د پاکستان جمهورريس مشرف د نومبر پر ٢٩ باندي اع
ان وکړ چي اضطراري حالت به د ډسمبر پر ١٦ باندي ليري سي، او د جنوري پر ٨ به انتخابات کېږي.
ښاغلي مشرف د چهارشنبې په ورځ د پوځي مقام څخه استعفا وکړه، مګر د پنجشنبې په ورځ يې د جمهورريس د لوړي م
اسم تر سره کړل. هغه په خپلي يوې وينا کي، پر مېرمن بوتو او نواز شريف باندي ږغ وکړ چي په راتلونکي پارلماني
انتخاباتو کي گډون وکړي. د بايکاټ خبري پرېږدي، او په سياسي پروسه کي پوره ونډه واخلي.
ښاغلي مش
ف ژمنه وکړه چي د مخالفانو سره به د روغي جوړي لاره غوره کړي، او هم به پاکستان د واقعي ديموکراسۍ په
لور وخوځوي. خو هغه ، دغه راز، پر غرب باندي انتقاد وکړ او وې ويل چي غرب يوه داسي ديموکراسي غواړي
چي د پاکستان د شرايطو سره سمون نه خوري.
مګر ايا بوتو او نواز شريف به د مشرف دې اعلان ته څه ځواب و
کړي؟ همدا اوس، د پاکستان اکثره خلک د مشرف څخه غواړي چي د سياست ميدان بيخي پرېږدي. بلخوا،
مشرف د ستري محکمې مستقل او مشهور ه قاضيان ليري کړي دي، د هغوى په باره کي به څه فيصله کېږي؟ همدغو قاضيانو
د مشرف بيا انتخابېدل رد کړي وو. ايا د مشرف ، مېرمن بوتو، او نواز شريف تر مينځ ديوه ايتلافي حکومت د
جوړېدو کوښښ د کاميابۍ چانس لري او کنه؟ درې واړه پخواني سياسي رقيبان دي، او هر يو څو څو ځله د يو
بل په مقابل کي درېدلى دى. دا هغه سوالونه دي چي وخت غواړي، او بايد څه انتظار وايستل سي.
بلخوا، ايا
واشنگټن به وکړاي سي چي خپل هغه پخوانى پلان چي د هغه پلان په اساس به پرويز مشرف جمهور
يس کېده او مېرمن بوتو صدراعظمه ، عملي کړاي سي او کنه؟ اوس، چي نواز شريف هم هلته سته، او د عربستان
ملاتړ هم ور سره دى، اوس به د واشنګټن په پلان څه کېږي؟
د کال ١٩٩٩ په کودتا کي، جنرال مشرف د حکومت د
پاکولو او تصفيه کولو لوړه کوله . خو د سپټمبر د حملو سره سم، جنرال مشرف د تروريزم او افراطيانو سره د جنګ اع
ان وکړ او ژمنه يې وکړه چي وطن به د مذهبي افراطيانو له شره خلاصوي. مګر اته کاله وروسته، خپله جنرال مشرف
يو ځل بيا د خپل حکومت پرخلاف کودتا کوي او وايي: د دولت مهم اروګانونه د خطر سره مخامخ دي او افراطيان د
پاکستان ژوند او برخليک تهديدوي. د جنرال مشرف د څرګندونو په اساس، پدې تېرو اتو کلونو کي وضع نوره هم خ
ابه سوې ده، افراطيانو پر مختګ کړى دى، او حکومت غېر موثره او بې کفايته دى. حال دا چي جنرال مشرف د همدې حکوم
ت مشر وو.
پاکستان د يو جدي سياسي بحران سره مخامخ دى. پاکستانيان او بين المللي ټو
نه د مشرف د ديکتاتورۍ دوام نه غواړي. د بلي خوا، اکثره سياسي څېرې هغه پخواني مشران دي چي يو يا دوه ځله
ازمويل سوي دي. مېرمن بوتو دوه واري صدراعظمه وه او نواز شريف همدا شان.
بل پلو،
پاکستان د نظامي کودتاګانو سره پوره اشنايي لري، خو د جنرال مشرف دا دوهمه کودتا ښايي د هغه د تباهۍ سبب
سي. ټول سياسي شواهد دا ښيي چي د مشرف ورځي په شمار دي. د جنرال مشرف د کال ١٩٩٩ کودتا په پاکستان
او واشنګټن کي پلويان درلودل. هله جنرال مشرف د نواز شريف فاسد ملکي حکومت را وپرځوى، او د هغه دا
عمل د پاکستانيانو او واشنګټن ملاتړ تر لاسه کړ. څه موده وروسته ، د سپټمبر د تروريستي حملو سره
سم، جنرال مشرف په افغانستان کي خپل پخواني ياران پرېښودل، او د جمهورريس بش د تروريزم پرخلاف د نړيوال ايتلاف
يو پوخ ملګرى سو.
د جنرال مشرف دغه فيصله ډېره پر وخت او د پاکستان لپاره ګټوره وه، د ترو
يزم پر ضد د مبارزې له برکته جنرال مشرف قريب لس بيلونه ډالره د بش ماما څخه واخېستې. په همدغو پيسو يې د
پوځ او افسرانو لپاره اسانتياوي برابري کړې، او هغوي هم په بدل کي د جنرال مشرف د حاکميت ساته..
همدې معاملې کار کاوه او پاکستان چلېدى. تقريبا، اته نيم کاله دجنرال مشرف لپاره طلايي کلونه
وو. امريکايي ډالر ور روان وو، مشرف د بش د ادارې په فکر د تروريزم پر خلاف د مبارزې د ميدان په
مقدم صف کي ولاړ وو، او د القاعده مشهور غړي به يې نيول او هغوى به يې امريکا ته تسليمول او په ضمن کي يې
ه همدې فرصت څخه د خپلو مخالفانو په ځپلو کي هم پوره استفاده کوله.
مګر ايا جمهورريس مشرف به د جن
ال مشرف غوندي بختور وي اوکنه؟ ددې پوښتني ځواب څه وخت غواړي.