منبع: سنډي ټایمز انګلیسۍ ورځپاڼه
ژباړه: م.ج
نیټه: د سپټمبر اومه
د بریټانیې چاپ سنډې ټایمز ورځپاڼي د سپټمبر میاشتې د ۶مې په ګڼه
کې دولسمشر کرزي له خولي لیکلي چې انګلیس په هلمند ولایت کې د طالبانو په بیاځلي ځواکمنتیا کې لاس لري او د انګ
یزانو په دې کار یې شدیده نیوکه کړي ده.د ولسمشر کرزي دا څرګندوني د ملي شورا له یو شمیر غړو سره د خبرو پر م
هال وروسته تر هغه را برسیره شوي چې د کابل حکومت او ټوپک سالارانو د ارتباط په اړه بحثونه تاوده شول.کرزی
وایې چې د بریټانيي لومړي وزیر ګورډن براون سره یې د دوو افغان والیانو پر سر لانجه تر هغې کچې ورسیده چې براون
ګواښ وکړ چې که چیرته کرزی له خپل دریځ څخه په شا نه شي نو نوموړی به خپل ټول اوه نیم زره سرتیري له هلمند ولایت
څخه وباسي او داولایت به همداسي پریدې. د سنډي ټایمز پر حواله چې ولسمشر کرزي د هلمند د پخواني والي شیرمحمد
اخنزاده پر سر له بریټانیې سره شخړي کړي دي. ولسمشر وایې چې براون ورته وویل چې که چیرته د هلمند والي شیرمحمد
اخنزاده له دې دندې څخه هیسته نه کړي نو دی خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وباسي. د ۲۰۰۱ کال څخه را پدې خوا تر
تیري اونۍ پورې په افغانستان کې د وژل شویو بریټانوي سرتیرو شمیره ۱۱۷ تنو ته ورسیده.ورځپاڼه لیکي چې شیرمحمد
اخنزاده د انګریزانو د فشار په پایله کې په دې تور له دندې هیسته کړای شو چې ویل کیږي له طالبانو سره د تریاکو په
کاروبار کې شریک وو او په سیمه کې د شورش یو عمده عامل بلل کیده. د ورځپاڼي په باور د شیرمحمد اخنزاده له ګوښه
کیدو وروسته په سیمه کې بغاوتونو لا زور واخیست او د تریاکو کاروبار هم خپلې بي ساري کچې ته ورسیده. خو د سنډي
ټایمز ورځپاڼه له کرزي څخه په حواله لیکي چې شیرمحمد اخنزاده د انګریزانو د فشار له امله د ده له خوا ګوښه کړای
شو که نه نو د هلمند لپاره یو مناسب والي وو. ورځپاڼه د دې لیکني په بله برخه کې شیرمحمد اخنزاده په دې ګرم بولي
چې د کور له زیرمتونونو څخه یې نهه ټنه تریاک تر لاسه شوي دي نو څنګه دا کس د هیروینو او طالبانو په خطمولو کې م
هم ثابتیدای شي. اخنزاده په سیمه کې یو پر نفوذه قومي مشر وو او ولسمشر کرزی په دې باوردی چې هلمند ته به د هغه
اتګ په امنیت مثبتي اغیزي ولري خو دا کار د انګریزانو له موافقي پرته نه شي کولای . غربي دیپلوماتان په دې
باور دي چې اخنزاده په هلمند ولایت کې په بریټانوي سرتیرو د طالبانو د بریدونو اصلي هڅونکی بلل کیدای شي نه دا
چې په هلمند کې د هغه د ماموریت دوره د یوې طلایي دورې په توګه وشمیرل شي. سنډي ټایمز ورځپاڼه په پای کې لیکي چې ب
یټانوي قوماندانو له دې کبله اخنزاده د کرزي په لاس ګوښه کړ چې ګمان کیده نوموړي په سیمه کې قومي شخړو ته هم
من وهله . هغوي وایې اوس یوازي په هلمند کې نه بلکه په ټول افغانستان کې امنیتي حالت خراب شوی، طالبان لارو کوڅ
و ته راوځي په کتارونو بریدونه کوي، حکومت پلوه ماموریت له موټرو څخه کوزوي او حتی د کابل په ګاونډي توب کې
غټه شمیره بهرني ( فرانسوي ) سرتیري وژني .