افغانستان، عراق او د ايران پر
ه پسې برياليتوبونه
عراق ته د ايران دجمهورريس محمود احمدي نژاد د مارچ د دوهمي سفر پداسي وخت کي
کېږي چي د عراق په اصطلاح د " ازادولو" څخه تقريبا پنځه کاله تېرېږي. مگر د وروستيو خونړيو کلونو د تې
ېدوسره سره د امريکايي عسکرو او عراقي جنگياليو تر مينځ هره ورځ جنگ او تباهي روانه ده. بل پلو، دع
اق حکومت پداسي وخت کي د احمدي نژاد ښه راغلئ کوي چي د واشنگټن او تهران تر مينځ ناندرې رواني دي. په
بين المللي ټولنه کي، ايران څه تجريد سوى دى. د ملگرو ملتونو د امنيت شورا پر ايران باندي نوي
بنديزونه ولگول. په عين زمان کي، په نړيواله ټولنه کي دبش حکومت ته هم چندان اعتبار، نوم او نښان ندى پاته
. بلکي په اروپا، لاتيني امريکا، او په تېره بيا په اسلامي نړۍ کي د امريکا دپاليسيو په مقابل کي مخالفت لا
زيات سوى دى. په اسلامي ملکونو کي، د افراطي مذهبي جريانونو د ډېرېدو او مرگاني کېدو يو اساسي عام
د بش د ادارې غير مقعولي، غير عملي، او زيانمني پاليسۍ دي.
د ايران اسلامي انقلاب څخه را
پدې خوا، دا لمړى ځل دى چي د ايران جمهورريس عراق ته سفر کوي. عجبه لا دا ده کله چي د امريکا جمهورريس عراق
ته ځي، بايد هرڅه پټ او مخفي وساتل سي، مگر احمدي نژاد د بغداد هغو سيمو ته ولاړ چي امريکايان له ډاره ور ت
لاى نيسي. د ايران جمهورريس احمدي نژاد د عرا ق د جمهورريس جلال طلباني سره نژدې اړيکي لري. دواړه په
فارسي ږغېږي، او جلال طلباني د صدام په دوران کي د ايران په گټه جنګېده. هغوى په بغداد کي د زرغونې سيمي د
امنيتي اقداماتو څخه بهر سره وکتل. د عراق صدراعظم نوري المالکي د احمدي نژاد سره خپل ملاقات،"
دوستانه، مثبت، او د اطمنان او اعتماد څخه ډک وباله."
احمدي نژاد په عراق کي د خپل سفر
په تر څ کي وويل: په سيمه کي د امريکايانو پاته کېدل د تروريزم د ډېروالى سره مرسته کوي، او دسولي په لا
ه کي نور خنډونه زياتوي. احمدي نژاد له عراق څخه د امريکايي عسکرو د وتلو ږغ وکړ. هغه
وويل: په عراق کي د امريکايي عسکرو شتون او حضور د مرگ ژوبلي او بې ثباتۍ اساسي عامل دى. هغه زياته کړه
عراقيان پخپله د خپل حکومت چاري سمبالولاى سي. امريکايان په عراق کي خپلي گټي ساتي نه د عراقيانوم
نافع. هغه وويل: " ددې سيمي خلک له نظامي اشغال څخه پرته له ورانۍ، سبوتاژ، تخريب، سپکاوي، او توهين څخه
بله هيڅ لاسته راوړنه نلري. ددې ځاى ټول خلک له خارجي قواوو څخه غواړي چي خپلو خپلو کورونه ته ستانه
سي."
بلخوا، د بش حکومت ايران د اتمي وسلو په جوړولو، په عراق او افغانستان کي د ياغيانو سره په م
رسته او ملاتړ، د حماس او حزب الله سره په کومک، او لنډه دا چي په گرده مينځني ختيځ کي د امريکا او
اسرايلو پرخلاف د دسيسو په جوړلو تورنوي. د بش اداره وايي ايران د بين المللي تروريزم سره مرسته کوي، او
عراقي شيعه جنگياليو ته وسلې، پيسې، او نظامي روزني ورکوي. په لبنان کي، د حزب الله سره مالي مرستي کوي، او
د سوريې په همکاري او هملاسي په مينحني ختيځ کي د سولي د ټينگېدو مخه نيسي.
په مقابل کي، ايران متح
ده ايالات د مسلمانانو سره په ښکاره دښمني، په اسلامي نړۍ کي د جنگونو په ايجادولو، په منطقه کي د خپلي
سياسي او اقتصادي هژموني په خورولو او ټينګولو متهموي. ايران، دغه راز، امريکا د "لوى شيطان" په نامه
يادوي. د ايران حاکم ملايان وايي امريکا په منطقه کي د خپلو گټو او ستراتيژيکي سياسي منافعو د خوندي
کولو لپاره هر ډول جنگ او تخريب ته چمتو ده. په بل عبارت، د تهران په نظر متحده ايالات هغه ډانگيي او
بدماش ته پاته کېږي چي په سيمه کي د نورو د ډارولو لپاره کوږ او وږ په لاره روان وي، او جنگ په پيسو
انيسي. "گردن کلفت و چاقوکش."
واقعيت دا دى چي د بش ادارې د مينځني ختيځ ماهران او چلونکي سخت شډل او
کودن راوختل. په مينځني ختيځ کي، امريکا چپه او راسته تاوانونه کړي دي. همدا اوس، د عراق په جنگ
کي د امريکا جنگي ماشين هره اونۍ قريب دوه بيلونه ډالره سوځوي ، د امريکايي عسکرو د تلفاتو شمېر تقريبا
څلورو زرو ته رسېږي. بده لا دا چي د امريکا نوم او نښان له خاورو سره سم سو. اقتصاد خراب، انفلېشن
اوچت، بېکاري ډېره ، ډالر کم ارزښته، جنگونه بايللي، په کانگرس کي جمهوري غوښتونکو اکثريت له لاسه ورکړى ، او
لنډه داچي په عامه خلکو کي هم پلوي کمه سوې ده. ايا همدا د بش د ادارې د مينځني ختيځ د ماهرانو ناکامي نه
ثابتوي؟
په عراق کي، د امريکا د اشغال سره سم د شيعه او سني تر مينځ فرقوي جنگونه پيل سول. کردانو
پخپله سيمه کي يو مستقل حکومت جوړ کړ؛ القاعده او نورو مذهبي افراطيانو د عراق په گوټ گوټ کي مرکزونه او
دسېب ځايونه پيدا کړل، او لنډه چي د عراق د تجزيه کېدېدو خبره په يو عيني واقعيت بدله سوه. دصدام حسين تر
استبداد لاندي، عراق يو سيکولر او مرکزي دولت درلود، مگر د بش د له بده شامته په هغه هيواد کي اوس مطلقه انا
شي حاکمه ده. په لسهاوو زره عراقيان د فرقوي، قومي، او سيمه ايزو جنگونو قرباني سول؛ په زرهاوو نور پخپله
عراق کي بېځايه سول؛ او په ميلونهاوو نور گاونډو هيوادونو ته مهاجر سول.
همدا اوس، ټوله سيمه په
سياسي لحاظ بې ثباته ده او د جدي حياتي خطرونو سره مخامخه ده. د کردانو خطرناکه مسله ټول م
ينځنى ختيځ تهديدوي. په عراق کي، د شيعه او سني تباه کونکو فرقوي جنگونو په گرده اسلامي نړۍ کي تاوتريخوالى
زيات کړى دى. په افغانستان کي، د سر پر سر ناکاميو خبرونه هر څه د خطر سره مخامخ کړي دي. په افغانستان
کي، دسپينۍ مانۍ مخکښ ماهر او سلاکار شارلتان خليلزاد دى چي هم په افغانستان او هم عراق کي ناکامه سو. د بن
کانفرانس چي بايد د افغانستان د نوى حکومت لپاره د هيلو، اصولو، او پرنسپيپ مشال واى، د خليلزاد د بربنډو او
غير معقولو مداخلو په نتيجه کي ريشخنداوسپک سو. په عراق کي، د بش سياسي متخصص او مشاور دروهلى
او ستر ټگ احمد چلبي وو چي د ايران سره د استخباراتو د شريکولو څخه نيولې بيا تر ادارې فساد او د عراق د
عامي تباهۍ په باب د غلطو معلوماتو په ورکولو تورن دى.
