د افغانستان پر له پسې جنگونه
پدې اونۍ کي، د متحده ايالاتو په مطبوعاتو کي د افغانستان او پاکستان د روانو بحرانونو په باب يو لړ رپوټونه او مقالې خپرې سوي دي. د ټولو رپوټونو اساسي ټکى دا دى چي په سيمه کي وضع نور هم خرابه سوې ده او د افغانستان او پاکستان حکومتونه د ياغيانو او مخالفانو په را ايسارولو کي تر شا راغلى دي. دلته به فقط د دوو مهمو رپوټونو او مقالو اجمال وړاندى سي. البته دلته او هلته به يوه نيمه تبصره هم ورسره ملګرې وي.
د واشنگټن پوسټ اخبار د جنوري د مياشتي د ١٧ په سرمقاله کي ليکي: اوس نو دا خبره بيخي روښانه سوه چي په افغانستان کي بايد جنګ امريکايي عسکر وگټي نه د ناټو پوځيان. د بش د ادارې دا فيصله چي افغانستان ته به ٣٢٠٠ نور اضافه امريکايي عسکر ور ولېږي، دا سوال را پورته کوي چي ايا په هغه هيواد کي د ناټو هلي ځلي د ناکامۍ سره مخامخ سوي دي که څه؟
که څه هم، په افغانستان کي د ٥٣٠٠٠ بهرني عسکرو تر سم نيم زيات امريکايي عسکر جوړوي، خو بيا هم د نورو اضافه امريکايي عسکرو لېږلو ته ضرورت احساسېږي. اساسي ټکى دا دى چي د ناټو هيڅ غړى هيواد افغانستان ته د نورو عسکرو استولو ته زړه نه ښه کوي. امريکايي عسکر به د افغانستان هغو جنوبي سيمو ته ولاړ سي چي طالبانو پکي پرمختگونه کړي دي.
بل ټکى دا دى چي د دفاع وزير او د پنتګان نورو عالي رتبه مامورين دې نتيجې ته رسېدلي دي چي برتانوي، کاناډايي او هالنډي عسکر چي همدا اوس په جنوب کي عمليات کوي تر ډېر حده غير موثر دي. د دفاع وزير، ښاغلي گېټس، ويلي دي چي اکثره اروپايي عسکر د ښورښيانو د تباه کولو لپاره پوره روزل سوي ندي. پنتگان، دغه راز، وايي اروپايي عسکر له تلفاتو څخه ډارېږي، د ګزمې پر مهال يې زړونه او پايڅې رېږدي، او عموما پر توپونو او بمباريو باندي تکيه کوي. امريکايي قومندانان شکايت کوي او وايي چي برتانوي عسکر له طالبانو څخه د بېرته نيول سويو سيمو په ساتلو او کنټرول کي تر شا راغلي دي، او په عين زمان کي يې يوه استعماري پاليسي غوره کړې ده. مانا دا چي ددې پر ځاي چي د افغانستان د ملي اردو سره گډ کار وکړي، د محلي مليشاوو د مشرانو سره يې انډيوالي او همکاري پيل کړې ده.
د افغانستان لويه بدمرغي داده چي په هيڅ کار کي يې اتفاق او اتحاد نه لېدل کېږي. د يوې خوا، د بين المللي قوې په ستراتېژۍ کي اختلافات را پورته سوي دي، او د بلي خوا د کرزي حکومت هم د اضدادو مجموعه ده. په بل عبارت، د عصري حکومت پر هيڅ معيار باندي برابر ندى. همدا سبب دى چي په افغانستان کي هيڅکوک مسوليت نه مني. امريکايان ددغه وراني وضعي ملامتي پر ناټو باندي اچوي، په مقابل کي ناټو ددغي شرمېدلي ماتي پړه پر امريکايي عسکرو باندي اچوي، او عجيبه لا دا ده چي د کرزي لټ او شډل حکومت بيا د حاضر مصيبت ملامتي پر امريکايانو باندي تپي.
په بل عبارت، هر څوک ځان سپينه ملايکه معرفي کوي، او په خصوصي مجلسونو کي د خپل يار او ملګري پلې پرې کوي. د افغانستان لوى مشکل دا دى چي هلته د مسوليت او صلاحيت واحده منبع او مرکز ورک دى. کرزى لکه د صنف لټ او ټمبل شاګرد نه په ځان او نه هم په جهان خبر دى؛ نه د سبا او نه هم د بيګا پروا لري. ډوډۍ يې غوړه او ګرمه، ځاي يې تود، سفرونه او مېلمستياوي يې پېرمانه، او ارگ او د مهمو مامورينو کورونه او قصرونه لکه د مينځنۍ پېړيو جنګي کلاوي امني او مصوني دي. مگر ددغي بې غورۍ او لټۍ اصلي قربانيان خوار او غريب افغانان دي. ژمى سخت ، خوراکه مواد ګران، بې امنيتي په پېخر، انفلېشن نخرې کوه، بې کار ۍ د خلکو بيخ وايست، او حکومت هم ماشا الله غافل، لټ، او بې پروا.
راځئ چي بېرته د واشنگټن پوسټ سر مقاله تعقيب کړو چي نور لا څه وايي. ورځپاڼه اضافه کوي: د اروپايي ملکونو دپلوماتان د واشنگټن تورونه بابېزه گڼي. هغوي وايي چي گردو اروپايي ملکونو په افغانستان کي خپل عسکر زيات کړي دي. د ناټو عسکر هغو سيمو ته ننوځي چي امريکايي عسکرو طالبانو ته ور خوشي کړي وو. برتانوي مامورين وايي په هلمند کي هغه کاميابه پاليسي تعقيبوي چي امريکايانو په عراق کي د سنيانو سره عملي کړې ده.
ورځپاڼه وايي: دا ښه خبره ده چي د پسرلي د را رسېدو تر مخه امريکايي عسکر په هلمند کي ځاي پر ځاي سي. ځکه په افغانستان کي د ياغيانو ماتول په جنګونو کي د امريکايي عسکرو فعاله ونډه اخيستل ايجابوي . بل دا چي د ياغيانو د ماتولو لپاره بايد يوه واحده ستراتيژي غوره سي.
د واشنگټن پوسټ د سرمقالې يوه کمزوري داده چي دکرزي په حکومت کي د هر اړخېزو اصلاحاتو د کولو ږغ نه کوي. حقيقت دا دى چي پرته له يوه عمومي او جامع سياسي اصلاحاتو څخه دا نقشه کاميابي نلري. د افغانستان مشکل نظامي نه بلکي سياسي دى. مانا دا چي سياسي اصلاحات بايد د نظامي عملياتو مخکښ وي. ځکه که چيري سياسي اصلاحاتو ته پام ونه سي لکه څنگه چي پدې تېرو شپږو کلونو کي ورته ندي سوي، په افغانستان کي د ثبات، سولي او ديموکراسۍ د ټينګولو خبره يو خوب او يو غولونکى خيال دى.
واقعيت دا دى چي اوبه له سره خړي دي. ښاغلى کرزى پدې حساسو شرايطو کي د مشرتابه اهليت او ظرفيت نلري. په بل عبارت، پر کرزي يې دونه دروند بار ايښى دى چي هغه غريب يې د وړلو توان نلرى. مانا داچي په موږک يې د فيل کوټ اغوستى دى. په عين زمان کي، پرته له يو څو شريفو خلکو څخه د کرزي اکثره سياسي ملګري غله، ډاکو او بدنامه جنګسالاران دي. شوروي همدا اشتباه د شلمي پېړۍ په اواخرو کي وکړه. شوروي د يوه بيکاره او کوره کمونستي ډلي د تقويې لپاره څه دپاسه يو لک عسکر افغانستان ته واستول، مگر څرنګه چي کمونستانو د حکومت کولو اهليت او ظرفيت نه لاره ، او هم يې حکومت له سره نامشروع وو، دشوروي د عسکرو د لېږلو تر ګټي تاوان ډېر سو. ځکه هر څونه ډېر شوروي عسکر چي افغانستان ته ور تلل، په هغه اندازه مقاومت هم ورسره ډېرېده. هيله ده چي دا ځل بيا هغه پخوانۍ ترخه تجربه تکرار نه سي.
بل پلو، د نيويارک ټايمز اخبار د جنوري پر ١٩ ليکي: د امريکا د استخباراتو مرکزي اداره وايي چي د مېرمن بېنظير بوټو ترور د بيت الله مسعود کار دى. د سې اې ې مامورين وايي: شواهد او اسناد دا ښيي چي د مېرمن بوټو په قتل کي د بيت الله مسعود د تروريستي شبکې لاس وو. مګر هغوى پدې باب د تفصيل ورکول څخه ډډه کوي.
خو د مېرمن بوټو ځيني پلويان د سې اې ې ددغه نتيجې سره موافق ندي. پروفسور حسين حقاني وايي: داسي برېښي چي سي اې ې غواړي چي په پاکستان کي د خپلو انډيوالانو سره مرسته وکړي. هغه زياته کړه چي بايد د مسلې تحقيق ملګرو ملتونو ته وسپارل سي.
د ښاغلي بيت الله مسعود وياند د پاکستان د حکومت او سې اې ې دغه تور رد کړى دى، او دهغې د مرگ پړه يې پر ښاغلي مشرف باندي اچولې ده.
بلخوا، د نيويارک ټايمز اخبار د جنوري پر ١٥ د پاکستاني مامورينو له قوله ليکي: پاکستان پر هغو افراطي ډلو باندي خپل کنټرول له لاسه ورکړى دى چي د ١٩٨٠ د کلونو راهيسي يې ور سره مرسته کوله، او اوس پاکستان د همدې پاليسۍ د مرگانيو نتايجو سره مخامخ دى. د هغه وخت راهيسي چي د پاکستان پوځ د افراطي ډلو د ځپلو لپاره اقدام کړى دى، افراطيانو هم په مقابل کي خپل پخوانى بادار په نښه کړى دى.
د پاکستان د اې ايس اې يو پخوانى مامور وايي: موږ نور نسوکولاى چي دغه ډلي کنټرولي کړو. موږ هغوى ته عقيدتي او نظامي روزنه ورکړه. هغوى ته مو وويل چي تاسو به سيده جنت ته ولاړ سئ. اوس موږ نسوکولاى چي هغوى پدې قانع کړو چي جنت ته مه ځئ.
ورځپاڼه زياتوي: د ١٩٩٠ په کلونو کي اې ايس اې د کشمير د جنگ لپاره افراطي ډلي وروزلې، او د ١٩٨٠ په کلونو يې په افغانستان کي د اخواني او مذهبي ډلو ملاتړ کاوه. د پاکستان سره پدې معامله کي امريکا هم پوره ونډه درلوده. امريکا هم په افغانستان کي د مذهبي ډلو سره په بيلونونو ډالره مرسته وکړه. د امريکا همدې پاليسي اې ايس اې نور هم غښتلى او پياوړى کړ.
مګر د ٢٠٠١ د سپټمبر د تروريستي حملو سره سم، د امريکا قهر او غضب د مذهبي ډلو خوا ته متوجه سو. مشر ف هم د امريکا د پيسو په خاطر خپله وفاداري دامريکا سره اعلان کړه. مگر امريکايي مامورين وايي چي مشرف دوه مخې پاليسى غوره کړې ده. دوى وايي که څه هم مشرف په پاکستان کي د خارجي جنگياليو او القاعده د غړو په نيول لاس پوري کړ، خو د کشميري افراطيانو او د طالبانو سره يې خپلي مرستي بندي نه کړې. په بل عبارت، هغوى يې د احتياط د عسکرو په ډول وساتل.
هاري - واشنگټن