مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-08-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ایر فورس ټایمز: پر افغانستان د بم وریوستر ریکارډ

نثار احمد صمد

منبع : ایر فورس ټایمز
لیکوال : بروس رولف سن
نېټه : د ۲۰۰۸ د اګسټ ۶مه
ژباړن : نثار احمد صمد


الوتکو په جولای کی پر افغانستان باندی د خپلو بم وریو د ډیرښت ریکارډ مات کړ چی دا په نوموړي غرني هېواد کی د جګړې شدت منعکسوي .
د هوایی ځواک د مرکز له قوله په تیره جولای کی ۵۱۵  بمونه را غورځول سوي چی دا تر مخکنیو هری جولای زیات دي او د ۲۰۰۴ د پیل راهیسی درېیمه میاشت ده چی ډیر بمونه پکښی راغورځول سوي دي . په جون کی ۶۴۶  بمونه را اچول سوي دي . د ټو و میاشتو څخه ډېر بمونه د ۲۰۰۷ په اګسټ کی وو ، چی  ۶۷۰  بمونه را غورځول سوي وو  [ او درېیمه یې همدا جو ای ده ]
خو د دې هوایی حملو تعداد ځکه یوڅه لږ سو چی نوري هوایی وسلې ورسره استعمال سوي دي او پدې کی لا د هغو توپونو ګوزارونه شامل نه دي چی د « اې سي- ۳۰ » توپ لرونکو الوتکو لخوا کیږی او یا هم د طیارو څخه کوچني اکټونه را ویشتل کیږی .
لدې نه علاوه ، د سمندري پوځ څخه د هوایی ځواک « اې- ۱۰ » ، « ایف - ۱۵  اي » ، او د لیری څخه کنټرولېدونکو الوتکو هم حملې کړي او د فرانسوی او برتانوی هوایی ځواکونو لخوا هم په جولای کی منظمی حملې سوي دي .
په همدې جولای کی هلته په عراق کی صرف ۲۹ بمونه راغورځول سوي دي چی دا د ۲۰۰۶ د مني راهیسی دوهمه هغسی میاشت ده چی کمترینه بم وري پکښی سوېده .

تبصره : دا و د امریکا د هوایی ځواک رسمی اعتراف چی پر افغانستان د خپلو « خود سره » بم وریو اعتراف کوي حال داچی د فرانسویانو او برتانویانو د بمونو تعداد لا معلوم نه دﺉ . خو پوښتنه دا ده چی دوی په دې بمونو سره څوک وژلي دي ؟ خو دا یی نه ویلي او نه یی هم د ویلو جرأت لری . ځکه د دې بمباریو تر نیمایی زیات  قربانیان ملکی او بیګناه انسانان دي چی عینی شاهدانو ، د قربانیانو خپلوانو اوآزادو خارجی منابعو ثابت کړیدي . د ام یکا په مشرۍ ناټو خپلی ډول ډول مخربي او تباه کونکی وسلې بېله کوم مسؤلیته په آزادانه توګه په افغانستان کی پر افغانانو امتحان کوي ، هیڅوک او هیڅ مرجع یی هم مخ نسی را ګرځولای . نن افغانان بېله خدایه بل هیڅ ژغورونکیً نه لري خو  ګوډاګیً رژیم به د ګناه څخه د خپل دغه عظیم بار حساب او کتاب ضرور د خدای سره وکړي خیر دﺉ چی نن د خپل بادار په زور مسلط دﺉ او د خپل ولس د بم وریو ننداره کوي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery