ليکونکی Matthias Nass
د ايران د
اتومی لانجې د حل پرېکنده اونۍ. د پوځی حملې خطر په رښتيا څومره جدی دی؟ اروپايان غواړی چې امريکا بريک کړی. ولې
ه تهرانه د هيڅ ډول انعطاف نښه نه را ښکاری؟
د انتخاباتو د کمپاين په يوه غونډه کښې «جان ميکن» د
«بربرې آن» د «بيچ بايز» د پخوانۍ سندرې ساز ته د (بم، بم بم ــ بم پر ايران..) بدله په ناڅاپی او
آرامه توګه زمزمه کوله. او ټول ورته له خندا شنه ؤ. د ولس مشرۍ د چوکۍ له پاره د جمهوريت غوښتونکو د ګوند د
کانديد را تګ په انټرنيټ کښې په چټکۍ سره د موسيقی په پارچــه واوښت.
ځينو شوقيا نو بيا د هغو پخپل زړه جوړ ې
موسيقی پارچې YouTubeته ور وخېژولې.
بمی فضاپه داسې انتخاباتی کمپاين کښې چې لا تراوسه پر عراق د ناکامې پوځی
حملې سيوری ورباندې پروت دی؟
لا تر اوسه هيڅوک نه شی وپلای چې څنګه به دا هېواد د عراق له ماتې څخه د راوتلو
ار ومومی، ولې په واشنګټن کې سم د لاسه دبلې جګړې په اړه بحثونه روان دی. همدا اوس د سنا مجلس د ايران انقلابی
ګارد د يوه تروريستی سازمان په حيث اعلان کړ او د ولت بيا نوی او سخت بنديزونه په تهران ولګول.
آيا د فاندم
نټاليستی اسلام سره په کشمکش ګې د سوپر قدرت (زبر ځواک) د راتلونکی حملې زمينه برابره ده؟ ځينې داسې پوښتی چې که
دا اوسنۍ وضعه د عراق له جګړې تر مخه حالت سره پرتله کړو، نو په کوم حالت کې قرار لرو: د ۲۰۰۲ کال په منی کښې، کله
چې د بوش ادارې مخکې تر مخه د جګړې تصميم نيولئ ؤ خو په همدې وخت کښې نړيوالې ټولنې زړه نازړه د حل سوله ايزه لاره
لټوله؟
نه، حالات دومره مخکې هم نه دی تللی، خو راتلونکې (څو) اونۍ به د ايران د اتومی جنجال د بهير د ودې په اړه پريکنده وی. دا د باور وړده چې ولس مشر بوش له انجيلا مرکل سره په کتنه کې وويل چې دئ د مسئلې ديپلوماتيک حل لټوی او د آلمان صدر اعظمې هم ډاډ ورکړ چې «موږ به شريک کار سره کوو». پوښتنه داده چې په دې خبره به ټينګ پاته شی؟ ځکه چې حالات په مطلوب لوری نه خوځی. که څوک له هغو کسانو څخه معلومات واخلی چې له ايران سره په خبرو اترو کې مستقيمه برخه لری، له ژورې ناهيلۍ سره به مخامخ شی: وايی چې «فعلا خو ډير بد خبرونه تر غوږو کيږی»،
د اتومی انرزۍ د نړيوالې ادارې رئيس - محمد البرادی- بايد د نوومبر د مياشتې تر پايه پورې په ويانا کښې خپل هغه اپور وړاندې کړی چې پکښې د ايران د رژيم له خوا د اتومی انرژۍ د پروګرام په اړه ټولو پوښتنو ته د ځواب ورکولو چم تو والئ څرګند وی. البرودی د احتياط کارانو له ډلې دی، هميشه يې د تصادم د مخنيوی هڅې کړی او له دې تصور څخه ځان رې ساتی چې ايران «يو فوری خطر دی او چې موږ ته همدا اوس دا پريکړه په مخکې پرته ده، چې يا ايران بمباری کړو او يا بايد ورته دا اجازه ورکړو چې اتومی بم ولری». ده له «له لوماندې» سره په مرکه کې وويل «موږ قطعا په داسې وضعيت کې قرار نه لرو.»
البته دده ګزارش به انتقادی وی، ځکه چې د تهران او د نړيوالې اتومی انرزی د ادارې ترمنځ په اګسټ کې د منل شوی «کاری پلان» مواد به، چې ور پکې ايران په شفافيت مکلف شوی دی، نه هيروی. هسې هم شکمن امريکايان چې په «کاری پلان» کې يې د ايران له خوا د وخت د ضايع کولو د يوې نوې هڅې پرته بل څه نه ليدل، ځان به حق په جانب وبولی او البرودی به هم مجبورا په دې اعتراف وکړی چې خپلې هيلې يې تر سره نشوای کړای. دی په دې ورځو کې يو ځل بيا د تهران تګ ته اړ شو خو ايرانيانو بيا هم خالی لاس پريښود.
د تهران د اتومی انرژۍ د خبرو اترو
نوی مسئول څرګند افراطی دی.
په تېره اونۍ کې د اروپايی اتحاديې د بهرنيو چارو د مسئول خاور سولانا سره
يدنه کتنه ونه شوه. نوموړی د اروپا او امريکا په سپارښت له ايران سره مذاکره پر مخ بيايی. خاور سولانا هم
بايد په نږدې راتلونکی کښې له ايران سره د خپلو خبرو اترو وروستی رپوټ وړاندې کړی. د ا ليدنه کتنه به، لکه څنګه
چې د آلمان دولت ايران ته ويلي دی، دسختو تعذيراتو د لګولو ترمخ «آخری چانس » وی. – ( اوس بېرته بيا دنوی ملا
ات له کېدو څخه خبری کيږی.)
عصبانيت په هر ځای کښې مخ په زياتېدو دی. د ولس مشر احمدی نژاد له خوا د اکتوبر د مياشتې په پای کې د علی لارجانی پر ځای د خبرو اترو د پرمخبوولو د مشر په حيث دبهرنيو چارو د وزارت د مرستيال، سيد جلالی، ټاکلو د مباحٍثاتو فضا ته ګټه ونه رسوله.
لارجانی يقينا افراطی نه دی، مګر په دې وتوانيد چې د بحث د پرمخ بوولو له پاره د باور فضا رامنځته کړای شی. د ايرا ن ولس مشر او دهغه له خوا داتومی مباحثاتو د پرمخ وړلو مسئول چې په ۲۰۰۵ کال کښې يې ځان پخپله د ولس مشرۍ له پاره کانديد کړی ؤ، يوله بله سره ښکاره رقابت کوی. که يو د خبرو اترو له متقابل لوری سره د سازش امکا نات سنجوی، دا بل بياپه همدې وخت کښې د ايران د اتومی تکنولوژی د پلټنو د ماتې خبر خپروی.
د مباحثاتو د پرمخ وړلو نوی مشر، سيد جلالی، په افراطيانو کې شميرل کيږی. د خاور سولانا او د آلمان د بهرنيوچارو د وزير، سټاين ماير، سره په وروستی ملاقات کښې لارجانی او جلالی دواړو يوځای ګډون کړی ؤ. لارجانی بحث پرمخ ووړ او جلالی يې تر څنګ آرام ناست ؤ، خو له سولانا سره په راتلونکی ليدنه کې بيا جلالی تنها ؤ.
په ايران کې د ځواک له پاره بې رحمه مبارزه روانه ده. له لارجانی نه ترمخ د ايران د اتومی مباحثو مسئول پرمخ وړونکی او په آلمان کې د ايران پخوانی سفير ، حسين مسوی، د می په اوايلو کې «له خارجی عناصرو سره د تماس» او د «معلوماتو د ورکولو» په پلمه ونيول شو. په اصل کې دا تش په نامه مخبر او يو لوړ پرستيژ لرونکۍ ديپلومات د هغه انتقاد له کبله په سزا ورسيد چې د ولس مشر په جنجالمن سياست يې کړی ؤ. اوس احمدی نژاد په ډاګه تهديد وکړ چې «موږ هسې چوپه خوله انتظار نه شو ايستلی». او چې د هيواد په دننه کې له «خاينانو» سره به حساب تصفيه کړی.
په اروپا کې دا په آسانه له ياده باسی چې ددې ټکر شديدوونکی په اصل کښې يوازې په واشنګټن کې نه دی ناست. د احمدی نژاد ترمشرۍ لاندې په تهران کښې د ملايانو د حاکميت بغاوتونه يوځل بيا فعال شوی. هغه زيار باسی چې د خمينی د انقلاب لمبې، چې د خاتمی او رفسنجانی په وخت کښې نږدی ګل شوی وې، له سره تازه کړی. د فارس په خليج کښې مسلط سيمه ايز ځواک او د اتومی وسلې لرونکی ايران چې احمدی نژاد يې غواړی، يو نه منونکی انځور دی. ددې موضوع په اړه هم اروپائيان د مسکو او پيکنک د دولتونو په وړاندې چپه خوله پاته دی. يوازې په دې توګه توضيح کېدای شی چې څ نګه لا تر اوسه د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کې د ايران ضد جبهې دوام کړی.
خو آيا دا يووالی به نور هم دوام ومومی؟ کله چې لارجانی لرې کړل شو، د امريکايانو له پاره کافی دليل ؤ چې لا مخکې يې بايد د ايران په وړاندې سخت بنديزونه لګولی وای. له ايران سره د اروپائيانو د بحث د دوام په هکله دوی حيران پاته ؤ، د البرودی لخوا يې ځانونه ځنډېدلی احساسول. له دې کبله يې د اکتوبر په آخر کې د ايران د د فاع د وزارت، د انقلاب ګار د او دريو ايرانی بانکونو په وړاندې يو طرفه مجازاتی اقدام ته لاس واچاوه او له متحدينو سره يې مشوره ونکړه.
د ملګرو ملتو د امنيت د شورا بنديزونه د آلمان له نظره د ايران له پاره لکه څنګه چې انجيلا مرکل په (کراوفورډ) کې په ټينګار سره وويل د «قوی پيغام» په حيث پاته شول. جورج ډبليو بوش مخالفت ونه کړ او پخپله يې هم د ديپلوماتيک حل له پاره مينه څرګنده کړه. خو دا يې هم تکرار کړه چې «موږ به دا تحمل نه کړو چې ايران د اتومی وسلو د جوړولو توان ومومی».
په برلين کښې داسې ويل کيږی چې د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د پريکړې له پاره به د پوټين او احمدی نژادد تهران له قيل و قال سره – سره ،د روسيې رايه واخيستل شی. مشکل له چين سره پاته کيږی چې له ايران سره يې تجارت تر خورا زياتې اندازې لوړ تللی او ددې يو علت هم د غرب له خوا د ايران پرله پسې تجريد دی.
په دسمبر او يا د ځنډ په صورت کې په جنوری کې به د امنيت په شورا کې بيا د ايران په اړه رايې اخيستل کيږی. د بريتانيا تر مشرۍ لاندی هم دا اوس د بهرنيو چارو د وزارتونو له لارې د ممکنو بنديزونو د موافقې په اړه خبرې اترې روانی دی. امکان لری چې دا به د آلمان له غوښتنې سره مطابقت ولری او هغه به داسې وی : د بايکا ټ شوو فارمونو او د هغو ايرانيانو د نومونو ست به اوږد شی چې د نامطلوبو کسانو په حيث له وطن څخه د وتلو جواز ونه مومی. د ايران په ټولو تجارتی مالونو به کنترول سخت شی. د پيسو انتقال به نور هم تر جدی څارنې لاندې ونيول شی، بانکی معاملات به نور هم کم شی.
آيا
اقتصادی فشار به ايران تسليم کړای شی؟ په اوسنی حالت کې ددې له پاره دليلونه لږ دی. اروپايان دومره ډير د ام
يکا د جنګ تهديد نه دی غمولی لکه چې د ايران بې انعطافه چلند غمجن کړی. د بحثونو د ګډون کونکو سره دا سوال دی چې
«ولې ايران تش يو کوچنی زيګنال هم نه ورکوی؟»
همدا ټول سره يوځای شول چې بوش د «دريمې نړيړالې جګړې» خبرې وکړې.
که په حالاتو کښې تغير رانه شی، نو لرې به نه وی چې په کراوفورډ کښې د ديپلوماتيک حل د پلټلو وعدې به بيرته د نظامی حملی د تهديد تر چيغو لاندې شی. «د ايرانی بم او يا د ايران د بمباردمان» ترمنځ د فرانسې د ولس مشر (س کوزی) د «ويرجن انتخاب» خبره يوازې تکتيکی نه وه. هغې چې د امريکايی اداری د تهديډ د تحليل په اړه خبرې کولې په زغرده يې وويل «يو ايران له يوه اتومی بم سره زما له پاره د منلو وړنه دی.»
مېرمن (مرکل) په داسې حال کې دې ته ورته خبرې وکړې، چې پر ايران باندې د حملې له ويجاړوونکو پايلو يې هم يادون وکړ. دا به د (شروډر) په قدمو ولاړه نه شی او نه غواړی چې همدا اوس په مټه ترميم شوې آلمانی- امريکايی اړيکې له سره زيانمنې کړی. له دې کبله دې يوازې د تړلو دروازو شاته د نظامی افسانو له خطرونو يادون وکړ
پخپله په واشنګټن کې هم د ايران د پاليسۍ په هک
ه د ځواک او نظريو مقابله روانه ده. هلته يوه د اکثريت حلقه او يوه د ولس مشر دايره شته. طبعا دا اميدواری ډيره
ده چې د خارجه چارو د وزيرې (ميرمن رايس) او د دفاع د وزير (ګيټس) د طرحو پلويان به د ولس مشر و د مرستيال (چينی) د
تحريک آمېزه طرحوپه وړاندې بريالی شی.
د امريکې په اداره کښې د قواوو تناسب د ۲۰۰۲ کال پرتله بدلون موند ی. ګڼ شمير سخت دريځه او نوي محافظه کاران د دفاع وزير (ډونالډ رمزفلډ) او د هغه مرستيال (پاول وول فو ويڅ) او په ملګرو ملتو کې د امريکا استازی (جان بولټان)ـ ـ له دولته ووتل. خو د هغو په وتلو سره ډبليو بوش په آرامه کوتره نه دی بدل شوی. له دې ټولو سره ولس مشر بوش د ايران د سرزنش خبرې کوې چې د اتومی پلان په واسطه د« دريمې نړيوالې جګړې» خطر راپاروی.
بوش په يوه خبری کنفرانس کې وويل: «که چيرې ايران هسته ای وسله ولری، دا به د نړيوالې سولې له پاره يو خطرناکه تهديد وی.» «ما له همدې کبله خلکو ته وويل چې که تاسې د دريمې نړيوالې جګړې مخه نيول غواړی» نو بايد دا کوښښ وکړی چې ايران دې حالت ته ونه رسی، چې اتومی وسلې جوړې کړای شی.
يوه امريکايی ولس
مشر ته نه ښايی چې داسې بې فکره خبره وکړی، دا لويه بې پروايی ده چې د راتلونکې نړيوالې جګړې لاپې وهی. په همده
باندې د سولې اعتماد شوی. د آزادی د ساتلو مسئوليت هم د همده په غاړه دی. دا بايد د ده په ټولو خبرو او عملونو کې
له سولې څخه هم زيات انعکاس ومومی. له دې کبله ځينې اروپائيان دا معما وينی چې دا ولس مشر غواړی د واک څخه د لرې
کېدو تر مخه خپله اجندا پاي ته ورسوی.
دده په نظر افغانستان له استبداده خلاص شو، که څه هم په لوړ قيمت خو ع
اق هم به همدې ډول، شمالی کوريا د خبل اتومی پروګرام د جنجال په لړ کې غاړه کيښوده. ايران لا پاته دی.
