مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-03-02   مخپرونکئ : هاري ( harri )

پاکستانيان امريکې ته په غوسه دي (هاري)

پاکستانيان امريکې ته په غوسه دي

د ام يکا په دوو ورځپاڼو کي د پاکستان دحالاتو په باب دوه مهم رپوټونه خپاره سوي دي چي دلته يې اجمال وړاندي کېږ ي.  د پاکستان په اړه سم او ثيقه معلومات  زيات اهميت لري.  د پاکستان حالات د افغانستان پر شرايطو باندي نېغ په نېغه اثر اچوي، او دغه راز، د افغانستان شرايط پر پاکستان او نورو ګاوندو هيوادونو باندي اغېزه ښندي.  نه يوازي دا چي  د ګاونډو ملکونو د حالاتو او سياسي تحولاتو څارل پکار دي، بلکي د ګلوبلايزېشن پدې عصر کي  د بين المللي شرايطو تعقيب او څارل حياتي اهميت لري. د نورو زياتو مسوليتونو تر څنک،  د افغاني م طبوعاتو يو بل عمده مسوليت دا دى چي  په نړيوال سياست او حالاتو باندي خلک خبر وساتي.  اوس نو،  همدا خپله يو مهم دليل دى چي بايد د پاکستان شرايط او سياسي  بدلونونه په دقت  وڅارل سي. 

دنيويارک ټايمز اخبار د فبروري پر ٢٩ د پاکستان په ارتباط په يوه رپوټ کي ليکي:  که څه هم،  د دې مياشتي په انتخاباتو کي  دجمهورريس مشرف گوند سخته ماتې وخوړه، خوبياهم دبش اداره د ښاغلي مشرف ملاتړ او پلوي ته دوام ورکوي.  د بش د ادارې همدې پاليسۍ په پاکستان کي امريکايي  ضد احساسات لا زيات کړي دي.  د امريکا همدې م اتړ  په  عامه پاکستانيانو، سياستمدرانو، او ژورناليستانو کي دا احساس لا قوي کړى دى چي گواکي امريکا د پاکستان په کورنيو چارو کي لاس وهني کوي، او  د پاکستان د ديموکراتانو او منتخب مشرانو تقويه کول نه غواړي.  د امريکا د خارجه وزارت مرستيال نيګروپانتې د پنجشنبې په ورځ د سنا يوې غونډي ته وويل چي متحده ايا ات به د مشرف سره خپلو نژدو اړيکو ته ادامه ورکړي.

سياسي مبصرين وايي د بش اداره د پاکستانيانو د راج بولو لپاره يو ښه فرصت له لاسه ورکوي ځکه پدې تېرو انتخاباتو کي اکثريت اعتدال خوښونکو  وگاټه.  هغوى د امريکا طرفداره دي، او کېداى سي چي   واشنگټن  د تروريزم پر خلاف  مطمين او مصمم نوي ملگري پيدا کړي.  سياسي څارونکي عقيده لري چي د مشرف پر  قوي نقش باندي د امريکا ټينگار به يوازي د قدرت پر سر روانه مبارزه نوره هم اوږده کاندي، او هم  به  دا نوى حکومت د هغو اقتصادي او تروريستي ضد  پاليسيو د عملي کولو څخه راوگرځوي چي  نهايت ضروري دي. 

د لاهور د پوهنتون د سياسي علومو ماهر، رسول بخش، وايي،"زما هيڅکله د متحده ايالاتو دغه ډول غير منطقي او غير عملي اقدام ندى په ياد.  گرده پاکستان د مشرف پر خلاف رايه ورکړه.  دا د مشرف پر ضد يو ريفرنډوم وو."

بلخوا، په پاکستان کي امريکايي دپلوماتانو څو څو ځ ه د آصف زرداري او نواز شريف سره کتلي دي، او هره پلا يې دواړو ته ويلي دي چي بايد د مشرف سره همکاري   وکړي.  د متحده ايالاتو همدې ټنيگار پاکستانيان په غوسه کړي دي.  پاکستاني مبصرين د بش د ادارې همدا غوښتنه ناسمه گڼي.  د پاکستان د نيوز اخبار په يوې سرمقالې کي ليکي:" نور نو د پاکستان په داخلي چارو او ديم وکراتيکه پروسه کي بايد مداخله ونيسي.  متحده ايالات چي د چا  ملاتړ کوي، هغه  تر ډېره حده پوري د پاکستان د اوسنيو ستونزو اصلي منبع ده."

بل پلو، امريکا د هغو قاضيانو د بيا مقرره کولو په اړه چپه خوله ناسته ده چي مشرف برطرفه کړي دي.  د همدغو قاضيانو مسلې د مشرف پر خلاف پاکستانيان راوپارول.

د مشرف د م اتړ لپاره د بش د ادارې اساسي دليل دا دى چي اوس هم د پاکستان پوځ د مشرف  پلوي کوي.   د بش د ادارې مامو ين وايي که چيري د مشرف څخه خپل ملاتړ واخلو، د پاکستان اردو به را څخه خفه سي.   مگر ځيني غربي مبصرين باور لري چي د پاکستان پوځ اوس د جنرال اشفق پرويز کياني ملاتړ کوي.  هغوى  گومان کوي چي جنرال کياني به د مشرف د ساتلو پر ځاى د ثبات ساتل غوره وگڼي. 

بلخوا، د کرسچين ساينس مانيټور ورځپاڼه د فبروري د مياشتي پر ٢٨ باندي د پاکستان د قبايلي ناکرارو سميو په باب ليکي:  د پاکستان په شمال غربي سيموکي خارجي جګړه ما ان واکمن دي.   همدا بهرني جنګيالي محلي او قومي مشران وژني،  ځايي خلک را جذبوي، او په  عمومي توگه په ځايي خلکو کي بېره او وحشت ايجادول غواړي.

د شمالي وزيرستان اوسېدونکى خالد عزيز خان هره ورځ  په همدې وحشت او ډار  کي ژوندکوي.  هغه د خپل د اکا د زوى د وژل کېدو عيني شاهد دى، د هغه  د مکتب د دورې  يو انډيوال  په  انتحاري  بم چونکى بدل سو،او هغه د خپلي کورنۍ د هغو غړو د وژل کېدو شاهد دى چي ددغه ت وريستانو په مقابل کي درېدلي وه. 

خالد عزيز خان چي خپله د پېښور د پوهنتون يو محصل دى، او د هغو بايلي سيمو په باب د خپلو سترگو لېدلى حال بيانوي چي همدا اوس د امريکا په مشرۍ دتروريزم پرخلاف د جګړې مرکز ب ل کېږي.  خالد عزيز خان وايي:"خارجي تروريستانو پدې سيمو کي خلک برمته کړي دي. هغوى خلک وژني او د قومي مش انو  پر ځاى يې د خپلي خوښي  مشران کښېنولي دي."  هغه ادامه ورکوي وايي: " خلک وايي چي ځايي خلک د دغو خا جي جنګياليو ملاتړ کوي، مگر واقعيت دا دى چي محلي خلک ډارېدلي دي."

خالد عزيز خان وايي:" د جنوبي وزي ستان ٩٠ فيصده خلک د بهرني تروريستانو مخالف دي. مگر هغوى موږ برمته کړي يو او هم يې زموږ قومي نظام را وران کړى دى.  دا يوه منظمه مافيا ده."

د پېښور د پوهنتون د وزيرستان د سيمي محصلين پر دې ټکي اتفاق لري چي به ني تروريستان دغي سيمي ته د کال ٢٠٠١ په اخر کي هغه وخت ورغلل چي په افغانستان کي د طالبانو رژيم ړنگ سو.  هغوى سمدستي د محل له کمزوريو څخه استفاده وکړه.  دا سيمه فقط ١٧ فيصده باسواده لري، زراعتي اقتصاد يې مخ پر خرابېدو دى، او په زرهاوو ناراضه او بېکاره ځوانان لري چي د جذب او جلب لپاره چمتو دي.

خالد عزيز خان وايي:"پدې تېرو دريو مياشتو کي زما په کلي کي برق نوو.  د برق له نشته والي سره کرهڼه  او زراعت هم نوي. خلک مجبوره دي چي  يوه بله خواري او کار  ولټوي، او عرب له بنډل -بنډل  پيسو سره را روان دي."

د پېښور د پوهنتون پروفسور، عجاز خان، وايي طآ لب جنگياليو ته د مياشتي ٣٠٠ ډالره ورکړل کېږي.  نوي غړي لمړي پخپله سيمه کي تمرين او عمليات کوي او بيا  د تجربې  په اساس نورو ځايونو ته د تروريستي ماموريت لپاره استول کېږي.

په قبايلي سيموکي، د خارجي تروريستانو لاس ډېر خلاص دى ځکه پدې سيمه کي د پاکستان حکومت چندان حاکم يت نلري.  دا سيمه عموما د قومي مشرانو تر ولکې لاندي وه، خو اوس بهرني تروريستانو اکثره محلي مشران وژلي دي او اوس همدا منطقه کاملا بې حکومته پاتې ده.

خالد عزيز خان وايي:"خارجي تروريستانو قومي او بانفوذه م ران په نښه کړي دي. د همدې بهرني جنگياليوله لاسه خلک پزي ته رسېدلي دي.  مگر داسي څوک نسته چي دخلکو مشري په غاړه واخلي."
هغه زياتوي چي  د دغو خارجي جنګياليو په باب ډېر لږ معلومات سته.  هغوى په ډېر مخفي ډول تگ اتگ کوي.  د موټرانو ښېښې يې تور وي، او کله چي بهر راووځي عموما يې مولونه وهلي وي او هم يې توري عينکي په ست گو وي.  خالد عزيز خان هغوى د "اوزبک" په نامه يادوي.  هغه وايي دا خلک نه مځکه لري او نه هم کورنۍ، او لدې سببه  محلي خلک د هغوى په مقابل کي بې واکه دي او څه نسي کولاى.

د جنوبي وزيرستان يو بل محصل، ګل م جان، وايي: " هغوى ترور او وحشت ايجاد کړى دى او هيڅوک د هغوى  په مقابل کي د مقاومت طاقت نلري."    ښاغلي مرجان د هغي مفکورې مخالف دى چي وايي همدا تروريستان په مدرسو کي راډيکال سوي دي. هغه زياتوي چي په وزي ستان کي دمدرسې طالب نسته.  هغه وايي: " پدې ډلو کي، جنايتکاران، ډانگيان،  او خوا راو بېکاره خلک داخلېږ ي.  جنايتکاران غواړي چي خپله ولکه ټينګه کړي."

خالد عزيز خان او ګل مرجان وايي د خارجي جنگياليو د ايستلو لپاره د پاکستان د پوځ د عملياتو ملاتړ کوي، خو په وزيرستان کي د پاکستاني اردو عملياتو تر دوستانو زيات دښمنان ايجاد کړي دي.  پوځ  په خپلو عملياتو کي پر توپونو او بمباريو باندي تکيه کوي چي عموما د زياتو ملکي خلکو د وژلو او ډېرو زيانونو د اوښتولو سبب گرځي.  هغوى وايي  دا يو ګوريلايي جنګ دى او په ګو يلايي جګړه کي تاسو د خلکو ملاتړ ته اړتيا لري.

بلخوا، پدې سيمه کي يو بل  عام احساس  دا دى چي  پاکستان د جګړمارانو د شبکو په تباه کولو کي جديت نه ښيي.

هاري -واشنگټن

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery