ايا د افغانستان بحران نظامي حل لري؟
پدې تېرو څو ورځي کي، د امريکا په مطبوعاتو کي د افغانستان د روان سياسي او نظامي بحران په باب پرله پسې م
الې او رپوټونه خپاره کېږي. د نيويارک ټايمز (١٢-١٦-٢٠٠٧) په ګڼه کي چي ترجمه يې د بېنوا په ويب ساېټ کي
خپره سوېده، راغلي دي چي د افغانستان دبحران په باره کي درې تجديد نظرونه په عين زمان کي روان دي. يو تجديد
نظر د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو په وزارت کي، بل د دفاع په وزارت کي، او دريم د ناټو لخوا کېږي. ددې د
يو واړو تجديد نظرونو اساسي ټکى دا دى چي په افغانستان کي وضع مخ پر خرابېدو ده. په بل عبارت، د طالبانو حم
لو زور اخيستى دى، د مخدره موادو قاچاق او کښت ګرده افغانستان په سر اخيستى دى، او د کرزي حکومت بې کفايته،
بېکاره او فاسد دى.
دغه راز، د کابل د حکومت سياسي انډول سخت بې انډوله سوى دى. مانا دا چي د کرزي
په حکومت کي د شمال د ايتلاف ونډه دونه ډېره سوې ده چي د افغانستان مطلق اکثريت يې ناراضه کړى دى. د پښتنو ټو
و سيمو د کرزي د حکومت پر خلاف وسله راخيستې ده. په مقابل کي، د کرزي حکومت او خارجي ملگرو يې د پښتنو په وژولو
او سپکاوي لاس پوري کړىدى. همدې شريري لړۍ، د کابل د نااهله حکومت او افغانانو تر مينځ فاصله نوره لا
زياته کړي. په بل عبارت، د کرزي حکومت د مشروعيت د بحران سره مخامخ دى.
برسېره پردې، د شمال د ايت
اف ډانګيان هم د کزري د حکومت څخه خوشحاله ندي. همدا اوس، دشمال د ايتلاف مشرانو، د فقيد پاچا لټ پ
ويانو، او پخواني بېکاره کمونستانو د کرزي پر ضد يو سياسي ايتلاف جوړ کړى دى.
بلخوا، ا
مريکايي قواوو د ډېري وارخطايۍ او بې نظمۍ له لاسه بې امانه او تباه کونکي بمبارۍ پيل کړي دي. هر ورځ، د
٢٠، ٣٠ او حتي وخت ناوخت ١٠٠ ياغيانو د وژولو خبر ور کوي. دا پداسي حال کي چي د کرزي د حکومت قريب اوه کاله پو
ه کېږي. په بل عبارت، ددې پر ځاي چي مخ پر وړاندى حرکت وکړي، د کرزي په ډېر شاتگ او منډو نژدې دى چي زاره
وچاودي. د پښتون فيلسوف او شاعر په قول: غلا له ته په ډاکه واوړېد، زړه يې وچاوده په منډو. ( غني)
اوس نو، سوال دا دى چي ايا د افغانستان بحران نظامي حل لري؟
قريب ٢٥٠٠ کاله پخوا، يوه چينايي
نظامي ستراتيژست، سن تسو، پخپل کلاسيک کتاب ( د جنګ هنر) کي ليکي: په عمومي توګه، بهترينه
جنګي پاليسي هغه ده چي يو ملک سالم او سلامت ونيول سي. په جنګ او تخريب د يوه هيواد اشغالول سم او اي
يال کار ندى. هغه ، دغه راز، ادامه ورکوي او ليکي: پر وژولو او تباه کارۍ باندي ټينګار مه کوئ د دښمن
د پوځ تسليمول او نيول د هغوى تر تباهۍ بهتره ده. د دښمن د يوه کنډک، يوه غونډ، او يوې فرقې نيول، د
هغوى تر محو کولو بهتره ده.
اوس نو، راځئ چي په افغانستان د بش د ادارې اوسنۍ تباه
کونکې پاليسي د سن تسو د هداياتو سره مقايسه کو. د لمړۍ ورځي څخه، د بش د ادارې پاليسي د
افغانانو پر تباه کولو او سپکاوي باندي را څرخېده، د افغانانو کلي او بانډې يې په نښه کړي دي، او په اکث
و مواردو کي يې د افغانانو د عزت او برم سپکاوى کړى دى. د افغانستان د اشغالولو سره سم، د بش ادارې د ام
يکا د دولت ګرده قدرت او اعتبار د هغو جنګسالارانو په خدمت کي کښېښود چي د افغانستان په تاريخ کي تر ټولو
بدنامه او نااهله ډله وه. د همدغو جناتيکارانو ناروا حکومت او د مسعود بې رحمۍ او شرارت په کال
١٩٩٦ کي د طالبانو کاميابۍ ته لاره اواره کړه.
بلخوا، په افغانستان کي خارجيان نسي کولاي چي په زور
او زياتي باندي حکومت وکړي. انګرېزانو په ١٩ پېړۍ کي دوه ځله دا کار وکړ، خو هره پلا يې ناکامي په برخه
سوه. شورويانو د ٢٠ پېړۍ په اخر کي همدا بد وکړل، په پاي کي يې ماته او شرم په برخه سوه. اوس، امريکا همدا
کار کوي، دوى به هم مات سي.
چينايي فيلسوف ادمه ورکوي او ليکي: (په سلو جنګونو کي سل سوبي کمال او هنر ند
. مګر کمال او هنر دا دى چي دښمن پرته له جنګ څخه تسليم کړى سي.) اوس نو، څرنګه به موږ د يوې داسي مع
ولي ستراتيژۍ توقع د بش د حکومت څخه ولرو چي يو سم ګتلى جنګ يې په شرمېدلي ماتي باندي بدل کړ؟ د بې
کفايتۍ درست تعريف همدا دى.. امريکايان د هغه لرغوني تاريخي واقعيت سره مخامخ دي چي وايي: د
افغانستان اشغالول اسان، مګر ساتل يې ګران دي.
لنډه داچي د افغانستان مشکل نظامي نه بلکي سياسي دى. د
بش حکومت له لمړۍ ورځي څخه په خطا کي وو. د بش حکومت د بن په کانفرانس کي د شارلتان زلمي خليل زاد په لاس د
افغانستان د نوي حکومت خـښته کږه کښېښوده، اوس همدا سياسي عمارت له سره کوږ او بې ثباته دى. ځکه ( کوږ بار تر مز
ه نه رسېږي.) بلخوا، د بش حکومت پر افغانستان باندي يو داسي بې کفايته حکومت تحميل کړ چي امنيت نسي ساتلاى،
ماليات نسي را ټولولاى، خلکو ته کارونه نسي خلقولاى، پر تشدد باندي خپل انحصار نسي ټينګولاى، او لنډه دا چي
ښاغلى کرزى د حکومت کولو د الف او بې سره هډو له سره اشنايي هم نلري.
تر ټولو بده داده چي د بش حکومت په
افغانستان کي قومي سياست په لاره اچولى دى. مانا داچي د اقليتونو يو لړ سياسي شارلاتانان يې د افغان ولس پر
اکثريت باندي حاکم کړي دي. دغه شيطاني سياست به هيڅکه کاميابه نسي. ځکه افغانستان د افغانانو ګډ کور دى
او هر لايق او باکفايته افغان ددې حق لري چي د خپل وطن په سياسي چارو کي پوره ونډه ولري.
په پاى کي، د
افغانستان حالات به تر هغه وخت پوري سم نسي، تر څو امريکا خپله پاليسي بدله نه کړي. دا ځکه چي د افغانانو
سياسي برخليک د واشنګټن د قدرت په سالونونو او دهلېزونو کي ټاکل کېږي. واشنګټن د کرزي حکومت راوستي او وا
نگټن يې بايد ليري کړي. افغانان يو داسي حکومت غواړي چي د هغوى عزت او کرامت خوندي کړي، امنيت ټينګ کړي، ا
تصاد ته وده ورکړي، کارونه خلق کړي، جنايتکاران او جنګسالاران محکمو ته راکش کړي، د مسعود د ډانګيانو لاس د
خلکو له ګريوانونو څخه ليري کړي.
لنډه داچي په ملک کي ثبات، امنيت، او ورورولي تينګه کړي. نه يو
داسي حکومت چي د خپل سيوري څخه بېرېږي، چپ لاس يې د راسته لاس په کارونو ندى خبر، پوليس ، مامورين او قاضيان يې
پرته له رشوت، لوټ او تالان څخه په بل هيڅ نه پوهېږي، او لنډه دا چي حکومت خپله غل او ډاکو دي. والسلام.
نوټ: زما ددې ليکني يوه لنډه برخه د واشنګټن پوست د اخبار (١٢-١٨-٢٠٠٧) د ويب سايټ په ويبلاګ کي
خپره سوېده، او اوس يې تاسو مکمل شکل لولئ.