مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-05-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د مجاهدينو پر جشن د طالبانو يرغل (شپيګل اُن لاين)

دډاکتر عبدالباري ژباړه

شپيګل اُن لاين:  ٢٧/اپريل/ ٠٠٨
د مجاهدينو د نظامي پريټ پر مهال ګډوډي او وارخطايي: طالبانو د کابل ښار په منځ کي د رسم ګذشت پر لوژ هاوانونه او توغندۍ ور فير کړې، جمهور رئيس کرزی او رابلل سوي بهرني ميلمانه يې لاس پښه او په تېښته سول. دشپيګل خبريال اولريش فيشنر او د شپيګل عکاسه تينا هاګر په کابل کي دغه چپاو په خپلو سترګو ليدلئ دئ.
کابل:   په افغانستان کي د ډاکټر نجيب الله د حکومت په وړاندي د مجاهدينو د بري جشن هر کال په خورا برو برو، پَشو پَشو سره لمانځل کيږي.
د سهار ٩ بجې او٥٠ دقيقې وې چي جمهور رئيس حامد کرزي ددې جشن په مناسبت پوځي رسم ګذشت پرانيست ، په داسي حال کي چي د پاليش سوي هوموې موټر په محفظه کي ولاړ وو او کرار کرار د قدم په سرعت د لوژ په استقامت وان وو،اوسرتيرو ته چي په عسکري نظم سره د جشن پر ميدان کتار ولاړ وه، ستړي مه شی وويله. هلته په لوژ کي تر سايې لاندي دافغانستان ددې نوي اسلامي جمهوريت مشران  او ورسره ډير بهرني سفيران ناست وه.
د افغانستان ټو ه کابينه، لوی درستيز ، د پوليسو او عدلي چارو مشران  په دې ورځ سره راغونډ شوي وه، څو د مجاهدينو ددغې ورځي درناوی پر ځاي کړي. ولوژ ته مخامخ د کرزي او دياغيانو د وژل شوي مشر احمد شاه مسعود چي اوس ددې مجاهدينو تمثال ګڼل کيږي، دوه غولپيکره عکسونه ځړيدل. دقرآن مجيد د څو آيتونو تر لوستلو وروسته د اتلولۍ سندري پيل سوې اود افغانستان د ملي سرود د ږغولو سره سم د امريکا د متحده ايالاتو، فرانسې اوبرتانيې سفيران  ، د ايساف قوماندان دن ميک نيل او په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د استازي مرستيال کريستوفر الکساندر هم پر پښو ودريدل.
د جشن تر ورځي دمخه لا د بريدونو په هکله ښه ټينګ خبرداری ور کړل سوی وو. د شپيګل د معلوماتو له مخي د کورنيو چارو د وزارت رپوټچيانو په کابل او شاوخوا سيمو کي د احتمالي بريدونو او د بمونو د چاودلو په هکله پخوا لا خپل سخت خبر دارئ ورکړی وو، له همدې امله وو،چي يو لړ بهرني ديپلوماټان جشن ته نه وه راغلي .دا نور ميلمنو هم دخپل ام نيت غم خوړلئ وو. د ډيرو ديپلوماټانو تر کرتيو لاندي د مرمۍ ضد واسکټونه د ورا ځايه معلوميدل.
پوره ٩ بجې او ٠ دقيقې وې چي څه ناڅه ٥٠٠ ميلمنو د پريټ وپيل ته سترګي په لار سول. پينځه دقيقې وروسته  د سلامۍ هوايي ډزو م ځکه ولړزوله. تر درې څلورو ډزو وروسته د ماشينګړو ډزي په ورګډي سوې. يو امريکايي افسر پورته سو او په لوړ آواز يې د خپل څلور ستوري جنرال ميک نَيل پر خوا نارې کړې چي: ” سَر، دا د پروګرام برخه نه ده!“
د عيدګاه مسجد جامع ومخ ته د احترام ګارډ سرتيري چي تر دې مهاله په خپل ښايسته نظم سره کتار ولاړ وه، وتورېدل. خوارکيانو سرونه ټيت نيولي وه او د لمر لويدو پر خوا يې ځغستل، غوښتل يې چي ځانونه د ډزو څخه وساتي. داسي ښکاريدل چي دغه ډزي د ګ رګاه له خوا کيدلې. تر ١٠ بجې وروسته  د پريډ پر ميدان د هاوان لومړنۍ مرمۍ راوتوغېدلې. د دغو مرميو څخه يوه  د لوژ پر خوا را وسوږېدله چي پخپله جمهور رئيس کرزئ او د حکومت غړي پکښې ناست وه، خو (وايي بلا وه برکت يې نه وو! ژ. )  مرمۍ ولاړه، هلته ٤٠ متره ليري ولګېده. تر دې وروسته د لوژ ومخ ته د ټانک ضد مرميو ( RPG  )    وارونه پيل سول ، خو (شکر) چي پر خلګو نه ومښتل. 
په دې بدمرغه ورځ سرتيرو د ځان دفاع ځکه نسواي کو اي، چي وايي و دوي ته مرمۍ نه وې ورکړل سوي. دا هم په دې خاطر چي حکومت بيرېدئ ،څو د جشن په ورځ دوي پخپله پر بده وانه وړي ،ياغيان  نسي او پر کرزي  حمله ونکړي. يوازي دامنيت يو څو محدودو کسانو د يرغلګرو په وړاندي زي وکړي. تر دې وروسته په هوا کي هليکوپټرونه را ښکاره سول او پر يرغلګرو يې حملې وکړې.
د جشن ميلمانه د خپلو سرونو دخوندي کولو په خاطر د لوژ شاته ورځغستل، خو ليدل کيده چي د شا له خوا هم بريدونه کيدل. سفيرانو، جنرا انو، نظامي آتشې، دملګرو ملتونو د سازمان مأمورينو ټوله اوس د امنيتي مسؤلينو د امرونو سره سم  خوځيدل. د دوي څخه بعضي کسان  ښه ډير وخت  د لوژ تر شا ځانونه پټ کړي وه، او بعضي کسان هم کړوپ کړوپ کيدل او خپلو م وټرانو ته يې ځانونه رسول. د کابل ښار د ډير وخت لپاره د ترافيک پر مخ تړل سوئ وو. د ښار په ټولو څلور لارو کي د اردو پوځونه  ګرزېدل. همدارنګه د کندهار او مزار شريف پر سړکونو تګ راتګ منع سوئ وو.
جمهور رئيس وروسته په خپله تلويزيوني وينا کي خلګو ته ډاډ ورکړ، چي امنه اماني سوه او وضعه تر کنټرول لاندي راغلې ده. د کورنيو چارو د وزارت معين جنرال محمد داود، چي دی پخپله هم يو وخت د مجاهدينو قوماندان وو، د شپيګل د يوې پوښتني په جواب کي تائيد کړه چي په ډزو کي د افغانستان د پارلمان درې غړي (( ټپيان)) سويدي. نوموړي دا هم وويل چي پوليسو تر دې پيښي  يو ګړی وروسته  د جشن سيمي ته په نږدې کورونو پينځه شکمن طالب جنګيالي کي نيولي دي.
و حکومت ته نږ دې کړۍ وايي چي طالبانو ددغي پيښي مسؤليت پر غاړه اخيستی دئ. د امريکې د سفارت په يوه راپور کي راغلي دي چي د ي غل کونکو دوې ډلي وې اوپه هره ډله کي يې لس کسه وه. په دې راپور کي دا هم ويل سويدي، چي داسي شواهد سته، چي طا بانو په خپل لاس د جشن په سيمه کي وسلي پټي کړي وې.
 خو هم په سياسي لحاظ او هم د يوې نښي نښانې په توګه و ح کومت ته دغه پېښه پر ډير ناوړه وخت رامنځته کيږي، هغه داچي د جمهوري رياست راتلونکو انتخاباتو ته لا يو کال پاته دئ، چي په هيواد کي دننه او هم دهيواد څخه دباندي پرجمهور رئيس حامد کرزي باندي نيوکي کيږي. په دې هکله د هغه ږغږوغي او تبصرو کمئ نسته چي وايي په هيواد کي عامه امنيت ډيرخوار او پمن دئ.  
داچي نن ورځ د دولت داسي يوه حساسه  چاره چي د ډيره وخته راهيسي يې هره خوا ښه سنجول سوې وه،  د ډزو او ګډوډۍ په ناورين بدليږ ي، پر دولت د بدګمانۍ پېټئ نور لا درنوي او د هيواد څخه دباندي اوس دغه مباحثه نوره لا تودوي چي آياپه افغانستان کي د نړيوالي ټولني پراخ اوهراړخيز فعاليت په رښتيا هم څه ګټه لري اوکه نه؟  په افغانستان کي هم دا اوس  د نړۍ ٤٠ هيوادونه په نظامي عملياتو کي برخه لري، او د ملګرو ملتونو ٢٦ سازمانونه  فعاليت پکښي کوي.


و رسم ګذشت ته  حامد کرزي اتګ

د لوژ پر ځاي په عسکري موټر کي

د مرميو باران او دسرتيرو منډي

تر څو چي وضعه تر کنټرول لاندي راتله، ډير ځنډ په کښېوتئ

ننداره چيان د امن په ځاي پسي ګرزېدل

بعضي کسان د لارۍ تر شا پټ سول

د طالبانو بريد ګډوډي را منځته کړه

ميړه هغه دئ چي ژر ميدان پريږدي.

نن ورځ وسلې په درد نه خوري

دوي د ځان دفاع نسواي کولاي

ځکه دوي ته پوچک کارتوس ور کړل سوي وه

ښه ډير وخت وروسته جنګي هليکوپټر را ښکاره سو

.

يو ژورناليست تر راکټي بريد و وسته ځغستل

د مرګي بيره! يرو خلګو پروت وکړ چي د مرميو څخه ځانونه بچ کړي.

انقلابي اوښ ( يو پخوانئ عکس )

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery