مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-11-08   مخپرونکئ : هاري ( harri )

د پاکستان دوهمه کودتاه (نيويارک ټايمز )

د پاکستان سياسي بحران د غرب په مطبوعاتو کي جدي انتقادونه او اندېښنې را ولاړي کړي دي.  د نيويارک ټايمز ورځپاڼه د نومبر د شپږمي په سرمقاله کي يکي:  د پاکستان د جمهورريس جنرال مشرف لخوا د اضطراري حالت اعلان له يوې خوا پاکستان  د نورو خطرونو  سره مخامخ کړ، او د بلي خوا يې  د پاکستان په ارتباط د جمهورريس بش غلطه پاليسي نوره هم را څرګنده کړه.  د بش اداره بايد حيرانه نوي ځکه ( څه چي کرې هغه به رېبې.) 

د نيويارک ټايمز سرمقاله ليکي:  جنرال مشرف وويل چي د  اضطراري حالت اعلان د افراطيانو د ځپلو لپاره ضروري دى.  مګر حقيقت دا دى چي جنرال مشرف قاضيان بنديانوي، وکيلان او خبريالان يا وهي او يا يې په محبسونو کي  اچوي.  ښکاره خبره ده چي د مشرف دا اقدام  افراطيان نور هم غښتلي او زړه ور کوي.  بل دا چي د مشرف دا تصميم به زياتره  پاکستانيان نور هم په غوسه کړي.

د نيويارک ټايمز اخبار ادامه ورکوي او ليکي:  ښاغلى بش وايي چي د تروريزم پر خلاف جګړه د جنرال م رف له مرستي پرته ګټلاى نسي، مګر اوس داسي ښکاري چي د هغه د همکارۍ سره سره  يې هم ګټلاي نسي.  جنرال مشرف نه يوازي د القاعده او طالبانو سره په مبارزه کي پوره تعهد او ابتکار  و نه ښود، بلکي اوس يې د ديموکراسۍ د اعاده کولو لپاره خپلي ټولي پخوانۍ وعدې هم پرېښودې. د بش حکومت د کال ٢٠٠١ راهيسي د پاکستان سره لس بيلونه ډا ره مرسته کړې ده، خو داسي برېښي چي په مقابل کي هيڅ هم ندي ترلاسه سوي. 

په پاى کي،  سرمقاله سپارښت کوي او ليکي:  د پاکستان د ثبات لپاره تر نظامي دتکتاتورۍ ديموکراسي گټوره ده.  که چيري د جنرال مشرف او م ېرمن بوتو تر مينځ د سياسي معاملو يوه چاره وسي ښايي پاکستان له سياسي ګډوډۍ او بحران څخه وژغورل سي.

د اکانوميسټ مجله د نومبر پر پنځمه باندي د دوهمي کودتاه تر عنوان لاندي ليکي:  پاکستان له پوځي کودتاه ګانو سره پوره اشنايي لري.  مګر د جنرال مشرف د شنبې د ورځي کوتاه څه نوې غوندي ښکاري.  د کال ١٩٩٩ د کودتاه مقصد د يوه فاسد ملکي حکومت را پرځول وو، خو د جنرال مشرف ددې وروستۍ کودتاه هدف د يوه بد نامه او حتى ښايي غير قانوني حکومت ساتل دي.

جنرال مشرف وويل چي هدف يې په وطن کي د سياسي بې ثباتۍ مخنيوى دى، او هم غواړي چي هيواد د اسلامي افراطيانو له شره خلاص کړي.  خو د کودتاه اصلي علت دا وو چي د ستري محکمې اکثرو  قاضيانو د جنرال م شرف بيا انتخابېدل غېر قانوني بللي وو، مګر مشرف وارى تر مخه کړ. 

هاري

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery