د افغانستان د بحران څارنه :
د اکانوميسټ
مجله (١٢-١٣-٢٠٠٧)
مترجم : هاري
د پکتيکا د ولايت د اتل د عملياتو څخه را وروسته، په ز
هاوو محلي خلکو په هغي جرګې کي ګدون کړي وو چي امريکايي قواو ترتيب کړې وه . ددې عملياتو مقصد پدې سيمه
کي د طالبانو د نوغي ايستل وو. درې مياشتي پخوا، ياغيانو په همدې سيمه کي دولتي ودانۍ او دفت
ونه سوځلي وه، مګر اوس يو ځل بيا ددې اولسوالۍ ودانۍ جوړي سوي دي.
د اتل عمليات چي د دريو اونيو په
ترڅ کي تر سره سول، حتى يو ټک هم پکي و نسو. دا ځکه چي طالبانو د جنګ ميدان پخوا لا پرېښى وو. مګر ددې
عملياتو د برى تخمين بايد د طالبانو په وژولو کي و نه څېړل سي، بلکي پدې کي وليدل سي چي څونه خلکو پدې
جرګه کي برخه اخيستې وه. امريکايانو د ٢٠٠ مېلمنو د ورتګ انتظار لاره، خو ١٥٠٠ کسان دې جرګې ته راغلي
وه. ددې جرګې هدف دا وو چي د مرکزي حکومت او ځايي خلکو تر مينځ اړيکي ټينګي سي، خو عجبه دا وه چي د کرزي
د حکومت پر ځاي ټول کارونه امريکايانو کول. هغوى د اولسوالۍ ودانۍ ترميمي کړې، قومي مشران يې په هي
کوپټرونو کي را وستل، يو نوى سړک يې جوړ کړ، او حتى د ښاغلي کرزي عکس هم امريکايي عسکرو ځوړند کړ.
يوه
قومي مشر شکايت کاوه چي د انکشافي پروژو ژمني ندي عملي سوي، او شاوخوا يې د امريکايي عسکرو او جنګي الوتکو له
شتون څخه هم سر ټکاوه. هغه ، دغه راز، د هغو وسلو د بېرته اخيستلو غوښتنه کوله چي د ده له قوم څخه اخيستل
سوي دي. مګر د پکتيکا د ولايت ٣٦ کلن والي، اکرم خپلواک، پر دې ټکي ټينګار کاوه چي ولي د خروټو قوم
اجازه ورکړه چي د اولسوالۍ ودانۍ وراني سي ، او حکومتي موټران و تښتول سي.
ښاغلي اکرم خپلواک زياته کړه:
پداسي حال کي چي د معلمانو ژوند د خطرسره مخامخ وي، دمکتب د جوړولو ګټه به څه وي؟ هغه وويل: د خروټو قوم
ته يو ميلون ډالر د مکتب او کلينک د جوړولو او د څښنګ د اوبو لپاره ورکړه سوي وې، خو د هيڅ شى څرک نه
ګي. هغه زياته کړه: تاسو ټوله غله ياست.
مګر د غرمې د ډوډۍ پر وخت اړيکي څه ښه سولې. قومي مش
انو ژمنه وکړه چي ديرش ځوانان به په پوليسو کي شامل کړي.
د اتل د عملياتو يو بل ځانګړى خصوصيت دا وو
چي پدې عملياتو کي تقريبا ٥٠٠٠ افغاني عسکرو برخه اخيسې وه، او يوازي ٤٠٠ امريکايي عسکرو يې ملاتړ کاوه.
افغاني پوځيانو کورونه تلاشي کول، او امريکايي عسکرو يې مازي څارنه کوله. د عملياتو په ترڅ کي، د امريکايي
عسکرو د بشري مرستو لارۍ پرله پسې را رواني وې. امريکايانو د ماجت لپاره ګويا او غالۍ را وړي وې. هغوي
پر خلکو باندي قرانونه، بړستني، او خوراکي مواد وېشل. دغه راز، امريکايي عسکرو سره ډاکټران او ويترن
ان هم راغلي وه. که څه هم، دا کارونه برى او کاميابي نه حتمي کوي، خو ښايي مرسته ورسره وکړي.
د پاکستان سره د پلو په اږدو کي، امريکايي عسکر مدام په جنګونو لګيا دي. سږ کال په ګرده افغانستان کي
جنګونه، انتحاري حملې، او د سړک د غاړي بمونه زيات سوي دي. که څه هم، د عراق په جنګونو کي زيات امريکايي
عسکر وژل کېږي، خو په افغانستان کي امريکايي بمباريو لا زور اخيستى دى.
يو غربي دپلومات وايي :
طالبان حملې کولاى سي، خو هغه مځکي او ځايونه نسي نيولاي چي همدا اوس د خارجي قواو تر ولکې لاندي دي.
مګر هغه اعتراف کوي چي ناکامي هم ممکنه ده.
د افغانستان په جنګ کي د دې تېرو شپږو کالو اشتباهاتو، د ام
ريکايي قومندانانو فکر او خيال بدل کړى دى. همدا اوس، دوى فکر کوي چي جنګ د حل لاره نده،ډگروال، مارتين
شوايتسر، چي د شپږو جنوبي ولايتونو قومندان دى، وايي: اصلي عمليات غير محاربوي هلي ځلي دي. هغه
زياتوي : زموږ تمرکز د سړکونو، کلينکونو، او مکتبونو پر جوړولو باندي دى، او تر ټولو مهمه دا ده چي څرنګه
حکومت پدې قانع کړو چي د خلکو اساسي غوښتنو ته پام وکړي.
ډګروال مارتين غواړي چي د پښتنوالي په
اساساتو باندي ځان خبر کړي. د هغه د دفتر تر څنګ يوه ډله انتروپالجسټان او سوسيالجسټان پکار لګيا دي،
او مدام هغه ته د افغاني ټولني د کرکټر او خصوصيتونو په ارتباط سلا مشوره ورکوي. هغه زياتوي : زه
نورو اضافه عسکرو ته اړتيا نه لرم، څه چي زه غواړم هغه دپلوماتان، د اوبو د لګولو انجينران، او اقتصادي مرستي
دي. تقريبا ٩٢ اولسوالۍ د ډگروال مارتين تر کنټرول لاندي دي. هغه وايي د يوه کال په اږدو کي
د ٥٤ اولسواليو خلکو طالبان رد او شړلي دي. د خوست په ولايت کي، د همدې بدلون نښي نښانې هر ځاي
محسوسېږي. امريکايي عسکرو د تېر کاله پوري د خوست ښار د ( راکټ د ښار) په نامه باله ځکه دلته
ډېري زياتي راکټي حملې کېدلې. مګر اوس دا حملې ډېري کمي سوي دي.
امريکايي عسکر د خوست په ښار کي د ام
نيت د ټينګېدو افتخار د هغه ځاي والي، ارسلا جمال، ته ور کوي. يو امريکايي قومندان چي د خوست د ښار مسوليت
ور په غاړه دى، وايي: دا پرمختګ د ښاغلي ارسلا جمال له برکته لاسته راغلى دى. موږ د هغه امر منو.
هغه زياتوي : د امريکايي مرستو له برکته ښاغلي ارسلا جمال پدې توانېدلى دى چي پرمختګ وکړي. اصلي خبره د
خلکو د اعتماد لاسته راوړل دي. بد او ناوړه خلک قانع کېږي نه، ښه او ارام خلک زموږ سره دي، مبارزه او
جنګ د هغو خلکو د زړونو د لاسته راوړلو لپاره دى چي بې طرفه دي.
د تېر کال راهيسي چي ښاغلي ارسلا
جمال د خوست والي سوى دى، طالبانو د هغه د قتل لپاره څلور ځله ناکامه کوښښونه کړي دي. هغوى د ښاغلي ارس
ا جمال څخه کرکه لري، خو په مقابل کي پر امريکايانو باندي د زړه له کومي ګران دى.
د امريکايي عسکرو ب
ياليتوبونو انګرېزان هک پک کړي دي. ځکه انګرېزانو فکر کاوه چي يوازي هغوى د ګوريلايي جنګونو د راايسارولو
استادان دي. مګر اوس داسي برېښي چي زامن ( امريکايان) تر خپلو پلرونو ( انګرېزانو) تر مخه سوي دي.
ب
خوا، د هلمند په ولايت کي همدا لړۍ جار ي ده. هلته موسى کلا بېرته د مرکزي حکومت د ولکې لاندي راغلې
ده. د کندهار په ولايت کي، کاناډايي عسکر د ځينو ستونزو سره مخامخ دي ځکه هغوى په کافي اندازه عسکر نه ل
ي چي نيول سوي ځايونه وساتي.
مګر په افغانستان کي اصلي ستونزه د طالبانو بيا را ژوندي کېدل او قوي کېدل
ندي، اصلي مشکل د افغانستان کمزورى حکومت دى. که څه هم، اقتصاد پرمختګ کړى دى، خو افغانستان د پخوا په شان
يو سپېره غريب ملک دى. که څه هم، شپږ ميلونه ماشومان مکتبونو ته ځي، خو دوه ميلونه نور اصلا د مکتب م
خ هم نه گوري.
د کرزي حکومت د يوې خوا غېر موثر دى، او د بلي خوا سخت فاسد او بيکاره دى. د حکومت
سمه نيمه بودجه خارجي چاندي او بسپني پوره کوي. يو غربي دپلومات وايي : په ګرده حکومت کي يوازي
٠٠ با کفايته مامورين کار کوي. په ولاياتو او اولسواليو کي، خبره لا خرابه ده. که څه هم، په و
اياتو کي واليان د حکومت استازي دي، خو بودجه په کابل کي د وزيرانو په لاس کي ده.
بل پلو، په
کابل کي سياسي انډول نور هم بې انډوله سوى دى. د کرزي حکومت اساسا د شمال د ايتلاف د هغو جنګسارانو پلاس
کي دى چي اکثره يې تاجيکان دي، او مازي يې خولۍ د کرزي غوندي د يو پښتون پر سر ور اېښې ده. نه
يوازي دا چي اکثره پښتانه اقوام د حکومت پر خلاف را پارېدلي دي، بلکي اوس د شمال ايتلاف، پخواني کمونستانو
او د پخواني پاچا پلويانو هم د حکومت پر ضد په يوې سياسي جبهې کي سره راغونډ سوي دي.
دا لا څرګنده
نده چي ولي ملګري ملتونه د ښه حکومت کولو لپاره هلي ځلي نکوي. بسپنه ورکونکي هيوادونه د يو بل سره همکار ي
او همږغي نلري. برتانيه خپلي مرستي د افغانستان حکومت ته ورکوي. بلخوا، امريکايان چي تر بل هر ملک
زياته چانده ورکوي خپل کومکونه د خصوصي امريکايي موسسو په ذريعه وېشي. امريکايان وايي د کرزي په حکومت
باور نلري ځکه د هغه حکومت رشوت او فساد په سر اخيستى دى.
د بياودانولو د کارونو مسوليت د ولايتي
بياروغوني د ټيمونو په غاړه دى چي د امريکايي پوځيانو په لاس کي دي. د برتانيې د اکسفام موسسه شکايت
کوي او وايي چي د بياودانولو په فعاليتونو کي د عسکرو مداخله د بشري کارونو او پوځي چارو تر منيځ توپير
پيکه کړى دى. د ولايتي بيا ودانولو د ټيمونو کارونه عموما د اوږدي مودې پر ځاي د لنډي مودې پر پروژو
باندي را څرخي . هلته داسي کيسې سته چي وايي امريکايي ټيمونو داسي مکتبونه جوړ کړي دي چي اصلا د مع
مانو څرک هم څوک نسي لګولاى، او داسي کلينکونه يې اباد کړي دي چي ډاکټران په دروبين کي هم نه پکې پيداکېږي.
مګر تر ټولو مهمه خبره دا ده چي د افغانستان لپاره لوى خطر خارجي نه بلکي داخلي دى. په بل عبارت،
د افغانستان ستر دښمن اداري فساد او مخدره مواد دي. پوليس ددې پر ځاي چي د خلکو ساتنه وکړي، خلک شکوي
او خپله غله او ډاکوګان دي. په هغو سيمو کي چي د مخدره موادو قاچاق کېږي، د پوليسو مقامونه په پيسو او
شوت رانيول کېږي.
د سکندر مقدني، انګرېزانو، او شورويانو په شان، امريکايان هم د هغه لرغوني تا
يخي واقعيت سره مخامخ سوي دي چي وايي: د افغانستان اشغالول اسان، مګر ساتل يې ګران دي. ايا ام
يکايان به و کړاى سي چي همدا تاريخي واقعيت غلط ثابت کړي؟ ښايي، مګر هغه هم پدې شريط چي دا ومني چي دا
جنګ ژر نه ګټل کېږي او دوى مجبوره دي چي د اوږدې مودې د پاته کېدو بندو بست وتړي.
بلخوا، غربي ملکونه يو م
هم امتياز لا لري، او هغه داچي اکثره افغانان بيا د طالبانو استبدادي، مذهبي او ناکامه حکومت نه غواړي. د
عامه افکارو وروستۍ سروې ښيي چي افغانان د عراقيانو پر خلاف د خارجي قواوو د شتون سره مخالفت نلري. مګر دوام
دارو بمباريو او د ملکي کسانو مرګ ژوبله د افغانانو حوصله تنګه کړې ده. دغه راز، د غربيانو ملاتړ هم
اساسي نقش لري. د برتانيې د صدراعظم، ګورډن براون، هغه څرګندونه درسته ده چي وايي د افغانستان جنګ بايد
افغاني شکل او رنګ واخلي. په بل عبارت، افغانان بايد د خپل امنيت چاري پخپله په غاړه واخلي، او خارجي
واوي به دهغوي مازي ملاتړ کوي، او هم به د اقتصادي انکشاف چاري څاري. ښاغلي بروان زياتوي چي کليوا
افغانان بايد راجلب سي، طالبان بايد تشويق سي چي خپلي وسلې پر مځکه کښېږدي، او د خلکو تر مينځ بايد هم
کاري زياته سي.
څرنګه چي غربي نړۍ د عسکرو د نشته والي سره مخامخه ده، د افغانستان د ژغورني يوازنۍ لاره
خپله افغاني عسکر دي. افغاني پوځ څه پرمختګ کړى دى، او بايدنور هم تقويه او پراخ سي. د افغانستان اردو
به کلونو کلونو د غربي قواو هوايي او لوژجستيکي مرستو ته اړتيا ولري. دا ښه خبره ده چي اسياف ته افغاني رنګ
او خوند ورکړه سي.
مګر تر ټولو مهه خبره دا ده چي د افغانستان حکومت اصلاح سي او څه بريښ وکړي. ښاغلي
کرزي شکايت کوي او وايي چي ٤٠ خارجي ملکونه ده ته ضد او نقض سلا مشورې ورکوي. ددې مشکل د رفع کولو لپاره د
يوه ټاکلي ناظم د مقررولو کار ډېر ځنډېدلى دى.