مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-07-30   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

Nwe York Times: ٠ ISI له اورپکو سره اړيکي لري

م.ج

منبع:New York Times

ژباړه او ترتيب:م.ج

نيټه: د جولای 30مه

امريکايي  معتبرې  ورځپاڼي  نيويارک ټايمز نن په يو رپوټ  کې د امريکې  له ديپلوماتيکو او پوځي چارواکو په حواله خبر ورکړی  چې  د امريکې د استخباراتي ادارې CIA مرستيال روانه مياشت کې  پاکستان ته پټ سفر کړی دی .نوموړي  پاکستاني  مقاماتو ته هغه تازه اطلاعات سپارلي چې ښيې د پاکستان ځواکمنه څارگره ادارISI د افغانستان او پاکستان په گډو پولو کې له ترهگرو سره نژدې  اړيکي  لري .ویل کيږي  دې  امریکايي  چارواکي  چې پاکستان ته ېې پټ سفر درلود د امريکې  د CIA استخباراتي  ادارې  يو  لوړ پوړی غړی دی چې د افغانستان او پاکستان امنیت له نژدې څاري .دې امريکاي  چارواکي  پاکستاني دولت ته هغه شواهد ور ښولي  چې  د قبايلي  ترهگرو او ISI ادارې  د اړيکو ثبوت پرې شوی . دا شواهد ښيي  چې د پاکستان استخباراتي  اداره له هغو طالبانو سره چې  په کابل کې د هند پر سفارت د احتمالي برید شک پرې  کيږي  او همد راز په افغانستان کې  په ورستیو شخړو کې مستقیم لاس لري، پټي  اړيکي او همکارۍ لري. پاکستان ته د امریکې  د دی چارواکي  د پټ سفر څخه اوس داسی بريښي چې  د سپټم بر د بریدونو وروسته واشنګټن اوس اسلام آباد ته تر هر بل وخت زيات تند تند پيغامونه استوي .دا نوي شواهد په خاصه توگه د ISI او جلال الدین حقاني تر منځ اړيکي ښيي .جلال الدين حقاني  په قبایلو کې د يوې  تروریستي کړۍ  مشر دی او امريکا ېې له کلونو کلونو د نيولو او یا هم وژل کیدو په لټه کې ده .د New York Times دا رپوټ  واېې  چې  ظاهرا خو د پاکستان څارگره اداره له امریکې سره په ښو اړي کو ټينگار کوي  خو په باطن کې دا اداره څ نگه چې  په نړيواله کچه بدنامه ده، د ظاهر خلاف نور کارونه کوي .پاکستان ته د CIA د مرستيال رئيس Stephen R. Kappes سفر څخه دمخه گڼ  شمیر لويديځ  والو  استخباراتي چارواکو  او د بوش ادارې  عالی رتبه مامو ينو  ويلي  چې CIA بايد له ISI سره د نرمۍ  پر ځای له تندۍ څخه کار واخلي .تر اوسه دا نه ده څرگنده چې  آیا واشنگټن ته به د پاکستان د لومړي  وزیر د سفر پر مهال ولسمشر بوش له هغه سره دا مسله شريکه کړي  وي  او که څنگه،  خو يوسف رضا گيلاني  په واشنگټن کې له PBS خپروني  سره د مرکې پر مهال له ترهگرو سره د ISI هر راز اړيکي  رد کړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery