مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-08-20   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

ای پي : کرزی په راتلونکو ټاکنو کې ګډون کوي

جلالزی

افغان جمهور ریس حامد کرزی په راتلونکو ټاکنو کې ګډون کوي.

رپوټ: کاتي ګانون


ژباړه:م.ج


نیټه: د اګست نهه ویشتمه

افغان ولسم ر حامد کرزي په کابل کې له اسوشیتت پرس خبري رسنۍ سره په یوه ځانګړي مرکه کې ویلی چې دی په دې لټه کې دی چې په رات ونکو ریاستي ټاکنو کې بیا ځلي انتخاب  شي او پر وینا یې هغه دنده سر ته ورسوي چې تر اوسه نه ده بشپړه شوي.
کرزی چې له تیرو څلورو کلونو را پدې خوا د ولسمشرۍ په څوکۍ کار کوي خپلي ناکامۍ مني او وایې چې افغانستان تر اوسه غښتلی دولت نه لري، ادارې فساد تر اوسه شته او افغانان له ترهګرۍ څخه لا هم سخت کړیږی.
کرزی په دې مرکه کې د اسوشیتت پرس خبریال ته وویل: ((  خو زه یو دنده لرم، هغه دنده چې باید یې سر ته ورسوم او د دې لپاره هو، زه غواړم د ولسمشرۍ څوکۍ ته بیا ځان ونوموم)).
کرزي چې د کابل په زړه کې یې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  سپیني افغاني دودیزې جامي پر تن وي په داسي حال کې مرکه کوله چې اوه کاله دمخه دا ځای د طالبانو یوه پوځي هډه وه.
هغه وویل: (( ما د افغانستان د بیاودانولو کار پیل کړی دی، زه غواړم چې افغانستان یو سوکاله او با ثباته هیواد وي، هغه هیواد چې افغانان پکې د وینا آزادي ولري او حقونو ته یې درناوی وشي او هغه هیواد چې په خپله تولیدات ولري او په خپلو تولیداتو ولاړ وي)).
افغان ولسمشر چې په ډیري خونسردۍ یې د اسوشیتت پرس آژانس پوښتنو ته ځوابونه ورکول وړاندي وویل : (( ما د  یادو شویو موخو یو څه تر لاسه کړي دي، خو ډیر څه لا پاتي دی او افغانستان لا په بشپړه توګه په یوه سولیز هیواد نه دی بدل شوی. د بینوا ویب پاڼي درنو لوستونکو افغان ولسمشر په دې مرکه کې وړاندي وویل:
(( د افغانستان خلګ اوس په بي ساري ډول د ترهګرۍ ضد جګړې او د سولي د لاس ته راوړلو له جګړې څخه زیانونه ګالی)).
هغه وایې افغانستان لا هم یو غني هیواد نه بلکه ډیر خلک یې وږدي او بي وزله دي.
د کرزي د واکمنۍ پر سر د نړیوالو یو تر ټول ستر انتقاد په دې هیواد کې د کوکنارو مخ پر زیاتیدونکی تولید دی هغه تولید چې د کرزي ځیني سیاسي ملګري او په خاصه توګه د هغه ورور احمدولي کرزي هم پکې ښکیل بلل کیږي خو ولسمشر کرزی په دې کاروبار کې د خپل ورور لاس لرل په کله ردوي. د بینوا ویب پاڼي څه موده وړاندي له معتبرو سرچینو څخه په نکل دا خبر هم خپور کړی وو چې ګواکي ځیني وزیران هم د م خدره توکو په کاروبار کې ښکیل دی.
اسوشیتت پرس لیکي چې که کرزی بیا هم ولسمشر شي نو دی به دا توان و نه لري چې د مخدره توکو ځواکمنه مافیا له مینځه یوسي ځکه دې مافیا په پراخ ډول په دولت کې ریښي زغلولي دي.
افغان دولت د ادارې فساد پر ضد د مبارزې یوه اداره هم لري خو حالاتو ته په کتلو سره دا اداره په خپله دنده کې پاتي راغلي ښکاري.
د حامد کرزي د حکومت د ادارې فساد پر ضد ادارې ریس عزت الله واصفي دی، هغه کس چې د مخدره توکو د قاچاق په تور یې څه موده د امریکې په زندان کې تیره کړي ده. واصفي څه موده وړاندي شکایت وکړ چې د دمخدره توکو او فساد پر وړاندي مبا زه ځکه ټکنی ده چې د کرزي د دولت ځيني والیان او د پولیسو قوماندانان په اداري فساد اود مخدره توکو په کاروبار کې ښکیل دي.
اسوشیتت پرس لیکي چې په افغانستان کې په روان کال کې د تاوتریخوالو کچه د پام وړ ختلي ده. آژانس د بیلګي په توګه د دوشنبي د ورځي هغه برید ته اشاره کوي چې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې په فرانسوي سرتیرو تر سره و.
په کابل کې د هند په سفارت او د جشن په مراسمو کې په ولسمشر کرزي باندي ناکامه وژونکی برید هم هغه دلایل دي چې پرې په روان کال کې د نا امنۍ ښه ثبوت کیدای شي.
کرزي ځیني ستونزي له خپله لاسه نه بولي .
هغه وایې چې ایتلافي ځواکونو  په ځینو مواردو کې جدي ستونزي را منځ ته کړي د بیلګي په توګه کله چې ایتلافي ځواکونه په خپل سر د کورنو پلټنه کوي او یا هم د ناسمو اطلاعاتو پر اساس په یوه سیمه بمونه وروي او وروسته بیا پکې ولسي وګړي وژل کیږ ي.
کرزي د افغانستان په کلیو باندي د ایتلافي سرتیرو د بریدونو د بندیدو غوښتنه کوي.
هغه وایې: (( مونږ هم دا غواړو چې ترهګر په دقیقه توګه په هر ډول وسلو له مینځه یوسو خو دا بریدونه که هر څوک کوي باید یې سم او پر ځای تر سره کړي، زه د ولسي وګړو مرګ ژوبله نه شم زغملای، د ترهګرۍ ضد جګړه د افغانستان په کلیو کې نه کیږي بلکه د ترهګ و روزن ځایونه او ځالي باید له مینځه یوړلي شي)).
اسوشیتت پرسي لیکي چې حامد کرزی په خاصه توګه د پاکستان بایلي سیمو ته ګوته نیسي او وایې چې ترهګر د ده د پولو له هغې غاړي افغانستان ته را اوړي او هلته په هوساینه کې ژوند کوي.
ولسمشر کرزي په دې مرکه کې اداري فساد د خپلې ادارې تر ټولو ستره غمیزه بللي او وایې چې دا یوه افغاني ستونزه ده .
کرزي په پای کي ویلي چې د ادارې فساد پر ضد مبارزه یوه دوامداره مبارزه ده او ډیري مودي ته اړتیا لري  او زه پوهیږم چې افغانان غواړي ډیر ژر دا افغاني  پدیده له مینځه یوړل شي.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery