امريکايي محبسونه اوافغاني بنديان
د متحده ايالاتو دوو مشهور ورځپاڼو په امريکايي محبسونو کي د افغاني بنديانو په باب دوه مفصل رپوټونه
خپاره کړېدي. دلته به د دواړو رپوټونو اجمال وړاندي سي.
د نيويارک ټايمز اخبار د اپريل د ميا
تي پر ١٣ باندي ليکي:
د بگرام په امريکايي محبس کي، ١٠ کلن نصرالله وروسته له ډېر انتظار او ځنډ څ
خه پدې وتوانېدى چي خپل له بندي پلار سره د تيلفون او ويډيو په واسطه خبري وکړي. نصرالله دلته
دخپل اکا رحيم الله سره راغلى دى. کله چي نصر الله خپل پلار د لمړى ځل لپاره په ويډيو کي ولېد، هغه په ژړا سو
او خبري يې نسواى کولاى. يوازي يې د تيلفون غوږۍ خپل غوږ ته ټينگه نيولې وه. رحيم الله چي د خپل ورور لېدو
ته راغلى دى وايي: موږ خبر سو چي ورور مي په بگرام کي بندي دي او ژوندى دى. هغه وايي ورور يې په کلي کي
د قومي بديو او دسيسو په نتيجه کي بندي سوى دى.
په سلهاوو افغاني کورنۍ له نورو ولاياتواو
يري پرتو سيمو څخه بگرام ته پدې مقصد رارسېدلي دي چي د خپلو هغو بندي زامنو، پلرونو، وروڼو، او
دوستانو سره وګوري چي په مياشتو مياشتو او يا کلونو کلونو پرته له مدافع وکيل او يا رسمي الزام څخه د بگ
ام په امريکايي محبس کي بند کاټوي. دا افغاني کورنۍ دخپلو بنديانو د لېدو لپاره د هر ډول مشکلاتو زغمولو ته
حاضر او چمتو دي.
درې مياشتي پخوا همدا پروګرام پيل سو. تر اوسه پوري، په سلهاوو کسانو د خپ
و بنديانو د لېدو لپاره عريضي کړي دي. دا پروگرام د سره صليب د هلو ځلو په برکت جوړ سوى دى.
د سره صليب يو وياند وايي: موږ تل د بنديانو او د هغوى د خپلوانو تر ميځ د رابطې د ټينگولو پلوي کوو. موږ
کوښښ کوو چي دمخامخ ملاقاتونو لپاره اجازه تر لاسه کړو. د خلکو لپاره دا ډول ملاقاتونه د خوښۍ او
خپگان تر مينځ نوسان دى. د يوې خوا، پدې خوشحاله وي چي خپل بندي ويني، د بلي خوا، پدې غمجن وي چي د هغه دخ
اصون لپاره يې هيځ نسي کولاى. د بگرام امريکاي محبس د افغاني بنديانو لپاره يوه ډارونکې توره کلا او
د توري بلا خوله ښکاري. دا محبس په کال ٢٠٠٢ کي پرانيستل سو، او همدا اوس قريب له ٦٠٠ څخه تر ٦٥٠ بنديان
پکې پرته له مدافع وکيل او حقوقي پروسې څخه د يو نامعلوم بند او برخليک مياشتي او کلونه تېروي.
د گل شاه خان ٢٤ کلن زوي، احمد مريد، دوه نيم کاله کېږي چي پرته له محاکمې څخه بندي دى. گل شاه خان وايي: "
موږ نه پوهېږو چي چا ته شکايت او غاو وکړو. داسي هيڅ مرجع نسته چي حق او باطل دي پکښې معلوم سي."
ک
ه چي ٢١ کلن صديق احمد د خپل بندي کشر ورور، جاويد احمد، سره خبري خلاصي کړې، په ژړا سو. د هغه کشر ورور
يو ژورنالسيټ دى، هغه د اکټوبر پر ٢٦ باندي په کندهار کي امريکايي عسکرو نيولى او بندي کړى دى. صديق
احمد وايي:" امريکايان ډېر بد خلک دي. هغوى زما کشر ورور وهلى دى، او ښاغونه يې ور مات کړي دي. هغه بې گناه
دى، يو ژورناليسټ دى، هغه يو ماشوم غوندى دى. که چيري هغه يوه گناه او يا خطا کړې هم وي، خو موږ د هغه په
گناه نه يو خبر."
په نيويارک کي دېره د ژورناليسټانو ساتندويه کمېټه د ښاغلي جاويد احمد دوسيه راپو
ته کړې ده. ښاغلي جاويد احمد د يوه کاناډايي تيلويزيون لپاره کار کاوه. د امريکا د دفاع وزارت
يوه وياند ښاغلى جاويد احمد "دښمن جنګيالي" په نامه بللى دى. د نيويارک د ژورناليسټانو
ساتندويه کمېټه د جاويد احمد توقيف غيرقانوني گڼي او د هغه د ازادولو غوښتنه کوي.
په همدې لړ کي، د
واشنگټن پوست ورځپاڼه د اپريل پر ١٣ باندي د هغو افغاني بنديانو په باب رپوټ خپور کړى دى چي له امريکايي مح
بسونو څخه افغاني جيلونو ته انتقال سوي دي. واشنگټن پوست ليکي: مدافع وکيلان او د بشر د حقوقو ډلي
وايي هغه بنديان چي له ګوانتانامو له محبس څخه افغانستان ته استول سوي دي، د تړلو دروازو شاته او پرته له م
دافع وکيل څخه محاکمه کېږي. د کال ٢٠٠٦ راهيسي، امريکايي مقاماتو له گوانتانامو څخه قريب ٥٠ تنه
بنديان افغاني مقاماتو ته سپارلي دي.
د بنديانو د حقوقو يو مدافع وايي: دا خلک يوه داسي نظام
ته سپارل سوي دي چي نهايت نامنظمه او غير مسلکي دى. د گوانتانامو ٣٢ بنديان همدا اوس د پلچرخي په محبس کي
ورځي او شپې تېروي. د پلچرخي د محبس څلرم بلاک دامريکا په پيسيو جوړ سوى دى. د بنديانو خپلوان او
مدافع وکيلان شکايت کوي چي په مياشتو مياشتو يې چا د بنديانو خبر ندى اخيستى. ددې کال په سرکي، همدغو
بنديانو د خپل حال دمعلومولو لپاره يوه عريضه کړې وه. خو کله چي يې چا غاو و نه کړ، بنديانو خپلي خولې
وگنډلې او په اعتصاب يې لاس پوري کړ. کله چي حکومتي مقاماتو د دوى پر دوسيو باندي د غورکولو وعده وکړه،
بنديان هم خپل اعتصاب ختم کړ. د بنديانو لمړۍ غوښتنه دا وه چي پر دوسيو باندي دي ژر ترژره غور وسي، څو
هم د هغوى تکليف معلوم سي، او هم يې د برخليک په باب ژر تر ژره فيصله و سي.
د قضيې سره اشنا
افغاني او امريکايي وکيلان وايي په افغانستان کي ددې بنديانو قانوني تعقيب او پروسه د
گوانتانامو د زندان د پاليسيو ادامه ده. هغوي وايي د پلچرخي په څلرم بلاک کي د بنديانو سره داسي
چال چلند کېږي چي د بين المللي موازينو او معيارونو څخه څرگنده سرغړونه ده. د بنديانو شاهدان او اسناد نه
منل کېږي اود هغوي وکيلان ټولو اسنادو ته لاس رسى نلري..
امريکايي مدافع وکيله،تينا فاسټر، چي د
"بين المللي انصاف د شبکې" په نامه يوې موسسې سره کار کوي، د پلچرخي څلرم بلاک يې لېدلى دى. هغه وايي د يوه
بندي محاکمه چي دايې شاهده وه فقط ١٥ دقيقې دوام وکړ. هيڅ شاهد نه وو؛ شواهد او اسناد ډېر لږ وه؛ او
اضيانو مازي يو څو معمولي پوښتنې وکړې. مېرمن فاسټر وايي: "افغاني قاضيان او محکمې د اشغالگرو قواوو د لاس ا
ه دي. حتى که چيري متحده ايالاتو د يوه قاضي ککرۍ ته توپنچه هم نه وي نيولې، بيا هم قاضيان پدې پوهېږي چي لا
ا څه غواړي."
ښاغلي لعل په کال ٢٠٠٢ کي د کنړو په ولايت کي دامريکايي عسکرو په منگلو کښېوت. هغه وايي
دښمنانو امريکايي عسکرو ته د طالب په نامه ور تسليم کړ. لعل وايي امريکايي عسکرو سمدستي د طالبانو
په باب تحقيقات ترې پيل کړل. کله چي بگرام ته يوړل سو، هلته هم امريکايي عسکرو پخپلو تحقيقاتو کي د طا
بانو، بن لادن، او ملا عمر په باب پوښتني کولې. بيا د گوانتانامو محبس ته واستول سو، او هلته يې دوه کا
ه تخت کوټه قفلي تېره کړې ده. هغه وايي کله چي گوانتانامو ته يوړل سوم، مدام يې را څخه پوښتل:" طالبان چيري
دي؟ ملاعمر چيري دى؟ بن لادن چيري دى؟ ايا ژوندى دى؟" ښاغلى لعل وايي: "ما ورته ويل چي زه نه
يم خبر. تاسي بايد دهغوى په حال ښه خبر ياست."