که څه هم، ايران تر ځينو بين المللي فشارونو
اندي دى، خو په افغانستان او عراق کي د امريکا لتاړېدل، د فلسطين او اسرايلو دوامداري شخړي، يوه څه ښه
بخت، او د بش د ادارې پرله پسې سياسي اشتباهاتو په سيمه کي د ايران موقف تر پخوا لا قوى کړى دى. د
ايران په غرب کي امريکايانو د ايران لوى عرب مخالف صدام حسين ختم کړ، او د ايران په شرق کي يې د طالبانو
ژيم ړنگ کړ. ايران د داړو رژيمونو په ختمېدو خوښ او ښاد دى. د عراق او ايران د تاريخي دښمنيو تر څنگ، دواړه
ملکونه د ١٩٨٠ په کلونو کي اته کاله پرله پسې سخت سره وجنگېدل. ايراني او عراقي مسلمانانو د يو بل په
وژلو کي له هري وسلې څخه کار اخيسته.
دغه راز، د طالبانو او ايراني ملايانو تر مينځ هم هډونه مات سوي
وه. طالبان د سعودي عربستان،القاعده او نورو مستقلو شيخانو په پيسو چلېدل، او ايران د سعودي او ال
اعده سره مذهبي سيالي درلوده. بلخوا، ايران په افغانستان کي دشمال دايتلاف له ډلو سره مرسته کوله. اسم
اعيل خان، حکمتيار، مزاري، خليلي او داسي نورو پېژندل سويو جنگسالارانو په ايران کي دفترونه، کورونه،
ډک او شتمن بانکي حسابونه درلودل. همداراز، د عراق مخالفانو هم په ايران کي دفترونه خلاص کړي او اړيکي
يې ټينګي کړي وې.
که څه هم، جمهورريس بش صدام حسين پسي واخيست، خو پرځاى يې په عراق کي يو شيعه او اي
ان پلوه حکومت راوست. د ايران او عراق تر مينځ تجارت او اقتصادي راکړه ورکړه کي زياتوالى راغلى.
ددې سفر په ترڅ کي، ايران عراق ته د يوه بيلون ډالرو د پور بلنه ورکړه. د ايراني زيارت کونکو تر څ
نگ په عراق کي ايراني پانگه اچونه هم زياته سوې ده.
ايران هم په افغانستان او هم په عراق کي د بش د
ادارې له نظامي اشغال څخه گټه يووړه.
داسي وخت راغلى چي ناببره ايران په سيمه کي يوازنى منظم
حکومت پاتي سو. ايران هم په افغانستان کي خپل پخواني انډيوالان په قدرت کي ويني، او هم په عراق کي پرحاکمو
ډلو باندي په کافي اندازه نفوذ لري. د طالبانو په دوران کي، د شمال ايتلاف د پيسو او وسلو يوه
مطمينه منبع د ايران اخوندان وه؛ امريکا هغه کار وکړ چي ايران يې صرف هيله اوخوب په وس پوره وو
او بس.
همدا اوس، د افغانستان په سياسي، کلتوري، او اقتصادي چارو کي ايران زياته ونډه او نفوذ
لري. ايران د امريکا سره د طالبانو په را نسکورولو کي مرسته وکړه. په افغانستان کي، د ايران دکلتور
او ژبي نفوذ هم زيات سوى دى. په کابل کي، اکثره فارسي ادبيات او نشرات د ايراني کلتور ا و ژبي لاره تع
يبوي. په کابل کي، د کابل خوږه فارسي په تيلويزنونو او راډيوګانو کي نه اورېدل کېږي، بلکي د افغاني فارسي پر
ځاى زموږ نوي نطاقان او نطاقاني د ايرانۍ لهجې بېخونده پېښې کوي. حتى د ځينو هغو بين المللي راډيوگانو
او تيلويزيونو افغاني پروگرامونه هم ايراني لهجه غوره کړې ده چي په خارج کي د افغانستان لپاره نشرات
کوي.
د ايران اوسنى قوى موقف، د بش د ادارې ناکامي ښيي. ايران په لبنان، افغانستان، عراق، غزه، او لن
ه داچي په ټول مينځني خيتځ کي نفوذ او پلويان لري. بنا، که دلته سوله راځي او که جنگ، ايران به پکي ونډه
ري. ددې پر ځاى چي د بش د خارجي سياست ماهرانو ايران په مينځني ختيځ کي نور هم تجريد او کمزورى کړى
واى، هغه يې په سيمه کي په يوه مهم مرکز او قدرت بدل کړ. په بل عبارت، د مينځني خيتځ په چارو کي بايد
ضرور د ايران د آيت الله گانو خيال وساتل سي. له عراق څخه د خلاصون لپاره بله هيڅ چاره نسته پرته لدې
چي دايران سره بايد همکاري وسي. له بده مرغه، اوس هغه څوک برلاسى دى چي امريکا د "لوى شيطان" په نامه
يادوي. والسلام.