په افغانستان کي لوږه او ام
يکايي عسکر ډېرېږي
د نيويارک ټايمز ورځپاڼه د مې د مياشتي پر ٢٧ باندي ليکي: د هلمند ولايت د گرمسير
په ولسوالۍ کي برتانوي عسکر څه د پاسه دوه کاله د طالبانو سره په اخ و ډب لگيا وه. پدې دوو کلونو کي، د ګرم
سير بازار په کنډواله او خرابه بدل سوى دى او شاوخوا کورونه تش تور ولاړ دي.
مگر امريکايي مرين عسک
و په ٩٦ ساعتو کي د ولسوالۍ او باراز شاوخوا سيمه د طالبانو له شره خلاصه کړه. هغوى يې قريب شپږ
ميله په شا تمبولي دي. يو کال پخوا، امريکايي مرين عسکر لدې سيمي څخه هغه وخت وايستل سوه چي د يوې انتحاري
حملې وروسته يې ١٩ تنه ملکي خلک قتل کړل.
دا ځل به د امريکايي عسکرو چال چلند ضرور تر ذره بين لاندي وي
ځکه په افغانستان کي دامريکا په قيادت د خارجي عسکرو لخوا د ملکي افغانانو وژل سخته غوغا او انتقادونه را پو
ته کړي دي. بلخوا، د طالبانو پر خلاف د امريکايي عسکرو عمليات څه نوې خبره نده. د افغانستان په گوټ گوټ
کي خارجي عسکر طالبان له يوې سيمې څخه پسي و اخلي، خو د خارجي عسکرو له وتلو څخه سمدستي وروسته طالبان بې
ته هغي سيمي ته ورسي.
په گرمسير کي، د طالبانو د شاتگ سره سم، دسيمي ولسوال د لښگرگاه څخه بېرته
خپلي ولسوالۍ ته ولاړ. دغه راز، دسيمي مشران او خلک هم بېرته ورو ورو خپلو ځايونو او کورونو ته ورستانه
کېږي. د خارجي قوې يو قومندان وايي: خلک ډېر زيات خوشبين دي. د گرمسير تر نيولو وروسته، طالبانو څو
واري متقابلي حملې وکړې، خو هر پلا په شا وتمبول سول. ځايي خلکو د همدې کشمکش له ډاره خپل کورونه پرېښي
وه.
د امريکايي عسکرو يو قومندان وايي: "هرڅوک وايي چي طالبان يې ندي خوښ. هغوى شکايت کوي او وايي
چي طالبانو يې خوراکي مواد، کالي، او موټران غلا کړي دي."
د نيويارک ټايمز اخبار ادامه ورکوي او
يکي: د هلمند جنوبي سيمي د افغانستان ډېري شتمني منطقې دي. دلته غنم، جوار، او نور غله جات کرل کېد
. خو پدې تېرو څو کلونو کي، پدې سيمه کي د کوکنارو کر رواج سوى دى. همدا اوس، افغانستان د نړۍ ٩٨ فيصده ت
ياک توليدوي.
د هلمند ولايت جنوبي سيمي د طالبانو د تگ راتگ عمومي لاره ده. اکثره طالبان په پاکستان
کي د گردي جنگل د مهاجرو له کمپ څخه هلمند ولايت ته ور اوړي. پدې طالبانو کي، عرب، پاکستانيان، او چچين
امل دي. دناټو يو قومندان وايي: "پدې منطقه کي، د طالبانو اکثريت پاکستانيان او عرب دي. ځايي خلک له
هغوى څخه کرکه لري. محلي خلک شکايت کوي چي د طالبانو په صفوفو کي عرب، پاکستانيان، او ايراني بلوڅان گډ دي.
محلي خلک وايي: "د طالبانو ماليات خورا جگ او زيات دي. هغوى وايي پدې تېرو دوو کلونو کي طالبانو زورزياتي ته م
خه کړې ده."
بل پلو، د واشنگټن پوست اخبار د مې پر ٢٥ باندي په افغانستان کي د خوراکي موادو د قيمتونو
د بېساري جگوالي په باب په يوه مفصل رپوټ کي ليکي: دکابل د سنگ تراشي په کوڅه کي، سهار وختي نانوايان د ډوډۍ
په پخولو لگيا دي، او ټوله کوڅه د تازه ډوډۍ بوى په سر اخيستې ده.
مگر د نانوايي څخه بهر لوږه، فقر، او
بدمرغي د مشتريانو په څېرو کي له ورايه ښکاري. خلکو عموما ډېر ه ډوډۍ رانيوله. خو نن يو ترکاڼ فقط دوې
ډوډۍ اخلي، او همدا دوې ډوډۍ د هغه د کورنۍ د اوو تنو غړو لپاره کفايت نکوي. هلته بهر د سړک پر غاړه يو
بل سړى په مړاوو او شرمېدلو سترگو گوري. څه موده وروسته، نانواى د خيرات په توگه يوه ټوټه وچه ډوډۍ و
کړي.
عبدالکريم چي يوه لړلۍ لري وايي:" کله چي نرخونه جگېږي، زموږ گېډي بايد ورسره وړې سي. پخوا ما کو
اى سواى چي يوه بوجۍ اوړه رانيسم او مېرمني به مي په کور کي ډوډۍ پخوله. مگر اوس اوړه ډېر گران سوي دي.
زه دخپلي کورنۍ د مړولو لپاره ددغه نانواى پر شفقت او زړه سوي باندي گوزاره کوم. زه هر ورځ سخت کار کوم، خو خوا
ي کښل او همت کول نور مرسته نکوي او په درد نه خوري."
د واشنگټن پوست ورځپاڼه ليکي: د خوراکي موادو د
نرخونو نړيوال جگوالي، افغانستان د لوږي د تهديد سره مخامخ کړى دى. په نسلونو- نسلونو افغانان په ا
زاني ډوډۍ اموخته وه. افغانستان په کافي اندازه غنم توليدول. خو د فبروري د مياشتي راهيسي دوامداري
قحطۍ او د خوراکي موادو د بيو جگوالي د اوړو قيمت اسمان ته خېژولى دى. بلخوا،پاکستان هم د همدې ستونزي سره
اس او گريوان دى. همدا سبب دى چي د افغانانو مشکلات نور هم زيات سوي دي.
بل پلو، د اوړو او ډوډۍ د قيم
تونو لوړوالي عادي افغانان د کرزي د حکومت څخه نور هم خوا توري کړي دي. افغانان سوال کوي چي ولي خارجي م
رستي نه ور رسېږي؟ ٣٤ کلن نجار، وحيد الله، وايي:"زموږ اوسنى حکومت زموږ په شان سوالگر دى. د حکومت
دنده دا ده چي د خلکو لپاره ډوډۍ برابره کړي او مشکلات يې کم کړي. که څه هم، دا زموږ لپاره د شرم او خجالت
خبره ده، خو د خداى احسان دى چي حکومت له روسيې څخه داوړو د رانيولو کار پيل کړى دى. کنې نو خلکو به يو بل
خوړلي واى."
په افغانستان کي، د غنمو د کموالى يو علت دا دى چي بزګرانو د کوکنارو کرولو ته ملا تړلې
ده. د هلمند دولايت يو استازى وايي:" زماپه سيمه کي، خلک د کوکنارو له کرلو پرته بله چاره نلري. زموږ
اکثره بزګران نېستمن او غريب دي. دوى د ټکټر او نورو ماشينونو د رانيولو توان نلري. دوى د اوبو د
جدي نشته والي سره مخامخ دي. غنم په هر فصل کي پنځه او يا شپږ ځله اوبه غواړي، مګر کوکنار يوازي يو پلا
اوبو ته اړتيا لري او هم په گرانه بيه خرڅېږي."
دکابل يو نانواى وايي: "زما په ټوله ژوند کي حتى د م
جاهدينو د کورني جنگونو په دوران کي، زما دونه قيمتي نده په ياد. که څه هم، اوس په ښار کي جنگ نسته، خو
د اوړو بيه درې برابره جگ سوې ده. زموږ ځيني پخواني مشتريان راځي او وايي: د خداى په لحاظ څه ډوډۍ راکه. څ
نگه زه دوى ته منفي جواب ورکم."