ايا امريکا په افغانستان
کي ناکامه کېږي؟
د متحده ايالاتو د سنا د بهرنيو چارو د کمېټې په استعماعيه غونډه کي جنجال دا وو
چي د بش د ادارې استازو ټينګار کاوه چي په افغانستان کي وضع بهتره ده، مگر ددې کمېټې ديموکرات او جم
هوري غوښتونکو سناتورانو په ارقامو او امارو ښودل چي وضع خرابه ده. د کمېټې جمهوري غوښتونکى سناتور،
يچارډ لوګارد، وويل: "زه ډاډه نه يم چي موږ د افغانستان لپاره يو پلان لرو او کنه."
د ټايمز مجله د
جنوري د مياشتي پر ٣١ باندي ليکي: د افغانستان "هېر سوى جنګ" يو ځل بيا پدې اونۍ کي څه توجه ورجلبه کړه، ځکه ددې
اونۍ درې واړه مستقل خپاره سوي رپوټونه وايي که چيري د افغانستان په ارتباط د متحده ايالاتو په پاليسۍ کي
بدلون را نسي، افغانستان به يو ځل بيا د ناکامو حکومتونو په کتار کي خپل پخوانى مقام ترلاسه کړي. که څه هم،
پدې تېرو شپږو کلونو کي په افغانستان کي د طالبانو د ماتولو په غرض قريب ٢٤ بيليونه ډالره لګېدلى دي، خو همدا
اوس طالبان د هيواد په گوټ گوټ کي بيا فعاله سوي دي. بلخوا، پدې کلونو کي د مخدره موادو کر هم زيات سوى د
. تېر کال، افغانستان د نړۍ ٩٣ فيصده ترياک توليد کړي وو. دغه راز، تېر کال د زياتېدونکې بې امنۍ په
وجه په هيواد کي په خارجي پانگه اچولو کي ٥٠ فيصده کمښت راغلى وو.
بلخوا، طالبانو د امريکايي عسکرو په و
ژلو کي مهارت تر لاسه کړى دى. د کال ٢٠٠٢ څخه بيا تر ٢٠٠٤ پوري، په هره اونۍ کي يو امريکايي عسکر وژل
کېده. مګر په کال ٢٠٠٧ کي د امريکايي عسکرو وژل دوه برابره سول. حقيقت دا دى چي د امريکا په "هېر سوي
جنګ" کي ٥٠٠ امريکايي عسکر وژل سوي دي. که څه هم، په افغانستان کي قريب ٥٠٠٠٠ خارجي عسکر پراته دي چي
يوازي ٢٨٠٠٠ يې امريکايان دي، خو بيا هم پنتګان ٣٢٠٠ نورو عسکرو ته امر کړى دى چي جنگ ته ور ودانګي. بلخوا،
افغانستان ته د ناټو د هيوادونو د عسکرو د نه لېږولو مسلې د ناټو د اتحاد شتون له خطر سره مخامخ کړى دى. د
اتلانتيک د شورا د چهارشنبې د ورځي خپور سوى رپوټ وايي:" پدې کي هيڅ شک نسته چي ناتو په افغانستان کي جنګ نه
گټي. که چيري په همدې واقعيت باندي پوره ځانونه پوه نکړو او سمدستي يې چاره و نکړو، د افغانستان راتلونکې
خطرناکه ښکاري."
د همدې خواشني کونکي رپوټونو د خپرېدو سره سره، د بش د ادارې مامورينو د سنا په
استعماعيه غونډه کي په افغانستان کي پر پر مختګونو باندي ټينگار کاوه. د جنوبي اسيا لپاره د بهرنيو
چارو د وزارت مرستيال، ريچارډ باوچر، وويل: " که چيري موږ د سړکانو، صحت، او تعليم او تربيې کي ټول پرمختگونه
سره راغونډ کړو، بيا نو د افغانستان په عمومي وضع کي مهم بدلونونه لېدلاى سو." دغه راز، د دفاع
وزير، رابرټ گېټس، زياتوي : "په مرګ ژوبله کي زياتوالى او د کابل غوندي ځاى کي انتحاري حملې دا ښيي چي
ياغيانو جنګ بايللى دى او اوس يې تروريزم ته مخه کړې ده."
مگر متقاعد جنرال،جېمز جونز، چي يو وخت په
افغانستان کي د ناټو د قواوو قومندان وو او هم ددغه انتقادي رپوټونو د يوه رپوټ ليکوال دى، دې استعماعيې غونډي
ته خپل مخالف نظر داسي بيان کړ." په افغانستان کي مو تحرک او کش له لاسه ور کړى دى، او که چيري بېرته تحرک تر
اسه نسي، وضع به نوره هم پسي خرابه سي. په افغانستان کي د يوه داسي حکومت د ټينګولو کار د مشکل سره مخامخ
دى چي سالم پوليس او موثري محکمې ولري. بلخوا، د ياغيانو د سېب ځايونه د پخوا په پرتله ډېر سوي دي."
بل پلو، پدې استمعاعيه غوڼده کي، ديموکراتانو د عراق جنګ ته اشارې کولې او ويل يې چي د عراق جنګ د
افغانستان مسله او جنګ پيکه کړى دى. په بل عبارت، د افغانستان د جنګ د گټولو لپاره منابع اوس عراق ته ور
واني دي. ددې کمېټې ديموکرات ريس ، جو بايډن، وويل: "امريکا په دې تېرو پنځو کلونو د افغانستان د
بياودانولو پر کار په هغه اندازه پيسې لګولي دي چي په عراق يې د امريکا پوځ فقط په هرو دريو اونيو کي مصرفوي. که
چيري موږ د زياتو عسکرو د استولو اراده کړې دي، هغه بايد افغانستان ته وي نه عراق ته."
دغه راز، د ګاردين
اخبار د فبروري د مياشتي پر ١ باندي " د ناکامه دولت" تر عنوان لاندي ليکي: د افغانستان په ارتباط خو
بيني ډېره ګرانه ده. د ناتو، مرستنديو موسسو او د افغانانو د هلوځلو سره سره، افغانستان ورو ورو د
تباهۍ، انارشي، او مرګ ژوبلي په لور په حرکت کي دى. د افغانستان د راتلونکي په باب بدبيني ددې مانا نلري چي
جهان بايد افغانستان ته شا کړي او لاسونه ځيني پرېولي، بلکي ددې مانا دا ده چي موږ بايد واقعيتونه هغه شان
بيان کړو لکه څرنګه چي دي. په بل عبارت، بايد رياليست و اوسو. مطلب دا دى چي بايد اصلاحات راسي او د
مشکلاتو سره مبارزه وسي.
د اکسفام موسسې همدا خبره تېره ورځ پخپل رپوټ کي کړې ده. د اکسفام رپوټ دوه
کاله وروسته په هماغه ورځ خپور سو کله چي په لندن کي د "افغانستان د تړون" په نامه يوه ستره غونډه جوړه سوې
وه. د افغانستان تړون د افغانانو سره د سولي، د ښه او باکفايته حکومت، د بشرد حقوقو، او د اقتصادي انک
اف ژمنه کړې وه. پدې تړون کي راغلي وو: "د کال ٢٠٠٧ تر پاى پوري به په گردو ولاياتو کي غيرقانوني م
سلح ډلي بې وسلې کېږي." مگر تېره ورځ د لښکر ګاه په يوې حملې کي د هغه ولايت لوړ رتبه چارواکي ووژل سول،
په کابل کي ځانمرګي حمله وسوه، او دغه راز، په ګرده افغانستان کي ناکراري او مرگ ژوبله روانه ده.
همدا
نګه، په يوه بل رپوټ کي چي د امريکا پوځي ماهرانو او دپلوماتانو ليکى دى هم د "ناکامه دولت" په باب خبردارى و
کوي. همدا راز، يو بل رپوټ هم د بدو شرايطو او ناکامۍ په باب ږغېږي.
مګر پدې دريو واړو رپوټونو
کي داکسفام رپوټ جالب دى ځکه د پوځي مداخلې او چارو پر ځاى پر اقتصادي چارو باندي راڅرخي. دا رپوټ وايي چي
د انکشاف لپاره پيسې او مرستي حيف او ميل کېږي او يا پر غلطو لارو او پروژو باندي لګېږي. کليوالي سيمي
بيخې هېري سوي دي. د اقتصادي او اجتماعي ودي کمزورۍ او نشته والي د بې ثباتۍ لمن لا خوره کړې ده. د مخد
ه موادو سره جنګ او مبارزې وضع لا خرابه کړې ده، او لنډه دا چي نظامي او بشري مرستي بې نظمه دي.
پ
غربي هيوادونو باندي انتقاد خورا اسانه دى، مګر اصلي مشکل خپله د افغاني مشرانو دى. کرزى دخپل
هيواد د کنټرولولو ندى. همدا وجه ده چي پدې وروستيو وختونو کي کرزي داسي سلوک را اخيستى دى چي د هيواد د
خرابېدو او سقوط پروسه يې نوره هم ګړندۍ کړې ده. هغه استدلال چي وايي د کرزي حکومت د بشر د حقوقو او ښه حکومت
کولو ضامن دى، نور بابېزه ښکاري. د چهارشنبې په ورځ، د افغانستان سنا د يوه خبريال د اعدام ملاتړ وکړ.
بله ستراتيژيکه خطا د اشډاون د مقررۍ سره مخالفت وو. د اشډاون سره مخالفت يو څرگند حماقت وو.
که څه هم، تر اوسه لا په برتانيې کي د افغانستان د ماموريت لپاره څه ملاتړ موجود دى، خو د افغانستان سره
روابط مخ پر خرابېدو دي. طالبانو کش کړى دى، او د مرستو پروګرامونه د خطر سره مخامخ دي. اوس نو، ايا
غرب ددې گردو ستونزو سره سره د مجادلې جاغور لري؟ په افغانستان ناکامي به د ټولو لپاره بد عواقب
ولري. ددې اهميت سره سره ، بياهم په افغانستان کي ماتې ممکنه ده.
هاري -نيويارک