د افغانستان د ماموريت په اړه
اندېښنې زياتي سوي دي
ليکوالان: تام شنکر او سټيون لي مايرز
مترجم: هاري
نيوتارک ټايم
ز: ١٢-١٦-٢٠٠٧
امريکايي مقامات وايي په افغانستان کي د ناکامۍ تهديد د بش اداره او
دناټو اتحاد سخت اندښمن کړي دي. همدا اوس، د بش اداره او د ناټو استازي د افغانستان د ماموريت پر دريو برخو
باندي دقيق او هراړخېز تجديد نظر کوي. دا درې واړه فکټورونه : امنيت ، سياسي اصلاحات ، او اقتصادي انکشاف ت
کيلوي.
دا تجديد نظر پر هغو ترخو واقعيتونو راڅرخي چي څرنګه په افغانستان کي د طالبانو او ا
قاعده پر خلاف مجادله نوره هم منظمه او منسجمه سي، څرنګه د مخدره موادو د کښت او قاچاق مخه ونيول سي،او
بالاخره څرنګه د کابل د ادارې مشروعيت او کنټرول نورو سيمو ته وغزول سي.
د متحده ايالاتو عالي رتبه مام
ورين وايي پر دغو مسايلو باندي بحث او غور پر دې دلالت کوي چي په افغانستان کي يو ګټلى جنګ ښايي
په ماتي او رسوايي بدل سي.
د عراق د حالاتو د تجديد نظر پر خلاف چي يو کال پخوا وسو او په نتيجه کي د اضافه
امريکايي عسکرو د ور لېږولو سبب سو، د افغانستان اوسنى تجديد نظر رسما ندى اعلان سوى، او نه هم ددې تمه سته
چي افغانستان ته نور اضافه عسکر واستول سي، ځکه امريکا نور پالتو عسکر نلري.
د بش اداره هڅه کوي چي د
يوه داسي (ستر استازى ) مقام خلق کړي چي د افغانستان لپاره ټول موجوده کوښښونه منظم کاندي، او د ناټو د
اتحاد ملکونه دېته تشويق کي چي افغانستان ته نور عسکر واستوي. ددې تجدد نظر يو ګډونکونکى
وايي: موږ غواړو چي خپله ستراتيژي نوره هم منظمه کړو.
د افغانستان د اوضاع په ارتباط يو
تجديد نظر د امريکا په پوځ کي کېږي. د پوځ يو افسر وايي: موږ غواړو چي پدې پوه سو چي زموږ اوسنۍ ست
اتيژي په څه حالت کي ده. دغه راز، غواړو چي پدې پوه سو چي په کمه برخه کي بايد تمرکز وکو، او څ
نکه د ښه حکومت کولو او د اقتصادي انکشاف لاري چاري منظمي کو.
د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د
وزارت عالي رتبه مامورين وايي ددې وزارت د سياسي چارو مرستيال، نيکولاس برنس، هم دافغانستان د سياسي او
اقتصادي وضعي په ارتباط په يوه جلا او مستقل تجديد نظر بوخت دى. هغه غواړي چي د نظامي کوښښونو تر څ
نګ د دپلوماتيکي هلو ځلو جاج واخلي.
دريم تجديد نظر په افغانستان کي د ناټو د ستراتيژۍ په ارتباط
ده. ناټو تېر کال د افغانستان د امنيت مسوليت په غاړه واخيست، او همدا اوس امريکايي چارواکي انتقاد
کوي او وايي چي ناټو پخپلو وظايفو کي تر شا راغلې ده.
د سکاټلند د جمعې د ورځي په غونډه کي، د امريکا د دفاع
وزير، رابرټ ګېټس، پدې وتوانېدى چي د ناټو دهيوادونو څخه ددې وعده تر لاسه کړي چي په افغانستان کي خپل کا
ونه سره منسجم او منظم کاندي. پر ناټو باندي د ښاغلي گېټس د فشارونو يو هدف دا وو چي ناټو پدې قانع کړي چي د
افغانستان ستونزه يو گران او اوږد مشکل دى او بايد د کال ٢٠٠٨ ها خوا ته هم فکر وسي.
د ناتو تجديد نظر به د
راتلونکى کال په پسرلى کي اعلان سي، او د افغانستان په اړه
دوې نوري ارزيابۍ به د بل کال به سر کي ختمي
سي.
که څه هم، د بش د ادارې لوړو مقاماتو د افغانستان په ارتباط په عامه توګه خوشبيني څرگنده کړېده،
خو په خصوصي توگه د افغانستان د وضعي په اړه سخت اندېښمن دي.
که څه هم، سږکال د عراق په اخ اوډب کي څه کمښت
راغلى دى، خو په افغانستان کي جنګونو لا زور اخيستى دى. همدې واقعيت د متحده ايالاتو د ملي امنيت سلاکار،
سټيفن هډلي، دېته مجبوره کړ چي د افغانستان د بحران په اړه پر دې دريو روانو تجديد نظرونه باندي نظارت
وکړي.
د امريکا د اولسې جرګې يو ديموکرات غړي، ښاغلى سکلټن، وايي: زه اندېښمن يم ځکه زموږ ټوله
توجه د عراق لوري ته اوښتې ده،او موږ په افغانستان کي د خپلي کاميابۍ لپاره په کافي اندازه عسکر او پيسې
ندي لېږلي. بنا، موږ د افغانستان جنګ هېر کړى دى.
د بين المللي او ستراتيژيکي مطالعاتو د م
کز يوه ماهره وايي: د افغانستان ماموريت د ناکامۍ له خطر سره مخامخ دى. ځکه په اروپايي ملکونه کي ددغه م
اموريت لپاره ملاتړ مخ پر کمېدو دى، او د پراخېدو لپاره يې خو هيڅ حمايت نه لېدل کېږي. هغه زياتوي: د
افغانستان ماموريت د هر اړخېز غفلت سره مخامخ دى.