ليکواله: سارا چېس
مترجم: و.
ف. هاري
نيويارک ټايمز: جولای لسمه، 2007
کله چي يو کار خراب سي_ يا دا چي په فټبال کي سم ګول مس سي، يا
ماشين سم کار ور نه کړي، يا په جنګ کي ماته وخوړل سي. بني ادمان عموما ملامتي يا پر سامان الاتو باندي
اچوي يا هم پر احمد يا محمود. پداسي حال کي چي د افغانستان وضع مخ پر خرابېدو ده، امريکايي مقامات او
پوځي افسران پړه پر ناټو اچوي. را ته ويل کېږي: د ناټو غړي هيوادونه په کافي اندازه عسکر نه را استوي؛
او يا داچي افغانستان ته کم عسکر را لېږي؛ يا د ناټو پر عسکرو باندي حربي محدوديتونه لګول سوي دي، او با
اخره ناټو په هلمند کي له طالبانو څخه ماته وخوړله.
مګر واقعيت دا دي چي د کال 2001 راهيسي چي زه دلته
په کندهار کي د شرايطو او پوځي قومندې د نوبت او روټېشن شاهده يمه، زه ناټو تر امريکايانو بهتره ګنم.
ددې برت
ۍ يو مهم سبب د ناټو تمرينات او ورزنه ده ځکه ناټو مجبوره ده چي يوه داسي جنګي قوه جوړه کړي چي د مختلفو ملکونو
څخه راغونډه سوې ده او مختلفي ژبي لري.
د مارچ په مياشت کي، ما او څو نورو ملکي کسانو چي څو کاله يې په
کندهار کي ژوند کړي دي په هغو پوځي مراسمو او تمريناتو کي ګډون وکړ چي د ناټو هغو افسرانو برخه پکي درولوده چي
د جنوبي سيمو د امنيت مسوليت ور سپارل سوي وو. موږ لس ورځي د دوي سوالونو ته جوابونه ورکړل، او دوی ته م
و د قومي جوړښت، د برق د نشته والي او نورو مسايلو په باب معلومات ورکړل.
د يو څو باتجربه ملکي کسانو،
مسلکي افسرانو او ځينو افغانانو په مرسته د ناټو افسرانو ته د افغانستان د ماموريت پر هغو مهمو مسايلو
باندي اطلاعات ور کړه سوه چي په نظامي تمرين کي نه راځي.
بلخوا، د امريکايي عسکرو تمرين نامنظمه دی
او عموما هر پوځي يونيټ پخپل سر تمرين کوي. په بل عبارت، د هغوی په روزنه کي باتجربه افسران برخه نه لري.
ددې ماموريت د بشري او سياسي اهميت سره سره، د امريکايي عسکرو په روزنه کي ډير کم ملکي کسان برخه اخلي. وخت نا
وخت، ما ته هم د امريکايي عسکرو سره د خبرو فرصت برابر سي، خو هغه هم يوازي هغه وخت چي زما يو ملګرى
عسکر خپل قومندان پدې راضي کړي چي ښايي زه د ويلو لپاره څه ولرم.
د ناټو دوهم مزيت او ښېګنه دوام
او تسلسل دی، حال دا چي ناټو له څو هيوادونو څخه جوړه ده. په امريکايي يونوټونو کي، زه د داسي سياليو
اهده يمه چي د پخوانيو قومندانانو پاليسي يې يا بيخي سرچپه کړې د ه، او يا يې ور ګډوډه کړې ده. بهترين ام
ريکايي افسران هغه دي چي د افغانستان جنګ يوه پوځي لوبه نه ګني، او هم پدې پوهېږي چي دا ماموريت بايد د
انتروپالوژۍ، دپلوماسۍ، او د بياودانولو د پروژو په زور او برکت وګتل سي. مګر داسي قومندانان نادره
پيدا کېږي، او د هغوی د تبديلو څخه فقط څو اونۍ وروسته نوي قومندانان د هغوی پر کارونو باندي چليپا را
کش کړي ځکه هر يو غواوړي چي په تاريخ کي خپل نوم پرېږدي.
ناټو هڅه کوي چي د عسکرو او افسرانو د ژر ژر تبدي
ېدو مخه ونيسي. مانا دا چي روټېشن څه ځنډنی غوندي وي. دې مسلې څه ستوتزي ايجادي کړي دي، مګر په عين زمان
کي يې د پاليسيو د ژر ژر بدلېدو او څرخ مخه نيولې ده.
