مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-04-07   مخپرونکئ : عُمر واحديار

علامه رشاد خپرندويه ټولني شپږ ټوکه کتابونه چاپ کړل

مطيع الله روهيال


په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا دا ځل شپږ ټوکه بېلابېل علمي، تاريخي او ادبي کتابونه چاپ سول، چي په لاندي ډول د پېژندل کېږي :
(۱) شل مقالې - يوولسمه برخه :
د ارواښاد علامه حبيبي مرحوم د مقالو د راپيل کړي لړۍ يوولسمه ب خه ده، چي د مطيع الله روهيال په زيار راټوله سوې او ترتيب سوې ده. کتاب ټوله (۱۹۰) مخه کېږي، چي د علامه حبيبي بېلابېلي علمي، څېړنيزي، ادبي او تاريخي مقالې پکښې راغلي دي.
(۲) شل مقالې -  دوولسمه برخه :
دا هم د علامه حبيبي د مقالو دوولسمه برخه ده چي مطيع الله روهيال يې د راټولولو، ترتيب او کمپيوټر چارو زحمت ګاللی دئ، کتاب ټوله ۱۸۰ مخه دئ، چي د علامه حبيبي مرحوم (۲۰) بېلابېلي علمي، ادبي او تاريخي مقالې پکښې يو ځای سوي دي.
(۳) شل مقالې - ديارلسمه برخه :
د علامه حبيبي د مقالو ديارلسمه برخه ده، چي د هغه اروښاد (۲۰) بېلابېلي علمي، تا يخي او ادبي مقالې پخپلو (۱۴۰) مخونو کي رانغاړي، د ټولولو زيار يې ښاغلي روهيال ګاللی او د علامه رشاد خپ ندوه ټولني له خوا په کندهار کي خپور سوی دئ.
يادونه : د نوموړو درو سرو برخو مقالو چاپي لګښت د علامه حبيبي د څېړنو مرکز له خوا ورکول سوی، چي په دې وسيله د هغه مرکز له درنو مسئولينو څخه د زړه له کومي مننه کوو، چي د علامه حبيبي مرحوم  يو شمېر علمي، تاريخي او څېړنيزي مقالې يې د خپلي مالي پېرزويني له مخي پر افغانانو ولو ولې.
(۲) احمدشاهي کندهار (دوه ټوکه) :
دا د تکړه ليکوال او څېړونکي محمدمعصوم هوتک اثر دئ، چي د دوهم ځل له پاره دواړه ټوکه په يوه پښتۍ کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا چاپ سو. ښاغلي هوتک په دې کتاب کي د احمد اهي کندهار يو بشپړ انځور وړاندي کړی دئ او دغه ښار يې په ښه ډول معرفي کړی دئ، علامه رشاد خپرندويه ټولنه ښاغلي هوتک ته له لويه خدايه د اوږده او خواږه ژوند غوښتنه کوي، څو د راتلونکي نسل له پاره دغه ډول نور مغتنم او څېړنيز آثار وليکي.
(۳) افغاني شاغاسيان :
دا هم زموږ د تکړه ليکوال او څېړونکي  استاد محمدمعصوم هوتک د يوه ناچاپه اثر (کندهاري وروڼه) يو څپرکی دئ، چي د ليکوال د زوی ذکي هوتک له خوا په انګليسي ترجمه سوی او انګليسي ترجمه يې د
  (Afghan Shaghsis)  په نوم چاپ سوې، نوموړی کتاب د افغاني شاغاسيانو د کورنۍ بشپړه پېژندنه ده، چي د افغانستان په تاريخ کي د يو ځانګړي څپرکي حيثيت لري. موږ ښاغلي هوتک او د هغه زوی ذکي هوتک ته د دغه ع مي او څېړنيز کتاب د چاپېدو مبارکي وايو.
(۴) پښتو متلونه :
د پښتو متلونو دغه مجموعه زموږ د تکړه او خوږ ژبي مترجم ښاغلي نسيم سليمي په زيار راټوله سوې او ترتيب سوې ده، ښاغلي سليمي د دې ټولګي له پاره يوه مغتنمه سريزه او د متلونو پر اهميت يوه خوږه څېړنه هم کړې، چي په خپل ځای کي د يادولو وړ ده، پر کتاب باندي ښاغلي هوتک هم يوه لنډه ليکنه کړې، ښاغلی هوتک پخپله ليکنه کي د ملتونو د راټولولو پر لومړيو هڅو ږغېدلی دئ، او تر ډېره ځايه يې د متلونو ټولي چاپي نسخې رامعرفي کړي دي، ټوله کتاب د سريزي او ياداښت سره (۸۰) مخونو ته رسېږي، او د پښتو متلونو په برخه کي يوه په زړه پوري زياتونه ده.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery