوم
ندانان وژل سوي دي.
د اکانوميسټ مجله ادامه ورکوي او ليکي: محلي قومي مشران وايي طالبانو سختي صدمې
ېدلي دي. راپورونه وايي د هلمند په ولايت کي عامه خلک د طالبانو لپاره جنګ کول ته زړه نه ښه کوي.
د
ناټو په شان، طالبان هم پر مختلفو ډلو باندي وېشل سوي دي، او هره ډله د خپل مرام او هدف لپاره جنګېږي. په
بل عبارت، واحده قوه نده. د مدرسو د طالبانو تر څنګ، خارجي افراطيان، او د القاعده غړي فعاله دي. په
دوهمه درجه، بېکاره ځوانان، د مخدره موادو قاچاقبران، او قومي مليشې هم پدې روان اخ او ډب کي ونډه لري.
د
اکانوميسټ مجلې په ګومان په جنوب کي اکثره افغانان به هغه سياسي او پوځي قوې ته خپله وفاداري وښيي چي ام
نيت او عدالت تامين کړي. خو له بدمرغه، نه طالبان، او نه هم د افغانستان فاسد او بې کفايته حکومت، او نه هم
ددې حکومت غربي پلويان د ثبات او انصاف په ټېنګولو توانېدلى دي.
هاري - واشنګټن