خو اوس سوال دا دی که چيري ناټو تر امريکاييانو م
وفقه وي، نو ولي د افغانستان وضعه لا پسي خرابېږي؟ ددې پوښتني جواب دوه بعدونه لري. لمړی، ناټو ډېر
ناوخته را وبلل سوه. دوهم، ناټو وغولول سوه.
د سپټمبر د يولسمي تر تروريستي حملو څخه فقط يو څو و
ځي را وروسته، ناټو د خپل تړون د پنځمي مادې د عملي کېدو رايه ورکړه. ددې مادې اساسي اصل وايي: ددې
تړون پر هر غړي باندي مسلح يرغل، پر نورو غړو باندي هم بريد دی. د ناټو په ټول تاريخ کي دا لمړی ځل وو
چي ددې مادې د عملي کولو په مقصد رايه ورکړه سوه. مګر امريکاييانو ددې عمل په ارتباط سوړ عکس العمل وښود.
زموږ حکومت پدې مطمين وو چي په افغانستانن کي په يوازي سر ميدان ګټلاي سي، او فکر کاوه چي نور بين المللي ملګري
ښايي مشکلات خلق کړي.
په کال 2003 کي، ناټو په کابل او د افغانستان په شمالي برخو کي خپل عسکر واچول. م
ګر متحده ايالاتو په کال 2005 کي يوازي هغه وخت د افغانستان جنوبي سيمو ته د ناټو د عسکرو د ورتګ بلنه ورکړه
چي د امريکا حکومت د عراق په جنګ کي لتاړ سوی وو او نه يې سوای کولای چي په عين زمان کي په دوو جبهو کي وجنګېږ
ي. برسېره پر دې، امريکا خپل ملګرو ته د جنوبي سيمو د حالاتو په باب غلط معلومات ورکړه. لنډه دا چي
ناټو د سولي د ساتلو په ماموريت کي وغولول سوه. ناټو ته وويل سوه چي يوازي به د هغه برقراره امنيت
ساتنه کوي چي متحده ايالاتو ټينګ او تامين کړی دی، او دغه راز به د بيا ودانولو او د سولي د ساتلو په کارونو
کي هم مرسته کوي.
حقيقت دا دی چي د افغانستان شرايط د کال 2002 را پدې خوا مخ پر خرابېدو وه. د 2004 د شروع
کېدو سره سم، ياغي طالبانو له پاکستان څخه منظمي حملې کولې، او د کندهار په شمال کي د امريکايي عسکرو او طا
بانو تر مينځ سختي جګړې کېدلې. په 2005 کي، د کندهار د ښار په زړه کي د افغانستان د حکومت عالي رتبه مامورين
په سپينه ورځ په بمونو کي الوتل. امريکايانو او ا فغاني حکومت هيڅ عکس العمل نسوای ښودلای. برسې
ه پردې، امريکايانو خپل ملګري د افغانستان هغو دريو مهمو جنوبي ولايتونو ته ور استول چي حکومتونه يې د
بدنامو او مشهورو قاچاقبرانو او توپکيانو په لاس کي وه. لنډه دا چي په جنوبي سيمو کي د طالبانو د را پ
ځېدو را پدې خوا يو ځل بيا د جنګ ميدان ګرم او په وينو لړلى و.
پکار دا وه چي له لمړۍ ورځي څخه ناتو ته د
افغانستان په ماموريت کي ونډه ورکړه سوې وای ځکه ناټو د بالکان په ماموريتونو کي په کافي اندازه تجربه او
جنګي مهارت تر لاسه کړی وو. د افغانستان جمهورريس، حامد کرزي، په ګرده ملک کي د بين المللي عسکرو د
اچولو غوښتنه کوله. په هغو لمړيو کلونو کي، د اضافه عسکرو ځای پر ځای کول ښايي مثبت اثر کړی وای.
امريکايانو د خپلو انډيوالانو د مرستي بلنه پداسي وخت کي رده کړه چي بايد منلې يې وای. او وروسته، ام
يکايانو ناتو ته د افغانستان په ډېره مهمه او ستراتيژيکي سيمه کي د امنيت مسوليت ورکړ. اوس نو موږ
ته پکار دا ده چي د خپل حماقت پړه او مسوليت پر خپلو يارانو وانه چوو، او هم پکار دا ده چي له هغوی څخه مننه
وکړو