مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-07-19   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

AFP: دامریکې له پالیسیو د افغانانو ناخوښي (م.ج)

محبت خان

 د فرانسې دخبرې آژانس شننه:

د امریکې له پالیسیو د افغانانو اوسنۍ نا خوښي.

د امریکې د ولسمشرۍ د ټاکنو په درشل کې اوس ډیری افغانان دلته په افغانستان کې د امریکې له پالیسیو سر ټکونه کوي او هغه څه چې امریکا یې اوس په افغانستان کې کوي ورته چندان ښه نه بریښي اوترینه ناخوښ دي.په افغانستان کې د پرمختګ پڅ بهیر،ادارې فساد او د تاوتریخوالو په درولو کې د نړیوالو او کورنیو  امنیتي ځواکونو پاتې راتګ هغه څه دي چې د هري ورځي په تیریدو افغانانو د خپل هیواد د رات ونکي په اړه نا هیلي کوي. له تیرو اوو کلونو را پدې خوا کله چې د امریکې په مشرۍ شمالي  ټلوالي د طالبانو ح کومت را نسکور کړ په دې ملک کې د تیر په پرتله د تاوتریخوالي د لږوالي کمي نښي نښاني تر سترګو کیږي.د کابل پوهنتون یو محصل چې محمد مدني نومیږي په دې باور دی چې په افغانستان کې حالت ورځ تر بلي خرابیږي او ویره شته چې تر پخواني عراق به یې هم حالت خراب شي.هغه وایې : (( کله چې زمونږ تر څنګ په واټ امریکایې پلي سرتیږي تیریږي نو مونږ د امنیت احساس نه کوو نو امریکا باید په افغانستان کې خپلي پالیسي ګاني له سره وڅیړي او هغه څه وکړي چې مونږ و ته اړتیا لرو)).په داسي حال کې چې د دیموکرات ګوند کاندید بارک اوبهاما افغانستان ته د اضافي سرتیرود استلو پر سر خبري کوي خو ډیری افغانان خپل هیواد ته نور امریکایې سرتیري په ګټه نه بولي او د هغوې بریالي توب ته د شک په سترګه ګوري.بارک اوبهاما په امریکې کې د لړم د میاشتي د څورلسمي د برخلیک ټاکونکو انتخاباتو د پیل دمخه نن د نبې په ورځ په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلي او لومړۍ په بګرام وروسته په ننګرهار او بیا په کابل کې تم شو. نوموړی غواړي په خپل دې سفر سره خپل بهرنی سیاست پیاوړی کړي.په همدې حال کې د اکسفام نړیوالي ټولني سیاسي س اکار مت والدمن هم له عادي افغانانو سره هم نظری دی او افغانستان ته د نورو امریکایې سرتیرو راتګ په ګټه نه بولي.نوموړی هغه لاري چاري ښیې چې په تقویت سره به یې د افغانستان حالت ښه والی ومومي.والدمن وایې چې ولسي افغانانو ته د مرستو پر وخت او سم رسول، د کلیوالو سیمو د پرمختګ د بهیر ګړنډی کول، د ولایتونو په کچه د تاوت یخوالي را کمولو او د سولې لپاره د قومونو هڅول هغه څه دي چې د افغانستان حالت بدلولای شي.د کابل ښار یو ب  استوګن قاري محمد زمان بیا وایې هر هغه څوک چې د امریکې ولسمشر شي باید په افغانستان کې د دې هیواد پالسي بد ه کړي.هغه وایې چې دلته د امریکې اوسنۍ پالیسي ناکامه ده .          

م.جلا زی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery