مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-09-17   مخپرونکئ : هاري ( harri )

د امريکا انتخابات او افغان-امريکن ټولنه (هاري)

د امريکا انتخابات او افغان-امريکن ټولنه

په  متحده ايالاتو کي،  د کال ٢٠٠٨ د جمهوري رياست  انتخابات ښايي ددې هېواد په معاصر تاريخ کي تر ټولو مهم او حياتي انتخابات وي. واقعا،  امريکا د خارجي او داخلي جدي ستونزو سره مخامخه ده. د يوې خوا، امريکا په يوه وخت کي د افغانستان او عراق په دوو نه تمامېدونکو او جنجالي جنگونو کي لتاړه ده.  د بلي خوا، د امريکا اقتصاد خراب، د خوارکي موادو،تيلو، برق، اوبو، او ټرانسپورټ نرخونه په بېساري توگه لوړ سوي، او د صحت، کور، او د موټرانو بيمې او نور ورځني لگښتونه ديرش، پنځوس او حتى سل فيصده جگ سوي دي. خو په عين زمان کي، د کورونو ن خونه او د کورونو د معاملاتو  د سکتور سره مربوط بانکونه او پولي موسسات، اسهام او مارکيټ په خطرناکه توگه ا کښته سوى دى.  بېکاري ډېره سوې ده. انفلشن جگ سوى دى. د سترو او نامتو شرکتونو او کمپنيو ډېوالي کېدل عام سوي دي.د عامه امريکايانو اعتماد ته سخته صدمه رسېدلې ده.  ډالر خپل ارزښت له لاسه ورکوي.  خلک د سبا لپاره خوشبين ندي.  عادي امريکايانو پر جېبونو باندي لاسونه ټينگ نيولي دي او له مصرف څخه ډډه کوي. همدغو سياسي او اقتصادي ستونزو  د امريکا د پراخي او زوروري مينځنۍ طبقې ژوند او شرايط لړزانه او مشکل کړي دي.  

د امريکا د جم هورري رياست په انتخاباتو کي به معلومه سي چي ايا امريکايان د عراق د جنگ دوام  غواړي او کنه؟  په افغانستان کي څه غواړي؟ په راتلونکو کلونو کي به امريکايان په نړيواله سطحه کي څرنگه پاليسي غوره کي؟  د بوش"د ټروريزم پر خلاف" د تباه کونکي او غلطي پاليسۍ دوام او که اصلاح غواړي؟  په اسلامي نړۍ کي د دښمنانو ډېرېدل غواړي او که د افغانستان، عراق،  پاکستان، فلسطين په شمول د مينځني ختيځ د حادو او تاريخي ستونزو د حلولو لپاره نوي او موثري لاري چاري لټول غواړي ؟  په اقتصادي پاليسيو کي عمده تجديد نظرونه غواړي او کنه؟ د محيط، ايډز، فقر، سياسي بې ثباتيو، او  د نړيوال مگر بې کوره او بې مرکزه  ټروريزم د خطر، او د يوشتمي پېړۍ د  نورو گلوبلايز ستونزو کنټ ولول غواړي او کنه؟  په متحده ايالاتو کي، د کال ٢٠٠٨ د جمهوري رياست انتخابات هم دونه زيات اهميت لري.

که څه هم، په عراق کي_ البته د پخوا په پرتله_ څه امنيت راغلى، خو په سياسي ساحه کي پرمختگ نسته.  فرقوي جنگونه څه کم سوي دي، خو هر گړى يې د بيا را ژوندي کېدو امکان سته. حکومت سته، خو ډېري نوري مسلح ډلي هم سته. څه کراري ښکاري، خو خلکو اعتماد له لاسه ورکړى دى. جمهورريس بوش د امريکا د  دفاع په ملي پوهنتون کي پخپلي وروستۍ مهمي وينا کي وويل:  په عراق کي عراقيان پخپله د حکومت او امنيت چاري په غاړه اخلي.  په الابنار ايالت کي، د امنيت مسوليت د عراق ملکي چاوراکو ته وسپارل سو. دو کاله پخوا ددې پېښي اټکل هم نسو کېداى.  الابنار په عراق کي تر ټولو خطرناکه ځاى وو.  القاعد د ښار په هر گوټ کي غلې او فعاله وه، خو نن ورځ القاعده په گرده عراق کي د ام يکايي عسکرو د تعقيب او زار له ډاره لړزانه او د تېښتي او ماتي په درشل کي ده.  زموږ پالسي او "سرج"  بالاخره کار ورکى.   په بغداد او نورو ښارونو کي نسبي امنيت راغلى دى. " په عراق کي، د دغه او همدا راز نورو عملياتو په نتيجه کي، مرگه ژوبله او تشدد  د کال ٢٠٠٤ د پسرلي په تناسب را کښته سوى دى.   د ملکي کسانو وژل را کښته سوي دي، فرقوي قتلونه را کم سوي دي، ځآنمرگي حملې را ټيټي سوي دي، او د عراق په گوټ گوټ کي عادي ژوند بېرته اعاده کېږي.. . په داسي حال چي القاعده په عراق کي تر زياتېدونکى فشار لاندي ده،ټروريسټان يو ځل بيا په هغه ځاى کي فعاله سوي دي چي همدا مبارزه په لمړۍ ورځ پکي پيل سوه."