ولس م
ر به د خارجه چارو د وزيرې (رايس) او مرستيال (چينی) ترمنځ د چا خبرې ته غوږ کيږدی؟
ددې ستونځې توپير له نو و سره په څه کې دی؟ د ايران په اړه يوه بله اضافی انديښنه هم شته چې د آلمان د سياست بطن لړزوی، او هغه د اس ائيلو د امنيت موضوع ده. آيا په نړۍ کې داسې يوه هېواد ته د اتوم بم د جوړولو اجازه ورکړل شی چې د هغې ولس مشر هو و کاست يوه «افسانه» بللی وی او د نړۍ له نقشې څخه د اسرائيلو ور کول وغواړی؟
دا پوښتنه د آلمان صدراعظمې ميرکل هم خپلې مخې ته کېښوده او يو څرګند ځواب يې ورکړ. څوک چې د يهودو دولت په نابودۍ تهديدوی، بايد دا انتظار ونه لری «چې آلمان دې په دې اړه ډيره کمه حوصله هم وکړای شی.» مرکل د ۲۰۰۶ کال په شروع کې د مونيخ د امنيت په کنف انس کې وويل: «موږ له خپل تاريخ څخه زده کړه کړی » او دا زده کړه داده چې د ستونځو د ايجاد د مخنپوی په خاطرد نو و متکبرو هيوادو په وړاندی د تسلې سياست ونه شی.
د اونيو را په ديخوا لومړی وزير اولمرت او د هغه خارجه وزير پايتخت پر پايتخت ګرزی او د ايران په مقابل کې د سخټو عکس العملونو له پاره تبليغ کوی. د اسرائيلو دولت وايی چې ايران يو يا دوه کاله له اتومی بم جوړولو څخه فاصله لری. دا يو سياسی عدد بلل کېدای شی. د اتومی پلټنو د نړيوال مرکز مشر البرادی د احتياطه ډکو وړاند وينو پر اساس، ايران د اتوم بم د جوړولو له پاره «له دريو تر اتو کلونو» پورې ضرورت لری. خو اسرائيلو ته د هغوی د ډار په اړه قناعت ورکول ناشونی دی. انجيلا مرکل په دې ورځو کې يوځل بيا ټينګار وکړ چې د اسرائيلو امنيت «زما له پاره د آلمان د صدراعظمې په حيث هيځکله د معاملې وړ نه دی» دا څه معنا ورکوې، که کومه ورځ اهود اولمرت دې ته تلفون وکړی او د امريکايانو او يا پخپله د اسرائيلو د نظامی ح ملې په اړه موافقه وغواړی؟
د امريکا د امنيت د شورا پخوانی مشر زبيګنييف بريژنسکی ويل چې «ډير څه ددې تابع دی چې ايرانيان څومره له کم عقلۍ څخه کار اخلی» آيا احمدی نژاد بې عقل دی؟ که زياتره حسابی، مکار او سخت زړئ. سړی بايد له ده سره په شدت عمل وکړی او له دې نه هم زيات په قاطعيت.
فلهذا يو داسې خوځښت په کار دی، چې د دولتمدارۍ د هنر له پاره اړين دی. اوس سړئ په سپينه ما ڼۍ کښې د زاړه بوش ارمان کوی چې ډير څه يې د خيالونو او ويا له پاره نه پريښودل. د ده پرځای يې زوی څوارلس مياشتې واکمنۍ کوی. ليکونکی «نارمن پوډوريتس» باور لری چې زوړ بوش د ده په کړو وړو کې «نوی زاړه پال د راتلونکو تاريخ پوهانو له نظره» ګوری او «هغه نه غواړی چې پنځوس کا ه وروسته خلک وپوښتی چې ولې ئې د اسلامی فاشيسم په وړاندې حمله ونکړه»
څنګه يې سره راټولولای شو: په
اناپولی کښې د نږدې ختيځ په اړه د سولې د کنفرانس ترتيبآت ونيول شی او په عين حال کښې د اير ان پر ضد د حملې تياری
ونيول شی؟
په بل عبارت: بوش د چا خبرې ته غوږ نيسی، د خارجه چارو د وزيرې ميرمن رايس او که د خپل مرستيال چينی
خبروته؟ او که يا هم د خپلو پوځيانو؟ - چې ځانونه دپر مخ زياتيدونکی جنګی قيل و قال له کبله نا آرامه احساسوی. د
نږدې ختيځ د پوځی عملياتو قوماندان ، ادميرال ويليام فالون برملا وايی چې «جګړه اييزې» شننې کومه ځانګړې مرسته
نه شی کولای. کومه پوځی حمله هم «په نظر کښې نه ده.»
پخوانی پوځيان جګړه ښه پيژنی. دوی بالکل حق لری چې و وايی چې مسخره خبرې او بې بنسټه آوازې د منعه شی.