مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-11-16   مخپرونکئ : هاري ( harri )

پاکستانيان امريکا ته په غوسه دي ( واشنګټن پوست)

هاري _ واشنګټن

په پاکستانيانو کي امريکايي ضد احساسات مخ پر زياتيدو دي.   محصلين، وکيلان،  قاضيان، د متوسطي طبقې استازي  او عامه خلک  وايي :   نه يوازي دا چي  جنرال مشرف  خپل اعتبار او محبوبيت له لاسه ورکړى دى، بلکي د جمهورريس بش په باب هم نيک نظر نلري.

د واشنګټن پوست ورځپاڼه پخپله  ننۍ ګڼه کي ليکي:  که څه هم، اکثره پاکستانيان  د پاکستان په چارو کي د امريکا د مداخلې مخالف دي، خو  پدې هم باور لري چي  يوازى امريکا کولاي سي چي  د پاکستان د روان سياسي بحران  د را ايسارولو لپاره پر جنرال مشرف باندي لازم فشار واچوي  او هغه  دېته م جبوره کړي چي  اساسي قانون بېرته اعاده کړي، په زرهاوه سياسي بنديان خوشي کړي، او هم  پر  مطبوعاتو باندي  لګېدلي محدوديتونه ليري کړي.

اخبار ليکي:  مېرمن بوتو په يوې مرکې کي ويلي دي چي هغه به د بش ح کومت دېته وهڅوي چي د جنرال مشرف  د وتلو  د ستراتيژۍ بندوبست  وکړي.  هغې زياته کړه:  زه باور نه ل م چي د پاکستان  چاودل  به د متحده ايالاتو په ګټه وي. زما په نظر هر څونه  ډېر چي جنرال مشرف په قدرت کي پاته کېږي، په هغه اندازه پاکستان  خطرناکه کېږي.

بلخوا، جنرال مشرف په يوې تيلويزوني مرکې کي ويلي دي:  که چيري ما اصظراري حالت نواي اعلان کړى، په پاکستان کي به شرايط  نور هم خراب سوي واى.  هغه زياته کړه:  زه يو سراښ او خود خواه سړى نه يم، ما دا کار د پاکستان لپاره کړى دى.

واشنګټن پوست ليکي: په عامه خلکو کي  د مشرف د بې اعتبارۍ يو سبب د سياسي مخالفانو عمومي ګرفتاري ده.  دغه راز، پاکستانيان  د بش  ادارې ته هم په غوسه دي. د سپټمبر د مياشتي په سروې کي، يوازي ١٩ فيصدو پاکستانيانو د متحده ايالاتو په باب مثبت نظر  درلود.  اکثره پاکستانيان  د تروريزم پرخلاف  د جمهورريس بش اعلان سوى جنګ د اسلام پ ضد جګړه ګڼي.

جنرال مشرف د اضطراري حالت د اعلان نولو لپاره  يو دليل د  مذهبي افراطيانو زياتېدنکى خطر  و‌ښود.   مګر همدا اوس  د سوات  څو سيمي د طالبانو پلويانو نيولي دي.  د  پاکستان پوځ  وايي د پنجشنبې د ورځي په عملياتو کي يې  ٣٣ تنه چريکان د سوات په شمالي برخو کي وژلي دي.

مګر د جنرال مشرف سياسي مخالفان  په سوات کي د پاکستان د اردو  د عملياتو د وخت په باب شک ښيي.  د پېښور د پوهنتون  استاد، فضل رحيم مروت، وايي:  موږ په لوبه سم نه پوهېږي، خو ښکاره  خبره دا ده  هر کله چي د امريکا يو عالي رتبه مامور پاکستان ته راځي، پوځ د عمليات دکولو او د افراطيانو د وژلو  اعلانونه خپروي.  پاکستانيان شکمن سوي دي، حتى عادي خلک وايي   پوځ به د ښاغلي نيګروپانتې د راتګ په خاطر په سوات کي نوي نظامي عمليات اعلان کړي..

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery