مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-12-04   مخپرونکئ : هاري ( harri )

امريکا: طالبانو زور اخيستى دى (هاري)

د امريکا د دفاع  د وزارت مامورين وايي  په افغانستان کي دطالبانو او القاعده د زياتېدونکي فعاليت نښې نښانې ډېري سوي دي، او  داسي برېښي چي ال اعده بيا هڅه کوي چي افغانستان يو پلا بياد خپلو فعالتيونو پوخ  مرکز وګرځوي. 

د نيويارک ټايمز و ځپاڼه د ډسمبر پر ٤ ليکي:  د متحده ايالاتو د دفاع وزير، رابرټ ګېټس، د دوشنبې په ورځ  کابل ته  په داسي وخت کي ورسېد چي  په هيواد کي  مرګ ژوبله مخ پر زياتېدو ده.  ښاغلي ګېټس د افغاني او امريکايي چارواکو س ه د اضافه مرستو په باب خبري وکړې.    د  ښاغلي ګېټس د ډلي ځيني غړي وايي دا سفر پداسي حال کي کېږي چي په افغانستان کي د القاعده  فعالتيونو زور اخيستى دى.  دوى وايې دې انکشاف  اندېښمن کړي دي.

ښاغلي ګېټس کابل ته د رسېدو پر مهال  وويل:  هدف دا دى چي څرنګه  نظامي عمليات  او دبياودانولو   کا ونه  په  يوې داسي هر اړخېزي ستراتيژۍ کي  سره  منظم سي چي اقتصادي او سياسي  انکشاف هم پکې شامل وي.    هغه زياته کړه پدې تېرو دريو کلونو کي تشدد او مرګ ژوبله زياته سوېده.  د پنتګان مقامات وايي  د انتحاري حملو، د سړک د غاړي د بمونو او په عمومي توګه د تشدد زياتوالى پر دې دلالت کوي چي د مخالفانو سره بهرني قوتونه مالي مرستي کوي او هم د مخدره موادو د حرام تجارت څخه  گټه اخلي.  د پنتګان مامورين، دغه راز، د مرگ ژوبلي د ډېرېدو يو بل سبب په پاکستان کي د طالبانو د سېب ځايونه هم ګڼي. 

بلخوا، د وا نگټن پوست اخبار د ډسمبر پر ٤  کابل ته د ښاغلي ګېټس د سفر په باب ليکي:  د متحده ايالاتو  د دفاع د وزا ت ځيني لوړ رتبه مقامات  وايي  د افغانستان په جنوب کي د طالبانو د ځپلو لپاره  د قومي مليشاوو څخه  د کار اخېستلو يو نوى سياسي  ابتکار  تر غور لاندي دى.  دغو قومي  او محلي مليشاوو  ته به وسلې او پسې ورکړه سي.  د قومي مليشاوو د راجلبولو کار به په هلمند کي پيل سي، او هلته به انګرېزان دا ابتکار عملي کاندي.   پوځي مقامات وايي  دا ابتکار د امريکا هغو کوښښونه ته ورته دى چي همدا اوس په ع اق کي عملي کېږي.  هلته  په  زرهاوه قومي جنګيالي او پخواني ياغيان د مخالفانو د تباه کولو په غ ض   استعمالېږي.

واشنګټن پوست  ادامه ورکوي او ليکي: د ايتلافي قواو اندېښنه دا ده چي  د عرا ق په شان په افغانستان کي هم د ثبات او امنيت په ټينګولو کي پر مرکزي حکومت باندي تکيه سوې وه.  حال دا چي دا فيصله د قومي  جوړښت سره هډو له سره سمون نه خوري، او  بل دا چي   مرکزي حکومت د امنيت په ټينګولو کي هيڅ بريښ ندى کړى.

په همدې لړ کي، د عامه افکارو يوه نوې سروې چي د دوشنبې په ورځ خپره سوې وه، ښيي چي  افغانان په زياتېدونکې توګه د امريکايي او ناټو د قواو له وژونو او بې امانه بمباريو څخه سرټکوي.  پدې سروې کي يوازي ٤٢ فيصدو افغانانو د امريکايي عسکرو څخه خوشي څرګنده کړې ده.  حال داچي د کال ٢٠٠٥ په سروې کي  ٦٨ فيصدو د امريکايي عسکرو په باب مثبت نظر لاره.  داسروې  چي د هيواد په ٣٤ ولايتونو کي تر سره سوې ده، ٤٢ فيصده افغانان عقيده لري چي پدې تېر کال کي طالبانو زور اخيستى دي .  ددې ټولو نيمګړتياو سره سره، بيا هم  د سروې سويوکسانو ٧٠ فيصده  د امريکايي عسکرو په باب په عمومي توګه  ښه نظر لري، او غواړي چي خارجي واوي په افغانستان کي پاتي سي.

 

هاري - واشنګټن

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery