مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-03-15   مخپرونکئ : هاري ( harri )

په افغانستان کي حملې زياتي سوي دي (هاري)

هاري - واشنگټن

ملگري ملتونه وايي په افغانستان کي حملې زياتي سوي دي

د نيويارک ټايمز ورځپاڼه د مارچ پر ١٥ باندي ليکي:  داسي ښکاري چي د جمهورريس بش هغه کوښښونه چي غوښتل يې د ناټو اتحاد لا نور هم قوي کړي د ستونزو سره مخامخ سوى دى ځکه د يوې خوا د ناټو د لا پ اخېدو پر سر  د روسيې سره تاوتريخوالى ډېر سوى دى او د بلي خوا د افغانستان د ماموريت په ارتباط هم  دننه د ناټو په اتحاد کي اختلافات زيات سوي دي.  د بش د ادارې لوړ پوړو چارواکو د ناټو پر هغو غړو هيوادونو باندي په عامه توگه انتقادونه پيل کړي دي  چي نه غواړي افغانستان ته نور اضافه عسکر واستوى.   پر ناټو باندي د بش د ادارې انتقادونه پداسي وخت کېږي چي په افغانستان کي د کال ٢٠٠١ راهيسي تشدد او مرگ ژوبله   د اوس م هال  په اندازه هيڅ وخت نوه جګه.   د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت  پخواني مرستيال، نيکو اس برنز، ويلي وو،" موږ په افغانستان کي د يوه  داسي بحران سره مخامخ يو چي زموږ او دناټو اتحاد  لپاره ېر گران تمام سوى دى.   مگر ښايي دا بحران د ناټو اتحاد د شتون بحران وي."

په همدې لړ کي، د ملگرو م تونو يو نوى رپوټ وايي په افغانستان کي  په کال ٢٠٠٧ کي  د ياغيانو حملې  د پخوا په پرتله زياتي سوي وې، او د وژل سويو کسانو پنځمه برخه ملکي کسان وه.   د ملګرو ملتونو عمومي منشي  بان کي مون وويل په تېر کال کي هره  مياشت قريب ٥٦٦ حملې سوي دي، او په کال ٢٠٠٦ کي هر ه مياشت ٤٢٥ حملې کېدلې.  په  ٢٠٠٧ کي څه د پاسه ٨٠٠٠ کسان وژل سوي دي چي تقريبا ١٥٠٠ يې ملکي کسان وه.    ښاغلي بان کي مون وويل د ياغيان په تاکتيکونو کي هم څه بدل راغلى وو. ياغيانو افغاني عسکر په نښه کړې وه، او وخت نا وخت يې ملکي خلک هم خپل هدف گرځولي وه.  جگړمارانو له انتحاري حملو څخه نيولې بيا د سړک دغاړي  تر بمونو،  قاتلانه حملو، او د خلکو برمته کو و ته  مخه کړې ده .  تېر کال، ١٦٠ ځانمرگي حملې سوي دي.  حال دا چي په کال ٢٠٠٦ کي ١٢٣ انتحاري حملې سوي وې.  هغه وايي پر بين المللي مرستنديو موسسو باندي هم حملې ډېري سوي دي.

دا رپوټ وايي: په کال ٢٠٠٧ کي دملګروملتونو د خوراکي موادو پر ٤٠ کاروانونو باندي حملې سوي وې.  پر نورو  مرستنديو پروګرامونو باندي څه د پاسه ١٣٠ حملې سوي دي، د مرستنديو موسسو ٤٠ تنه کارګران وژل سوي، ٨٩ برمته سوي چي ځيني يې  وروسته وژل سوي هم دي. 

هغه وويل د ٣٧٦ ولسواليو له جملې څخه ٣٦ ولسواليو ته نه  افغاني چارواکي او نه هم د خيريه موسسو کارکونکي  ور تللاي سي. 

بلخوا،د کرسچين ساينس مانيتور ورځپاڼه د مارچ پر ١٣ باندي يکي:  د افغانستان د مخدره موادو بدنام او خطرناکه تجارت اوس  خپله افغانو ته زياته صدمه رسولې ده.  د افغانانو په مينځ کي د مخدره موادو استعمال په ډېره چټکۍ مخ پر زياتېدو دۍ،په تېره بيا په لويو ښارونو کي.  د تېرو  څلورو کالو په پرتله اوس د کابل په کوڅو او بازارونو کي د مخدره موادو د معتادانو شمېر دوه برابر سوى دى.  افغانستان د نړۍ د ترياکو د پايتخت په نامه يادېږي، او د نړۍ ٩٢ فيصده ترياک توليدوي.  هر کا  افغانستان تقريبا د ٤ بيلونونو ډالرو په ارزښت مخدره مواد توليدوي، او همدا د افغانستان د کلني عايد٥٣ فيصده تشکيلوي.  د افغانستان له ٣٤ ميلون نفوس له جملې څخه قريب يو ميلون خلک په نشه يي موادو اخته دي.  د م لګرو ملتونو په تخمين اکثره معتادان په لويو ښارونو کي وسېږي.  اکثره نشيان هغه مهاجر دي چي له ايران څخه استانه سوي دي. 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery