دخپریدو نیټه : 2008-04-23 مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل
خالد:دکاناډا وزېر ته غلط معلومات ورکړل سوي وؤ
ژباړه او ترتيب: ميرويس جلالزی
سرچينه:گلوبل انډ ميل
د
کندهار والي" اسدالله خالد" واېې د ده په اړه د کاناډا د باندنيو چارو وزير " ماکسيم برنر"وروستۍ څ
رگندوني ښيي چې د ده د ټاکني په اړه د پردې تر شاه څومره اختلافات دي او ځيني کسان غواړي زما او د کانا
اېې متحدينو تر منځ په نظامي برخه کې طوتيه وکړي او اختلافات نور هم شديد کړي. د کندهار والي د
کاناډايي وزير وروستۍ څرگندوني د ده او کاناداېې ځواکونو تر منځ د حساسيتونو او اختلافاتو يوه
خطرناکه بيلگه په ډاگه کړه .اسدالله خالد چې د ځان په اړه د کاناډا د باندنيو چارو وزير تر وروستيو څ
گندونو وروسته د لومړي ځل لپاره له يوې کاناډايي رسنۍ ( گلوبل انډ ميل) سره مرکه کوله دځان په اړه د
ښاغلي برنر تورونه رد کړل او له خپل اوسني موقف څخه ېې دفاع وکړه او هغه تورونه ېې رد کړل چې په ده
باندي د اداری فساد او ټگي په اړه لگول شوي وو .د کاناډا د باندنيو چارو وزير کندهار ته د خپل سفر پر
مهال د اسدالله خالد د ژر تر ژره گوښه کيدو غوښتنه او گواښ کړی وو .اسدالله خالد په دې مرکه کې د تورنو د
ردولو تر څنگ له خپلو نړيوالو متحدينو سرټکونه کړي او کاناډايان ېې تورن کړي چې د خپلو ژمنو په
عملي کولو کې پاتي راغلي او په ډيرو مواردو کې کله چې پوليس له طالبانو سره په جگړه کې ښکيل شوي نو
کاناډايي ځواکونو د هغوي له مرستې ځانونه په شا کړي دي .اسدالله خالد واېې دی په دې باور دی کله
چې د بهرنيو چارو وزير د کندهار هوايي ډگر ته رسيدلی وی نو ښايي کاناډايي قوماندانانو ورته زما په اړه
نا سم معلومات ورکړي وي او ښاغلي برنر به د همدې ناسمو معلوماتو په استناد ما ته د يو ديپلوماتيک
طوفان په ترځ کې له دندې څخه د گوښه کيدو گواښونه کړي وي .اسدالله خالد واېې يوازي افغان منتخب دولت دا حق
ري چې زما د برخليک په اړه پريکړه وکړي او يوازی افغان حکومت دا حق لري چې له ما څخه د فساد د تورنو په اړه
تحقيق وکړي .که څه هم کاناډايي صدراعظم د خپل بهرنيو چارو وزير خبري بيرته واخيستي او هغه ېې يوه
ديپلوماتيکه تيروتنه وبلله خو اسدالله خالد واېې چې وروسته ورته د کاناډا يو مقام د بښني د غوښتو په
اړه ټليفون هم وکړ .د کندهار والي چې په يو ښکلي د فتر کې د مرکې پر مهال د خبريال پوښتنو ته ځوابونه ورکول خپل
لاس کلک په ديوال وواهه او په ډيره غوصه ېې دا څرگنده کړه چې څومره د ده او کاناډايي ځواکونو تر منځ
اړيکي خرابي شوي دي . نوموړي د خپلې مرکې په يوه برخه کې وويل:"ښايي دا د باندنيو چارو وزير" ماکسيم برنر"
غلطي نه وي ښايي دا د يو يا دوو هغو کسانوغلطي وي چې د کندهار په هوائي ډگر کې ېې ده ته
نا سم معلومات ورکړي وي." که څه هم کندهار ته د ښاغلي خالد په ورتگه په سلگونو تنه دولت ضد وسله وال وژل
شوي او د ژيړۍ او پنجوايي په ولسواليو کې کومې چې د طالبانو عمده مرچې بلل کيدي اوس تر ډيره حده امنيت ټينگ شوی
خو د کاناډايي وزير دا څرگندوني ښيي چې نوموړی کندهار ته په رسيدو خورا احساساتي او غلط عمل کړي
، داسی عمل چې تر اوسه هم کوم ديپلومات او يا بهرنی مقام په رڼا ورځ ندی تر سره کړی او بل دا چې د افغانستان م
ي حاکميت ېې هم تر پوښتني لاندي راوستی. کاناډايي سرچيني وايي چې ښاغلی خالد د ولسمشر کرزي له خوا
د ښاغلي برنر تر څرگندونو دمخه دوو نورو دولتي ځايونو ته په گوتو شوي وو خو اوس نو ښاغلی کرزی هڅه کوي چې
اسدالله خالد د يوې مودې لپاره په خپله اوسنۍ دنده وساتي ځکه چې که چيرته نوموړي سمدستي له دندې گوښه کړای شي
نو دا به په ډاگه کړي چې ښاغلي کرزی په خپل حکومتي جوړښت کې ځيني ټګ کسان ټاکلي دي .اسدالله خا
د په خپله دې مرکه کې په وار وار له ناټو تړون سره د خپلو مرستو ټټر وهلی خو له کاناډا ډير خفه ښکاريده .اسدالله
خالد په خپله دې مرکه کې د فبرورۍ مياشتي د 18 مې نيټي پيښي ته اشاره کوي او واېې چې ده کانا
ايي ځواکونو ته ويلي وو چې د سپين بولدک ولسوالۍ په لور ور نه شي خو هغوې دې خبري ته اعتنا ونکړه او
وروسته پر دوي د طالب وسله والو له خوا بريد وشو چې کاناډايانو ته د مرگ ژوبلي سربيره 31 تنه ولسي افغانان
هم د چاونې ښکار شول . اسدالله خالد په دې مرکه کې کاناډايان په هغه حادثه کې هم گرم وبلل چی پر وينا ېې ده د
کندهار لويديځ پلو ته د پوليسو يوه ډله د کوکنارو د کروندو د له مينځه وړلو لپاره استولی وه خو هغوي چې
ه طالبانو سره په جگړه کې ښکيل شول ناټو ځواکونو ورسره هيڅ راز مرسته و نه کړه او گڼ شمير پوليس مړه او
ژوبل شول .اسدالله خالد وايې ښايي د ښاغلي برنر داڅرگندوني د کاناډايي ځواکونو له هغو پ
انونو سره تړاو ولري چې څه موده وړاندي ېی غوښتل خپل يو ژباړن چې پاچا نوميده زما پر ځای وټاکي
په داسي حال کې چې دې ژباړن د هيڅ کار وړتيا نلرله او داسي استعداد هم نه لري چې والي شې . پاچا نومی دا کس په
کندهار کې د کاناډايي ځواکونو د قوماندان جنرال "گوی لاروچ" ژباړن او سلاکار دی چې افغان الاصله کانا
ايی دی او 28 کاله عمر لري.د خالد د دفتر يو چارواکي وويل چې پاچا نومی اوس دا نوم ځان ته د مستعار نوم په
توگه ټاکلی او اصلي نوم يي بل دی.اسدالله خالد واېې چې د پاچا د مقرريدو په اړه ېې له دريو م
ياشتو راهيسي آوازې اوريدلي دي .ښاغلی خالد واېې چې ما په خپله له پاچا سره کتلي او هغه ته مي ويلي چې دا
به ښه وي تر څو له افغان ولسمشر کرزی سره وگوري او هغه تا ته په حکومت کې دنده درکړي او دا کار چې اوس يې
کوي ښه ندی، ځکه مونږ منتخب حکومت او ولسمشر لرو . د ښاغلي اسدالله خالد په اړه د کاناډايي
وزير دا څرگندوني د هيواد په دننه او بهر کې د افغانانو له خوا وغندل شوې او هغه ېې د ماکسيم برنر له نا
پوهۍ څخه زيږنده وبللي.
(اسدالله خالد)