پاکستان قومي نفاق او جنگ تهديدوي
د
مېرمن بوټو د ترور الزام او په پاکستان کي د قومي تاوتريخوالي زياتوالي د پاکستان فدرالي
نظام او د ملک شتون د خطر سره مخامخ کړى دى. په پاکستان کي،د مېرمن بوټو د قتل په باب مختلفي مفکو
ې را مينځته سوي دي، او همدې تورونو د پاکستان لړزانه قومي جوړښت تر سوال لاندي کړى دى.
د کرسچين ساينس م
انتور ورځپاڼه د جنوري پر لسمه ليکي: د مېرمن بوټو د ترور په باب راولاړ سويو سوالونو د پاکستان قومي تاوت
يخوالى لا زيات کړى دى.
د امريکا د تفتس د پوهنتون د جنوبي اسيا د تاريخ پروفسوره، عايشه جلال،
وايي: په پاکستان کي د انتخاباتو وخت دى، او دا رنګه مسايل حتما سياسي شکل او رنگ اخلي. د
پاکستان د فدرالي نظام ستونزه يو پخوانى مزمن سياسى مشکل دى. د بوټو ترور دا ستونزه نوره هم پ
اخه او تاوجنه کړه.
د پاکستان گرده سياسي احزاب سيمه ايز او قومي رنګ او خوند لري. يوازي د
پيپلز پارټۍ څه ملي ملاتړ لاره. که څه هم، د پيپلز پارتۍ اکثره پلويان سنديان دي، خو ددې ګوند اولسي او
پاپوليسټ سياسي پلټفورم يو داسي ملي رنگ ورکړى وو چي د پاکستان بل حزب يې نلري.
همدا اوس، د پيپلز
پارتۍ مشر اصف زرداري او زوى يې د مېرمن بوټو د ترور ملامتي د مشرف پر حکومت اچوي. بلخوا، د هغې قت
داسي قومي شخړي او تاوتريخوالى را مينځته کړى دى چي زياتره پاکستانيان يې اندېښمن کړي دي.
همدا
اوس، اکثرو گوندونو قومي سياسي لوبه را اخيستې ده. ځيني سياسي مبصرين وايي د مشرف حاکم گوند قومي سياست ته
لمن وهي.
مشهور پاکستانى ژورناليسټ،انصار عباسي، وايي: د خواشينۍ ځاى دا دى چي د مشرف پلويان
تر بل هر چا قومي اور ته لمن وهي. همدا سياست پاکستان سره وېشي او دا ډېره خطرناکه لوبه ده. ځيني
سياسي مبصرين وايي چي د مشرف پلويان د انتخاباتو تر مخه د پاکستاني ټولني په وېشلو کي خپله گټه ويني. يو
وېشلى اولس د مشرف د حاکميت د ټينګېدو لپاره گټوردى، ځکه هيڅ حزب به په پارلمان کي اکثريت تر لاسه نکړي،نو
بنا يو گوند به هم ددې توان ونلري چي په يوازي سر مشرف ته چلنچ ورکړي.
پروفسوره عايشه جلال وايي:
خړه د پنجاب پر سر ده. د مېرمن بوټو ترور په پنجاب کي هم د هغې د گوند لپاره خواخوږي او پلوي ډېره کړې ده، هم
دې مسلې د مشرف حاکم ګوند وارخطا کړى دى. د قومي تاوتريخوالي د ډېرېدو يو علت دا دى چي په پنجاب کي د پيپلز
پارټۍ د کاميابۍ مخه ونيول سي، ځکه پنجاب د پاکستان زړه دى او که څوک پاکستان ګټي بايد پنجاب خپل کړي.
د م
شرف پلويانو سنديان لدې کبله په نښه کړي دي چي ويل کېږي د مېرمن بوټو تر قتل وروسته سنديانو د پنجابيانو کا
وبارونه ته زيان ور اړولى وو. ښاغلى مشرف د بوټو د ترور پړه پر پښتنو اچوي. هغه پخپله تيلويزيوني وينا
کي ټينگار کاوه چي د مېرمن بوټو قاتل بيت الله مسعود دى. ښاغلي بيت الله مسعود دا الزام رد کړى دى، او
وايي چي پښتني کلتور او دود د ښځو وژلو ته اجازه نه ور کوي.
د پښتنو يو بل سياسي مشر اونشنلسټ، اسفنديار
ولي خان، وايي: دا ډول بې اساسه تورونه د فدرالي ايالاتونو تر منيځ کرکه او بدګوماني لا زياتوي.
په همدې لړکي، د واشنگټن پوست اخبار د جنوري پر ٧ ليکي: د کراچي دښار اوسېدونکى، خالد شيما، وايي:
مېرمن بوټو د افراطيانو سره د مخالفت او يا هم د ديموکراسۍ د ټينګولو په خاطر نده ترور سوې، بلکي هغه ځکه ت
ور سوه چي هغه يوه سندۍ وه.
مېرمن بوټو د پنجاب د اقتدار په زړه کي قتل سوه، او همدې مسلې د
پنجاپيانو پر خلاف د نورو اقليتونو مخالفت نور هم زيات کړى دى. د پاکستان په څلورو ايالتونو کي، مختلف ا
وام ژوند کوي. د قومي هويت موضوع د پاکستان لپاره تل مشکلات خلق کړى دي او دامسله د پاکستان شتون او
يووالى تهديدوي. د يوې خوا، په بلوچستان کي ښکاره بغاوت روان دى، او د بلي خوا په صوبې سرحد کي د حکومت
پرخلاف خونړۍ جګړه روانه ده.
د پنجاب په يوه مهم ښار راولپنډۍ کي د مېرمن بوټو قتل سنديان هم را پارولي
دي. د مېرمن بوټو د ښخولو پر مهال د پاکستان د بېرغ څرک هم نه لګېده، او سنديانو شعارونه ورکول: موږ
نور پاکستان نه غواړو. سنديانو د درې ورځنۍ بلوا په ترڅ کي د پنجابيانو کاروبارونه په نښه کړي وه.
هم
دا اوس، ځيني سنديان وايي که چيري په انتخاباتوکي سنديانو ته پوره ونډه ور نکړه سي، هغوى به د پاکستان د پوځ
پر خلاف مسلحانه مبارزه پيل کړي. د پاکستان پوځ اساسا يو پنجابۍ اردو ده.
د بشر دحقوقو مدافع مېرمن اسم
ا جهانګير وايي: زه هغه وخت د اوسني قومي تاوتريخوالي په خطر پوه سوم چي ما د بوټو په جنازه کي برخه
واخيسته. هلته سنديانو پوځيانو ته نارې وهلې: د سند څخه ووځئ! موږ نه غواړو چي ستاسي سره واوسو!
مېرمن جهانگير زياتوي: شرايط ډېر زيات خطرناکه دي. سنديان سخت په غوسه دي. که چيري د مشرف حکومت
پاته سي، د پاکستان حالات به نور هم پسي خراب سي. زه هيڅکه د پاکستان د مستقبل په باب په دغه اندازه بدبينه
نوم.
د صوبې سرحد يو مشر او پوخ نشنلسټ، افضل خان لالا، وايي: په پاکستان کي هيڅ وخت د ايالاتونو
تر مينځ منابع عادلانه ندي وېشل سوي. همدې مسلې د قومو تر مينځ قهر او غوسه را پارولې ده. پرته له يوې
جدي خودمختارۍ څخه به د ايالتونو تر مينځ تاوتريخوالى دونه زيات سي چي د پاکستان شتون او اتحاد
به له خطر سره مخامخ کړي.
هاري - نيويارک