م. اجاويد
انګلستان د ټيليګراف ورځپاڼي څ
خه
تاريخ : ۰۳/۲۴/۲۰۰۸
ليکونکی: دامين مک ايلروی، د موسی کلا څخه
ژباړونکی: م.ا جاويد - کندهار
د حامد کرزي د ډيپلوماتانو ایستلو عمل، د طالبانو په منځ کی د درز راوستلو مخنيوی وکړی!
په سويلي
افغانستان کي برطانوي قومندانان ادعا کوي، د هغه راهيسي چي کرزي د بهرنیانو په مشري د روغي جوړي هڅي رد کړې،
په طالبانو کی د درز اچولو هڅي هم پر مځکه ولوېدې.
د طالبانو پرضد په پرمختګ کي هغه وخت خنډونه ولوېدل چي کرزي
د ډيسمبر په مياشت کي د دوو ډيپلوماتانو د ايستلو پرېکړه وکړه – يو د اروپائي ټولني مايکل سامپسن، بل د م
ګرو ملتونو ماروين پترسن – کومو چي د تېر کال په جريان کي د هغو هڅو رهبري کوله چي د طالبانو د کيليدي قوم
ندانانو د راجلا کولو دپاره يې کولې. په هلمند کي د برطانيې په مشري ناټو ځواکونو قومندان برګېډير انډرو ميکې
وويل: د سامپسن او پترسن تر ايستلو وړاندي موږ ته داسي نښانې/ خبرونه راتلل چي په سلهاوو طالب جنګيالي غواړي د
حکومت سره پخلا سي.
د کوم حرکت د پيل ولو چي موږ فکر کوی، هغه په ټپه ودرېدی، دا ددې په نتيجه کي وه چي موږ د
طالبانو سره د معاملې او پخلايني توپير نه سوای کولای.
په موسي کلا کي اوس لا پرعملياتو باندي ددې تاثيرات
احساسېږي. د برطانوي چارواکو په نظر، د افغانستان د پاره یو ماډل، دا کلی د ډيسمبر په مياشت کي تر هغه وروسته
ونيول سو چي (Household Cavalry کورني سپاره ځواک) پر چاپېر سو او افغاني ځواکونه يې په دوو کلو کي په لمړي ځل و کوڅو ته
ننوتل.
هغه دوو ډيپلوماټانو، د طالب قومندان ملا عبدالسلام، د حکومت سره په يوځای کېدلو کي خورا مهم رول ادا
کړی.
په عين شکل، په دې کي د زرونو پخواني ياغيانو استخدامول د کليو د ساتونکو په صفت هم شامل وه. ولي کرزي پر
دې باندي ټينګار کاوه چي دوی بايد تبديل سي، ځکه چي محلي چارواکو دوی تورن کړل چي ددوی ترشاه د طالبانو سره م
عاملې کوي.
ډګرمن ايد سميت د (Household Cavalry کورني سپاره ځواک) افسر، چي په موسي کلا کي دنده ترسره کوي، د عملیاتو
مسؤل دی، وویل: هغه هڅي چي د طالبانو د سيمو د نيولو دپاره وې، د شکست په حال کي دي.
ده وویل: د سيمو بيا نيول
او د هغو ساتل دا معنا لري چي ته نه سې کولای د پايډل څخه پښه ايسته کړې، او که موږ دا حالت سم نه کړو نو مخ پر
کښته به ځو، او زه بېره لرم چي د ډېرو مشکلاتو سره به مخامخ سو.
د برطانويانو څخه د افغان حکومت د نه ملاتړ په
اړه د موسي کلا د پوليسو قومندان – کاکو، یوه توره وړاند وينه وکړه.
ده وویل: زه فکر کوم نړيوال ځواکونه به د
تل دپاره دلته وي. خلګ اماده دي چي جنګ پرېږدي ولي د طالبانو څخه بېرېږي. دوی غواړي حکومت ددوې پر خوا وي.