مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-01-27   مخپرونکئ : هاري ( harri )

خليلزاد غواړي چي دکرزي مقام تر لاسه کړي (هاري)

خليلزاد غواړي چي د کرزي مقام تر لاسه کړي

ليکوالان:  جان بېري او مايکل هېرش
مترجم:  هاري
 نيوز ويک جنوري،٢٦، ٢٠٠٨

وو نه وو يو وخت وو چي کرزى او مشرف د تروريزم پرخلاف د مبارزې  د ميدان پهلوانان او د امريکا پاخه ملګري گڼل کېدل.  مګر اوس چي  په افغانستان او پاکستان کي گډوډي او نارشي حاکمه ده، د متحده ايالاتو، برتانيې او کرزي تر مينځ تاوتريخوالى او تشنج مخ پر زياتېدو دى.

يو امريکايي عالي رتبه مامور چي تر ټولو نورو خ کو زيات اندېښمن دى هغه زلمى خليلزاد ى چي همدا اوس په ملګرو ملتونو کي د متحده ايالاتو سفير دى.  د ام يکايي او د ملګرو ملتونو د مامورينو په قول ښاغلى خليلزاد غواړي چي په کال ٢٠٠٩ کي د افغانستان د جمهوري ياست په انتخاباتو کي برخه واخلي.  مانا دا چي جدي پدې فکر کي دى چي دافغانستان جمهورريس سي.

تېره جم عه، کرزي دبرتانوى دپلومات، پدي اشډوان، د افغانستان لپاره د خاص استازي دنومول سره خپل مخالفت اعلان کړ.  په سويس کي، د ځينو دپلوماتانو په وينا ښاغلي کرزي د ملګروملتونو عمومي منشي، بان کي مون، ته ويلي دي چي هغه او د افغانستان د پارلمان ځيني غړي د ښاغلي پدي اشډوان له مقررۍ سره موافق ندى. د ښاغلي اشډوان رسمي وظيفه به د افغانستان لپاره د بين المللي مرستو منظمول واى.  مگر امريکايي او برتانوي مقاماتو، دغه راز،  غوښتل چي ښاغلي اشډوان  د ويسراى حيثيت او مقام هم  در لودى واى، او هڅه به يې دا واى چي د افغانستان په نامنظم او بې ادارې حکومت کي  يې څه نظم او دسپيلن را وستى واى. 

مگر د ښاغلي کرزي مخالفت هغه وخت لا زور واخيست چي پدې پوه سو چي ښاغلي شډوان غواړي د خپل مقام او صلاحيت څخه پوره استفاده وکړي.  په افغانستان کي، د امريکا پخوانى سفير، جيم ډابينز،وايي: " کرزى تر فشار او انتقادونو لاندي دى، او هغه ښايي فکر کړى وي چي  ورو ورو بې اهميته کېږي."

متحده ايالات او برتانيه په زياتېدونکې توگه د کرزي له مشرۍ  څخه سرټکوي، ځکه امريکايي او برتانوى مقامات فکر کوي چي ښاغلى کرزى په کابل کي تجريد او منزوي دى، او شاوخوا فاسد او بې کفايته وزيران باندي را ګرځېدلي دي.  بلخوا، په پاکستان کي هم وضع خرابه ده. هلته هم افراطيان ورځ په ور ځ گستاخه کېږي، او د مشرف د ليري کولو غوښتنو زور اخيستى دى.  د کرزي په شان، ښاغلي مشرف هم په عام محضر کي د غرب له مداخلې څخه س ټکوي.

کله چي خليلزاد په کابل کي د امريکا سفير وو،  ځيني برياليتوبونه يې تر لاسه کړي وه.  خليلزاد د کرزي حکومت ور جوړ کړ او هم يې د امريکايي جنرال، ډېويډ بارنو، سره د افغانستان په ارامولو کي مرسته کړې وه.  د نيوز ويک سره د کال ٢٠٠٥ په يوې مرکې کي، ښاغلي خليلزاد ويلي وو چي يو شى چي يې  په افغانستان کي زده کړى دى، هغه دا چي افغانان نه غواړي چي خارجيان حکومت باندي وکړي. 

خليلزاد رسما د افغانستان د جمهوري رياست لپاره د ځان د کانديدېدو خبره نده رده کړې.  د هغه وياندي نيوز ويک ته وويل: " خلي زاد به تر هغه وخت پوري په ملګرو ملتونو کي خپلي وظيفې ته ادامه ورکړي، ترڅو يې  ښاغلى بش  لازه وگڼي.  وروسته بيا، خليلزاد هيلمن دى چي دلته په امريکا کي په خصوصي سکتور کي د ځان لپاره يو کار پيدا کړي."  مگر د بش د ادارې يو عالي رتبه مامور چي نه غواړي نوم يې ياد سي، وايي: خليلزاد نيت لري چي د افغانستان د جمهوري رياست په انتخاباتو کي برخه واخلي.  د افغانستان د چارو ماهر، کينت کتزمن، وايي: "خليلزاد به يوازي هغه وخت د افغانستان د جمهور رياست په انتخاباتو کي برخه واخلي که چيري کرزى  و نه غواړي چي په انتخاباتو کي گډون وکړي.   مګر ښاغلي کرزي د نيوز ويک سره  ددې اونۍ  په مرکه کي په انتخاباتو کي د برخي اخيستولو لپاره خپله اراده څرگنده کړې وه.

هاري - واشنگټن


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery