مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 0000-00-00   مخپرونکئ : هاري ( harri )

آمريکابايدپرکرزي باندي څه فشار ډېر کړي (هاري)

هاري -واشنگټن

آمريکا ته پکار ده چي پرکرزي باندي فشار ډېر کړي

د اکانوميسټ مجله د مې پر ٢٢ په يوه تحليلي رپوټ کي ليکي:  کېداى سي دا"ښه جنگ" هم ناکامه سي.  د اکانوموميسټ مجله ادامه ورکوي  او وايي: امريکا ته پکار ده چي د افغانستان پر جمهورريس کرزي باندي فشار زيات کړي.   په عامه افکارو کي، د افغانستان اشغال د "ښه جنگ" په نامه  شهرت لري، مگر همدا ښه او مش وع جنگ  د عراق د "بد جنگ" لپاره قرباني سو. طالبانو په افغانستان کي د القاعده لپاره د سېب او امن ځاي برابر کړى وو.  حتى د سپټمبر د تروريسټي حملو څخه  را وروسته يې هم د القاعدې د مشرانو د تسليمولو څخه ډډه وکړه.  کله چي آمريکا افغانستان اشغال کړ، د عراق په شان د استخباراتو تحريفولو   ته کومه خاصه  اړتيا نوه.  دغه راز، د افغانستان د ماموريت په ارتباط په ملگرو ملتونو کي هم هيڅ ډول بې اتفاقي نوه.  د آم ريکا د جمهوري رياست د انتخاباتو  دوه ديموکرات کانديدان بارک اوباما او هېلري کلنټن هم وايي چي آمريکايي عسکر بايد له عراق څخه را ويستل سي او افغانستان ته واستول سي.  ځکه د افغانستان جنگ هم مشروع دى او هم يې د گټلو امکان ډېر دى.

د عامه خلکو همدا نظر معقول، موجه او پرځاى دى.  که څه هم، په افغانستان کي دناټو عسکر ډېر کم دي، خو د عسکروکموالى اصلي ستونزه نده.   اساسي خطر  د افغانستان فاسد او کمزورى حکومت د .  د کرزي  په حکومت کي  پراخ اداري فساد او په پېخر  بې کفايتۍ  حاکمه ده.  د کرزي د حکومت همدا سياسي کمزوري د افغانستان د عمومي فقر ، وروسته پاتي والي، او عمومي بدي  وضعي محصول ندى، بلکي همدا مزمنه کمزوري په کابل او واشنگټن کي د يوه  سياسي موقف، پاليسيو، او ماموريت ناکامي ښيي.  حامد کزرى د يوه موثر او باکفايته حکومت د جوړولو  لپاره د زړه له کومي هلي ځلي نه کوي؛ او جورج بوش د کرزي لاس څرنگه چي لازمه نده، نه پېچي. 

بلخوا، د طالبانو پرخلاف جنگ تر ډېره حده پوري ښه روان دى. که څه هم، طالبان په پاکستان کي د سېب ځايونه لري، خو طالبان د يوه ښار د نيولو توان نلري.  د آمريکا پرله پسې  قاتلانه حملو د طالبانو مهم او باتجربه قومندانان يو په بل پسې د مرگ گوله کړل.  طالبان همدا اوس له مخامخ جنگ څخه ډار او کرکه لري او يوازي د سړک د غاړي په بمونو گوزاره کوي.  همدا اوس، د نورو سيمو د بايللو خطر کم ښکاري، خو اصلي خطر دادى چي دا جنگ به دوامداره سي.  حکومت به پر ښارونو باندي حاکم وي، او طالبان به پر شاوخوا سيمو باندي ح کومت کوي.

همدا نظامي بن بست او د هيواد وېش په ا فغانستان کي د غرب ماته نه ښيي، بلکي برى هم نه سو ورته ويلاى.  آمريکا افغانستان د القاعده دختمولو په غرض اشغال کړ، خو القاعده همدا اوس د پاکستان په قبايلي سيمو کي ټنډه خوبونه کوي.  بلخوا، د همدې نظامي بن بست  ساتل هم گران کار دى.   په افغانستان کي د ناټو د عسکرو تلفات په غربي نړۍ کي له جنگ سره د اروپايانو او نورو غربيانو مخالفت ډېروي.  که چيري په همدې "ښه جنگ" کي پرمختگ رانه سي،  د غربيانو اندېښنه به نوره هم زياته سي.

څرنگه بايد لدې ستونزي سره  مبا زه وسي؟  څرنگه چي  آمريکا په عراق کي راگېره ده، آمريکا  افغانستان ته د نورو عسکرو د استولو توان ن ري.  که څه هم، د افغانستان پوځ قوي او غټېږي، خو د ملک د ساتلو لپاره د نورو ملاتړ ته اړيتا لري.  حقيقت دادى چي د افغانستان روانه ستونزه په نظامي لارو چارو نه فصيله کېږي، بلکي ددې   سياسي مشکل  حل په سياست کي دى. 

لمړى،د کزرى څخه  بايد د يوه داسي پاک او باکفايته حکومت د جوړولو غوښتنه وسي چي خ کو ته د مقدماتي خدماتو د  رسولو صلاحيت او قابليت  ولري.  هغه مجبوره دى چي د هيواد پښتون اکثريت ته په حکومت کي غټه ونډه ورکړي، څو پښتانه  له طالبانو څخه را جلا سي . 

ښاغلى کرزى په دواړو ساحو کي ناکامه دى.  تر ټولو بده لا دا ده چي داصلاح لپاره هيڅ کوښښ  هم نه کوي.  هغه هيلي چي د کال ٢٠٠٤ په انتخاباتو کي د کزري د برياليتوب لپاره را پيدا  سوي وې، هغه مري.  ښايي هغه په شخصي لحاظ څه پاک وي، خو ه خپله حکومت څخه يې هغه جنگسالاران او قاچاقبران ندي ليري کړي کوم چي د ده  سره نژدې روابط لري.  د کرزي په حکومت کي اداري فساد او  بې کفايتي له روايه ښکاري.  همدا اوس، آمريکا په افغانستان کي د مرستو د رسولو لپاره  د بياودانولو  پر ولايتي ټيمونو باندي تکيه کوي.  مگر د آمريکا همدا پاليسي د افغانستان د ح کومت خلا نسي ډکولاى، حتى د افغانستان د حکومت د موسساتو د جوړېدو مخه لا هم نيسي.  نتيجه دا ده چي حکومت خپل مشروعيت  له لاسه ورکړى دى.

ايا دا به سم کار وي چي د افغانستان د ناکاميو پړه پر يوه کس باندي واچول سي؟  مسلماَ نه.  ديرش کلنونو پر له پسې جنگونو او سياسي بې ثباتيو دونه زيانونه رسولي دي چي يو مشر يې د جوړولو توان نلري.  که څه هم، ښاغلى کرزى يو پښتون دى، خو خواخوږي او  زړه يې د شمال له ايتلاف سره دى.  هغه له څو خواوو راگېر دى. 

بلخوا، آمريکا ته هم دا لازمه نده چي خپلي ټولي هيلي په کزري پوري وتړي.  کرزى  په کال ٢٠٠١ کي د بوش د ادارې د يوه ډاکټر  نسخه وه.  وروسته، آمريکا په عراق کي د کرزي غوندي  ديوه مشر  د پيداکولو په لټه کي سوه.  مگر اوس دا بيخي په ډاکه سوه چي د حکومتونو  د جوړولو پاره  لنډه او اسانه لاره نسته.  که چيري غرب غواړي چي په افغانستان کي موفقه سي، پکار دا ده چي  دحکوم تي او مدني موسساتو جوړولو ته ملا وتړي، نه د يوه داسي مشر چي آمريکا  انتخاب کړى دى. 

دا ددې مانا نلري چي د يوه ملت جمهورريس پسي واخيستل سي.  که چيري افغانان غواړي چي له کرزي څخه ځان خلاص کړي، په رات ونکي انتخاباتو کي بايد همدا کار وکړي.  خو په عين زمان کي، نړۍ ددې حق لري چي د خپلو مالي او انساني مرستو په بدل کي د کرزي له حکومت څخه کار او نتيجه وغواړي.  آمريکا بايد پر کرزي باندي فشار واچوي چي د  مخدره م وادو کر او قاچاق بند کړي، په حکومت کي دخيل قاچاقبران محکمو ته راکش کړي، او د سياسي روغي جوړي پروسه لا گړندۍ کړي.

د افغانانو سياست تل خونړى، تياره، او شډل وي. خو بده لا دا چي  ښاغلي کرزى ښايي دونه کمزو ى او بې ارادې وي چي د حکومت د حيثيت د اعاده کولو توان هم  و نه لري.  د کرزي د ناکامۍ يو علت دا دى چي جم هورريس بوش پر هغه باندي هيڅ  فشار ندى اچولى.  لنډه دا چي د کرزي  دباوول پکار دي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery