دبگرام امريکايي محبس لا پسي پراخېږ
ي
امريکايي مامورين وايي پداسي حال کي چي د بش اداره د گوانتانامو د نظامي محبس د بندولو لاري چاري
لټوي، په عين حال کي په افغانستان کي د امريکا د يو ډېر سري محبس د تړولو کوښښ د سياسي،حقوقي، او ام
نيتي ستونزو له کبله د مشکلاتو سره مخامخ دى.
د نيويارک ټايمز اخبار د جنوري پر ٧ ليکي: په بگرام
کي د امريکا نظامي محبس چي د افغانستان د اشغال سره سم افتتاح سو، همدا اوس ٦٣٠ کسه پکښې بند کاټوي. حال
دا چي په گوانتانامو کي ٢٧٥ بنديان موجود دي.
امريکا پدې دريو تېرو کلونو کي قريب ٣٠ ميلونه ډالره د
يوه افغاني پوځي محبس په ترميم او پراخولو باندي پدې مقصد لگولي دي څو همدا بنديان ور انتقال
کړي. مګر يو کال کېږي چي همدا افغاني محبس افتتاح سوى دى، خو امريکايي مقامات وايي چي دا ځاي د پلان سوي شمېر
يوازي نيم ځايولاى سي. همدا وجه ده چي په بگرام کي به د امريکايانو محبس د کلونو کلونو لپاره فعاله
وي.
ورځپاڼه ادامه ورکوي او زياتوي: که څه هم،پدې دريو تېرو کلونو کي د بگرام زندان نور هم پراخ سوى د
، خو نه کانګرس او نه هم د بشر دحقوقو مدافع ډلو په هغه اندازه توجه ورته کړې ده لکه چي د گوانتانامو محبس
ته سوې ده. په نيويارک کي، د بشر د حقوقو وکيله، مېرمن تانيا فاسټر، چي د بګرام د بنديانو لخوا يې پر حکومت
عريضه کړېده، وايي: د بگرام ستونزه نده فيصله سوې، خو حکومت پدې توانېدلى دى چي دا خبره پټه او مخفي وساتي.
د بگرام د بنديان د شمېر زياتوالى په افغانستان کي د جنګونو د ډېروالى له کبله دى. په کال ٢٠٠٤ کي،
دلته فقط سل تنه بنديان وه او په کال ٢٠٠٧ کي د بنديانو شمېر ٥٠٠ ته ورسېد. امريکايي مقامات وايي يوازي
٠ تنه خارجيان دي او باقي ټول افغانان دي چي په وروستيو جنگونو کي توقيف سوي دي. څرنگه چي د کال ٢٠٠٤ راپدې
خوا گوانتانامو ته نور بنديان نه استول کېږي، نو بنا نوى بنديان د بګرام جيل ته وړل کېږي.
که
څه هم، د بګرام محبس پراخ او ترميم سوى دى، خو اوس هم دا ځاي شډل پاته دى او اکثره بنديان د اوسپني په قفسونو کي
ساتل کېږي. هغو پوځيانو چي گوانتانامو او بګرام دواړه لېدلي دي، هغوى د بګرام محبس ډېر شډل او سخت بولي.
د بګرام بنديان لږ ه ازادي لري، مدافع وکيلانو ته هيڅ ډول لاس رسى نلري، او هم د خپل بند پر خلاف د دعوا د ا
امې چانس نلري. ځيني بنديان څه د پاسه پنځه کاله کېږي چي پرته له محاکمې او اتهام څخه بند کاټوي. په
کال ٢٠٠٢ کي، دوه افغاني بنديان د امريکايي عسکر تر وهلو او ټکولو لاندي په حق ورسېدل. په بګرام کي، تحقي
ات سخت او له کړاونو سره مله دي. د پنتگان د کال ٢٠٠٦ يو سند وايي چي په بګرام کي بنديان عموما څور
س مياشتي بند کاټوي.
تبصره:
حقيقت دا دى چي په افغانستان کي تل د بنديانو سره غير انساني سلوک
کېده. په بل عبارت، د بنديانو مدني او انساني حقوقو ته هيڅ توجه نه کېدله. د افغانستان محبسونه د بنديان
د اصلاح کولو لپاره نوه، بلکي بنديان هلته د ځپلو او سپکاوي په مقصد ساتل کېدل. دا مشکل يوازي د
افغانستان د زندانونو نه بلکي په ګرده دريمه نړۍ کي همدا وضعه جاري ده. هلته محبس ددې لپاره ندى
چي مجرمان پکې اصلاح او ښه سي، هغوى ته د نېکۍ او خېر روزنه ورکړه سي، بلکي د دريمي نړۍ مح
بسونه د شکنجې، کړاونو، او عذاب مرکزونه دي.
مګر د بګرام د محبس ځانګړى خصوصيت پدې کي دى چي هلته
افغان بنديان د امريکايي عسکرو تر ضربې لاندي دي. هلته يوه خارجي قوه افغانان بندي کوي، ټکوي، او سپکاوى يې
کوي. دا پداسي حال کي چي بګرام له کابل څخه فقط ٤٠ ميله ليري پروت دى، او د افغانستان فاسد او بې کفايته ح
کومت رډ رډ ورته ګوري، او د امريکايي عسکرو له ډاره سوڼ نسي وهلاى. بلخوا، په بگرام کي اکثره بنديان عادي
غله او بده کاره خلک ندي، بلکي هغوى يا د جنگ په ميدان کي نيول سوي دي، او يا امريکايي عسکرو په زور او ظلم له
خپلو کورونو او کليو څخه برمته کړي دي. د هغوى لوى جرم دا دى چي په افغانستان کي د امريکايي عسکرو له شتون
سره موافق ندي. يا د قومي بديو او اختلافاتو په اساس د بېباکه او مغرورو امريکايي عسکرو په منگولو کي را
ايسار سوي دي.
حقيقت دادى چي د يوه فاسد، بې کفايته ، او نامشروع حکومت سره مخالفت يوه ايماني او
وجداني وظيفه ده. د ازادۍ او ديموکراسۍ مفکوره دا ايجابوي چي د يوه شډل حکومت په مقابل کي بايد مقاومت
وسي. د ازادۍ لپاره مبارزه يو مقدس او پاک عمل دى. اوس نو، د کرزي حکومت چي اصلا د حکومت اطلاق
باندي نسي کېداى، له هره لحاظه يو بې کفايته او نامشروع حکومت دى. د کرزي اداره يوازي پدې خاطر په کابل
کي حاکميت لري چي خارجي قواوي يې ملاتړ کوي. کنې نو د کرزي حکومت پخپل زور او قوت يوه ورځ هم پر افغانستان باندي
حکومت نسي کولاى. د يوه داسي حکومت سره د مخالفت په جرم بندي کېدل ظلم، وحشت، او بربريت دى. والس
ام.
هاري - واشنگټن