د مشرف وروستۍ انتخاباتي ماتې
د پاکستان د
دوشنبې د ورځي په پارلماني انتخاباتو کي، د جمهورريس مشرف حزب او پلويانو سخته ماته وخوړه. پدې
انتخاباتو کي، د پيپلز پارټۍ او د نواز شريف مسلم ليگ ستري انتخاباتي سوبي ترلاسه کړې. تر اوسه پوري،د
پاکستان د پارلمان له ٢٧٢ چوکيو څخه د پيپلز پارټۍ ٨٨ چوکۍ ، د نواز شريف مسلم ليگ ٦٥ چوکۍ او د م
رف ګوند ٣٧ چوکۍ گټلي دي. د کال ١٩٩٩ د کودتا را پدې خوا، دا لمړى ځل دى چي د ښاغلي مشرف سياسي ژوند او م
ام د جدي خطر سره مخامخ سوى دى. ددې سياسي ماتي مانا دا ده چي ښاغلي مشرف په عامه خلکو کي خپل ملاتړ
ه لاسه ور کړى دى،او يوازي تش په نامه جمهورريس دى. که څه هم، ښاغلى مشرف تر ډېرو بحرانونو ژوندى را وت
ى دى، خو دا ځل يې د دوام او سياسي ژوند چانس صفر ته راکښته سوى دى.
د ښاغلي مشرف اشتباه دا وه چي ګومان
يې کاوه چي همدا ښه بخت ، مناسب شرايط،او بين المللي خواخوږي به تر ابده پوري چلېږي. خو واقعيت دا دى
چي حالات بدلېږي،نوي ايتلافونه جوړېږي او زاړه هېرېږي، او کله ناکله کېداى سي چي سړى يوازي هم پاته
سي. همدغه يوازيتوب د يو مشر او خلکو تر مينځ فاصله نوره هم زياتوي، او همدلته يو ديکتاتور د
خپل تخيل مريى سي. ښاغلى مشرف په همدغه ناروغۍ اخته دى. مشرف ته پکاره ده چي د تخيل له هسک اسمان څ
خه بېرته خاوريني مځکي او تر خو واقعيتونو ته را کښته سي. تريخ واقعيت دا دى چي د مشرف ورځي په شمار
دي.
همدا اوس، د پاکستان پخوانى صدراعظم نواز شريف د ښاغلي مشرف د برطرفه کولو ږغ کوي، اود پيپلز
پارټۍ مشر اصف زرداري ويلي دي چي هغه به دا مسله په پارلمان کي مطرح کړي. دا پداسي حال کي چي متحده
ايالاتو په کلونو کلونو د ښاغلي مشرف ملاتړ کاوه او قريب لس بيلونه ډالره يې ورکړي دي. په پارلماني
انتخاباتو کي د مشرف ناکامي نه يوازي د هغه ناکامي ده، بلکي د پاکستان په ارتباط د ښاغلي بش د پاليسۍ ناکامي
هم ده. د بش ادارې پدې تېرو څو کلونو کي، د ښاغلي مشرف هراړخېز ملاتړ کړى دى.
که ښاغلي مشرف ژو
ناليستان او وکيلان بندي کول، که يې د ستري محکمې قاضيان برطرفه کول، او که يې مارشال لا اعلانول،
بيا هم د بش ادارې د مشرف له ملاتړ څخه لاس نه اخيسته. د بش د ادارې استدلال دا وو که چيري پر مشرف باندي ف
ار واچول سي، اسلامي افراطيان به لا قوي سي؛ که چيري ازاد او منصفانه انتخابات وسي، اسلاميسټان به ميدان
وگټي، او که چيري مشرف ايسته سي، په پاکستان به انارشي حاکمه سي. مگر حقيقت دا دى چي د بش د ملاتړ سره سره،
په پاکستان کي د افراطيانو حملې زياتي سوي دي، پوځ خپله روحيه له لاسه ورکړې ده، او عام پاکستانيان د امريکا لا
مخالف سوي دي.
مگر په عين زمان کي د بش د ادارې د څرگندونو پر خلاف په اوسني پارلماني انتخاباتو کي
اعتدال خوښونکو ميدان وگاټه. پدې انتخاباتو کي، اسلامي احزاب سخت وځپېدل. حتى په پېښور او ب
وچستان کي هم اسلامي گوندونو خپل ځاى سيکولر احزابو ته پرې ښود. ځکه چي ملايان تر نشنلسټانو ډېر
فاسده او بې کفايته ثابت سول. د پښتنو عوامي نشينل پارټۍ ١٠ چوکۍ تر لاسه کړي دي. په
پښتني سيمو کي، د مذهبي احزابو ماته ښه او نيک زيرى دى. پښتانه بايد پدې پوه سي چي په ملايانو کلي نه
ابادېږي. دا ديرش کاله کېږي چي پدې سيمه کي د مذهبي ډلو سره زياته مرسته کېږي، او په همدې موده کي دا سيمي د
نورو ګاونډيو سيمو په پرتله ډېري وروسته پاتي سوي. هيله ده چي همدا شريره لړۍ نوره ختمه سي، او پښتانه هم د
تمدن او پرمختګ د کاروان سره يو ځاى حرکت وکړي.
د بش د ادارې دټولو پيسو او مرسته سره سره، د پاکستان
عامو خلکو د ښاغلي مشرف حکومت او اداره په خپلو رايو رده کړه. په همدې کار پاکستانيانو د مشرف رژيم
نا مشروع کړ او ور سره يې د بش پاليسي هم باطله کړه. بلخوا، د مشرف سره د امريکا بېساري مرستي،
اکثره پاکستانيان امريکا ته لا په غوسه کړي دي. په پاکستان کي، د امريکا حيثيت سخته صدمه لېدلې ده.
که څه هم، د بش د ادارې څخه ددې تمه نسته چي د امريکا بايللى نوم او نښان دي بېرته وگټي، خو د امريکا د راتلونکې
جمهورريس او يا جمهورريسې وظيفه به ډېره گرانه وي چي هم له يوې خوا پاکستان او سيمه ارامه کړي او د بلي خوا د
امريکا بايللى نوم او نښان بېرته اعاده کاندي.
بلخوا، ښاغلى مشرف د تروريزم پر خلاف د جګړې د ميدان هغه
پهلوان نه وو چي د بش ادارې يې تبليغ کاوه. القاعده او طالبانو د پاکستان په قبايلي سيمو کي پاخه او ارام د
سېب ځايونه ميندلي دي. په قبايلي سيمو کي، د افراطيانو حاکميت څرگند دى، او پوځ هم د افراطيانو سره سمه مبا
زه نده کړې. ښاغلي مشرف دوه مخې پاليسي غوره کړې وه. په بل عبارت، هم يې د امريکايانو پيسې جېب ته کولې،
او هم يې د مذهبي او افراطي ډلو سره انډيوالي کوله.
اوس نو، که چيري د پيپلز پارتۍ او د نواز شريف مسلم
ليک په ريشتيا غواړي چي په پاکستان کي ثبات او ديموکراسي ټينګه سي، دواړو ګوندونه ته پکار ده چي هغه
اضيان بېرته مقرره کړي کوم چي ښاغلي مشرف په ناحقه برطرفه کړي وه، او هم پر مطبوعاتو باندي لګېدلې بنديزونه
يري کړي. دغه راز، دواړو کاميابو ګوندونه ته پکار ده چي په اساسي قانون کي هم ځيني اصلاحات راولي، څو هم
ديموکراسي تقويه سي او هم د مشرف تپل سوي تعديلات لغو سي.
همدا اوس، د پاکستان د پارلماني
انتخاباتو گټونکو اعلان کړى دى چي هغوى به د مذهبي افراطيانو سره د جنګ او مرګ ژوبلي پر ځاى د خبرو او مفاهمې
اره غوره کړي. هغوى، دغه راز، ژمنه کړې چي پر مطبوعاتو باندي په لګېدلي بنديزونه ليري کړي. ښاغلي ز
داري ويلي دي چي د هغه ګوند به د هغو افراطيانو سره خبرو ته کښېني چي په قبايلي سيمو کي فعاليت لري، او هم به په
بلوچستان کي د بلوڅو ښورښيانو سره خبري پيل کاندي.
بلخوا، که څه هم دواړو سترو ګوندونو د همکارۍ او
ايتلاف د جوړولو ژمنه کړې ده، خو همدا اوس لا هر يوه خپل مخکني شرايط اعلان کړي دي. ښاغلي نواز شريف ويلي
دي چي يوازي به هغه وخت په يوه ايتلافي حکومت کي برخه واخلي چي محکمې ته د مشرف د راکشولو کار پيل سي، او هغه
اضيان بېرته مقرره سي چي مشرف برطرفه کړي وه. مګر اصف زرداري د مشرف د برطرفه کولو مستقيم ږغ ندى کړى، او
ويلي دي چي د پوځي حکومت د ليري کولو او د ديموکراسۍ د اعاده کولو پروسه به اوږده وي.
که چيري د جنرال
مشرف د اتو کالو د اشتباهاتو مخه په ښه او معقول ډول ونه نيول سي، پاکستان به ضرور د ناکامو او ناړامو م
کونو په کتار کي ودرېږي. ځکه اصلي خبره دا ده چي پاکستان د اسلامي تروريزم او مذهبي افراطيانو ځالګۍ ده.
د ١٩٨٠ د کلونو راهيسي، د پاکستان حکومت او استخباراتو د مذهبي افراطيانو پلوي کړې ده. اوس داسي
ښکاري چي هماغه پخوانيو روابطو خپل بد اثر اچولى دى ځکه (کوهي مه کېنده د بل سړي په لاره، چرته ستا به د
کوهي په غاړه لار سي.) والسلام.
نوټ: پدې ليکنه کي د نيويارک ټايمز، واشنگټن پوست، او اکانوميسټ مجلې
څخه استفاده سوې ده.