په افغانستان بايد کار ختم
کوو
پروفسور هانس بينډک د نومبر پر لسمه د وال سټريټ ژورنال په ورځپاڼه کي ليکي: پداسي حال کي چي د
ناټو عسکر د کابل په شاوخوا او د افغانستان په ګوټ ګوټ کي په جنګونو لګيا دي، خو همدا جنګ د اروپا په
پايتختونو کي بايللى بوله. د يوې خوا، د ناټو عسکر د طالبانو د پرله پسې حملو مخي ته ولاړ دي او هم يې د
افغانستان په جنوب کي د طالبانو د پرمختګ مخ نيولى دى، د بلي خوا د اروپا عامه خلک ددغه ليري او نه ختم
ېدونکي جنګ څخه ستړي او ستومانه سويدي.
په افغانستان کي د ٥٣٠٠٠ ايتلافي عسکرو سم نيم امريکايان دي.
تقريبا ٤١٠٠٠ د ناټو تر قيادت لاندي دي، او باقي پاتي چي اکثره امريکايان دي د متحده ايالاتو د مرکزي قومندې
تر کنټرول لاندي دي. په مقابل کي، ٨٠٠٠ يا ١٠٠٠٠ فعال طالبان د بين المللي قواو سره ښکر په ښکر دي.
که څه هم، د متحده ايالاتو د هر يوه ملګري ونډه او مرسته اهميت لري، خو د ناټو پر عسکرو باندي ښايسته
ېر محدوديتونه لګېدلي دي. اکثرو ايتلافي ملګرو افغانستان ته خورا لږ عسکر ور لېږلي دي، او اکثره د
مال او غرب په نسبتا ارامو ولايتونو کي پراته دي. عموما امريکايان او انګريزيان په جنګونو کي برخه اخ
ي. دغه راز، کاناډيان هم په خطرناکه سيمه کي اچول سوي دي. په افغانستان کي، د ايتلافي قواو د تلفاتو له
دريو برخو څخه دوې برخي امريکايان تشکيلوي.
په هيواد کي، درې زره جرمني عسکر هم پراته دي. که څه
هم، ٦٢ فيصده المانيان د افغانستان د ماموريت مخالف دي، خو بياهم، د جرمني حکومت په افغانستان کي خپل ماموريت
تمديد کړ. د جرمني د مارشال د فنډ په نامه د عامه افکارو يوه نوې سروې ښيي چي يوازي ٣١ فيصده اروپايان په
افغانستان کي د روانو پوځي عملياتو پلوي کوي.
هالنډي عسکر په روزګان کي دي، او کاناډايي عسکر د کندهار
په شاوخوا کي اچول سوي دي. د دواړو هيوادنو عسکرو په ډېرو جنګونو کي برخه اخېستې ده، او دواړه ستړي او
ستومانه سوي دي. هالنډ به په راتلونکي دوبي کي خپل يو شمېر عسکر وباسي. کاناډايان هم د لږ ارام ماموريت
غوښتنه لري. د ناټو مشران اندېښمن دي چي د کاناډايانو او هالنډيانو اقدام به د ايساف ايتلاف کمزورى او
ړزانه کړي، او هم به د ناټو د شتون لپاره خطرناکه عواقب ولري.
ددې تر مخه چي په اروپايانو کي د افغانستان د م
اموريت په ارتباط مخالفت نور هم زيات سي، اروپايي ملکونه بايد درې اساسي ټکي خپلو خلکو ته بيان کړي.
لمړى، په افغانستان کي د القاعده او طالبانو پر خلاف روان جنګ نه يوازي د سپټمبر د يولسمي د حملو جواب دى،
بلکي د لندن او مادريد د حملو جواب هم دى. دا جنګ د ملګرو ملتونو، د ناټو د منشور، او د بين المللي ټولني م
اتړ لري. د عراق د جنګ پرخلاف، عامه امريکايان د افغانستان د ماموريت پلوي کوي.
دوهم، دا جګړه ګټل
کېداي سي. که څه هم، طالبانو ځيني سيمي قبضه کړي دي، خو د جنګ دوام د هغوي په ګټه ندى. د طالبانو په مشرۍ
کي مرګ ژوبله خورا ډېره سوې ده، او مشران يې د ځان او مال د ساتلو لپاره د حکومت سره خبرو ته حاضرېږي. په
پاکستان کي د سېب او د پټېدو د ځاي څخه پرته، اوږد جنګ د طالبانو او القاعده په گټه ندى.
دريم، د
افغانستان د ناکامۍ عواقب به ډېر خطرناکه وي. سمدستي به خونړي داخلي جنګونه پيل سي. طالبان به په ډېرو
سيمو کي حاکمان سي. سيمه ايزه بې ثباتي به نوره هم زياته سي، او د پاکستان ناکراري به نوره هم خوره سي.
القاعده به يو ځل بيا د ځان لپاره تود او پراخ د سېب ځاى پيدا کړي. دغه راز، ناټو به هم دړي وړي سي ځکه
په يوه تاريخي او حياتي ماموريت کي به ناکامه سوې وي.
څرنګه چي د اروپايانو د ملاتړ تر لاسه کول مهم
او حياتي اهميت لري، همدا شان په افغانستان کي د بري د ترلاسه کول لپاره هم بايد ډېر کار وسي. د م
وجوده تجربو په رڼا کي، يو منظم او معقول پلان بايد ترتيب سي. ددې پلان اساسي ټکي به دا وي.
لمړى،
د سولي د ټينګولو لپاره يو جامع تجويز ته اړتيا سته. د عراق د الانبار په ولايت کي وروستى پرم
ختګ ښه مثال کېداي سي. هلته اعتدالي بعثيان هله د القاعدې پرخلاف وسله را واخېسته چي پدې پوه سول چي د هغوي
سره د همکارۍ دوام د دوى خپلي ګټي د خطر سره مخامخ کړي دي. همدا کار په افغانستان هم کېداي سي. همدا اوس،
اعتدالي طالبان د ايساف د تعيقب او ازار د ختمولو په يوې چارې پسي ګرځي. مګر تر هغه وخت پوري چي ياغي طالبان
او القاعده په پاکستان کي د سېب ځاي ولري، د هغوي د تباه کول هڅه به ګرانه وي.
دوهم، د طالبانو پر مش
انو باندي اوسنى فشار بايد لا نور هم زيات سي، څو هغوي خبرو کولو ته مجبوره سي. مګر د عراق د جنګونو په
خاطر افغانستان ته کم ايتلافي عسکر اوستول کېږي. د ايساف د قواو قومندان، جنرال ډان مکنيل، وايي د
زياتېدونکي بې امنۍ د ختمولو لپاره څلورو اضافه ليواو ته ضرورت سته.
دريم، بالاخره بايد د افغان ملي اردو
او پوليس امنيتي چاري په غاړه واخلي. همدا اوس، د ملي اردو عسکر په عملياتو کي برخه اخلي او ښه نتيجه يې ور
کړېده. مګر پوليس فاسد او رشوت خوره دي.
څلرم، په افغانسان کي د سولي د راوستلو جامع پلان د اقتصادي پ
مختګ او انکشاف غوښتنه کوي. په اقتصاد کي لږ پرمختګ سوى دى. پدې تېرو دريو کلونو کي د خلکو عايدات
دوه چنده سوي دي، سړکونو او مخابراتو کي د پام وړ پرمختګ راغلى دى، او صحي خدمات هم زيات سوي دي. څرنګه چي
د افغانستان د اقتصادي پرمختګ کلي په زراعت کي پرته ده، هلته په تېره بيا د اوبو لګولو او ټرانسپورټ په ساحه
کي زياتي پانګه اچولو ته اړتيا سته. د مخدره موادو د ختمولو لپاره هم اقتصادي پرمختګ ضروري دى.
پنځم، د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندي د اروپايي اتحاد د يوه داسي استازي مقررولو ته اړتيا سته چي د
افغانستان لپاره د مختلفو بسپنه ورکونکو هيوادونو پوځي او اقتصادي مرستي منظمي کاندي او ګرده پر يوه واحد هدف
راغونډ کړي. همدا سپارښت ښايي اروپايان پدې قانع کړي چي په افغانستان کي پاتي سي.