 مگر د امريکا لوى پوځي قومندان جنرال پترييس وايي:" زه د کاميابۍ ضمانت نه سم کولاى، خو حالات څه ښه سوي دي."  د امريکا د پوځ لوى درستيز، جنرال مولن،  د متحده ايالاتو کانگرس ته وويل: "موږ په افغانستان کي کامياب نه يو.  خو  زه پدې باور لرم چي کېداى سي کاميابه سو."  هغه زياته کړه يوازي په وژلو  برى نه تر لاسه کېږي.  د بياودانولو پروژي، دپلوماسي، مرستي او کمکونه بايد د نظامي عم ياتو  سره جوخت او موازي وي څو بريالي سو.  د امريکا دپوځ د لويو قومندانانو همدا نظر د بوش د ادارې اکثره څ گندوني بابېزه کوي.  د افغانستان په باب خو حتى خپله جمهورريس بوش هم د سختو ورځو او بدو ساعتونو اټکل وهي.  هغه وايي افغانستان ته نور اضافه عسکر استوي.  د افغاني اقوامو سره به يو ځل بيا د طالبانو د ماتولو  لپاره م سته او همکاري پيل کړي.    هغه وويل حالات نور هم خراب سوي دي. القاعده تر پخوا فعاله سوېده.  طالبانو ښارونه او لاري نا امنه کړيدي.  جنگونه او مرگ ژوبله ډېر سوېده.

د متحده ايالاتو د راتلونکي جمهورريس لپاره به ددغو او د امريکا د نورو پرابلومونو حلول سخت کار وي.  که چيري سناتور اوباما او که سناتور مکېن ا نتخابات وگټي، دواړه مجبوره دي چي د بوش سياسي او اقتصادي خرابۍ ترميم کړي.  دا انتخابات نه يوازي د امريکايانو لپاره اهميت لري، بلکي د افغانانو لپار يې هم اهميت ډېر زيات دى. ښکاره خبره ده چي د افغانستان برخليک په کابل کي نه بلکي تر ډېره حده_ ښايي يو څه لا بالا_ په واشنگټن کي ټاکل کېږي.  په بل عبارت، د افغانستان اوسنى حکومت د ام يکا په نظامي زور او پيسو چلېږي.  د افغانستان د جمهورريس څخه نيولې بيا تر عادي مامور پوري د امريکا او اروپا له خزانو څخه معاشونه خوري.  په افغانستان کي  بېشماره جنگسالاران، تکنوکراتان، او لنډه دا چي د حکومت اکثره بودجه د امريکا په چاندو او خيراتونو باندي چلېږ ي.  د دغسي يوه ستر طاقت نفوذ، پل، او سياسي سلطه ډېره ښکاره او څرگنده  وي. 

اوس، سوال دا دى چي کوم کانديد د افغاني ټولني لپاره گټور دى. ايا سناتور اوباما به د امريکا او افغانستان په درد وخوري که سناتور مکېن؟  ايا اوباما که مکېن کولاى سي چي موجوده بېشماره ستونزي اواري کړي؟ ددې ليکني اصلي هدف دا دى چي ددغو دواړوکانديدانو پر پالسيو باندي څه رڼا واچول سي او بيا وروسته  په متحده ايالات کي افغان-امريکن تولنه دېته تشويق کړى سي چي د جمهوري رياست په انتخاباتو کي سناتور اوباما ته رايه ورکي.  ايا د  افغان-امريکن ټولني ونډه  د امريکا د جمهوررياست د مقام په انتخاباتو اهميت لري او کنه؟ ولي بايد دا انتخابات جدي ونيول سي؟   څرنگه افغان-امريکن ټولنه د همدې هدف د لاسته راوړلو لپاره منظمه او وهڅول سي؟  ولي بايد د انتخاباتو څخه مخکي ځانونه راجستر سي؟   څرنگه ددې فرصت څخه ښه استفاده وسي؟  پدې يکنه کي به تر يو حده پوري دغو سوالونه ته هم  څه لنډ جوابونه ورکړه سي.

د امريکا جمهوري رياست انتخاباتو کي، د سناتور اوباما برى د امريکا، افغانانو، او جهان په گټه دى.  هغه د عراق د جنگ پر خلاف له لمړۍ ورځي څخه مخالف دريځ غوره کړى دى.  هغه له عراق څخه د امريکايي عسکرو راوتل غواړي.  هغه په مينځني ختيځ کي د جنگ او مرگ ژوبلي ختمول غواړي.  هغه په مينځني ختيځ کي د بوش پاليسۍ غلطي او زيانمي بولي.  ښاغلى اوباما د عراق جنگ د عراق، د سيمي او متحده ايالاتو لپاره زيانمن او خطرناکه گڼي.  سناتور اوباما د عراق او افغانستان د جنگونو  بې شمارو لگښتونو،  په زرهاوو تلفاتو، ټپيانو، ورانيو، سياسي بې ثباتيو، او د بې کوره او بې وطنه نړيوال ټرو يزم خورېدل او لا ډېرېدل اندېښمن کړى دى. سناتور اوباما وايي له مذهبي ټروريزم سره مجادله پکار ده، خو د ټرو يزم د ږېږېدو او خورېدو شرايط هم بايد وپېژندل سي.  د القاعدې او  دغه راز نورو  ټروريسټي ډلو سره  د مقابلې پاره بايد يوه نوې او موثره ستراتيژي ولرو.  هغه د عراق د تباه کونکي او غير عادلانه جنگ ختمول غواړي.  د عراق جنگ او ناروين د بوش حکومت خلق کى، خو د امريکا راتکونکى جمهورريس يې بايد ختم کي.  د اوباما همدا نظر د تاييد وړ او گټور دى.  د نړۍ اکثره خلک د ښاغلى اوباما سره موافق دى.  د عراق د جنگ ختمول پکار دي.

دغه راز، سناتور اوباما غواړي چي د افغانستان ناکراري وضعي ته د امريکا او بين المللي ټولني توجه زياته  کړي.  څرگنده خبره ده چي په افغانستان کي حالات خراب دي.  مرکزي حکومت کمزورى او فاسد دى. اقتصاد خراب دى.  بېکاري   رسما ٤٠ فيصده ښودل کېږي.  د خوراکي موادو، تيلو، او د ژوندانه د نورو مقدماتي ضرورتونو  نرخونه په حيرانونکې توگه جگ سوي دي.  بلخوا، طالبان او القاعده په تهاجم کي دي او  پر مختگ کوى. د ډيموکرات گوند لمړى  تور پوټکى کانديد سناتور اوباما څو ځله ويلي دي چي هغه غواړي  د افغانستان په  بياودانولو زياتي پيسې ولگولي.  د طالبانو او ال اعدې د ماتولو لپاره هغه هيواد ته اضافه عسکر واستوي.  هغه، په عين حال کي، د افغانستان په حکومت کي  اصلاحات، حساب او کتاب، او شفافيت هم غواړي.  هغه پوهېږي چي يوازي د نظامي مټ په زور جنگونه نه گټل کېږي.  د جنگونو گټل ښه ستراتيژي، غښتلې او پوه  دپلوماسي، ښه او مطمين ملگري، په پېخر پيسې او ښه ډېره  هوښياري هم غواړي. د اوباما همدا مفکوره معقوله، ښه، او گټوره ده.  په بل عبارت، د سناتور اوباما په کاميابۍ کي زموږ خيردى. 

د ب تانيې پخوانى دپلومات او د افغانستان لپاره د بين المللي مرستو د انسجام کولو لپاره پخوانى کانديد، ښاغلي ا ډوان ويلي دي چي د افغانستان د اوسني بحران د حلولو لپاره ښايي په اغلب گومان اوباما مناسب لېډر وي.  ښاغلى ا ډوان وايي: اوباما غواړي چي د بين المللي ستونزو او مسايلو په حلولو کي د نورو ملکونو سره همکاري او مشوره وکي.  هغه ښايي يوازنى لېډر وي چي همدا کار وکړاى سي.دغه راز، د ملگرو ملتونو پخواني باتجربه هسپانوي دپلومات او د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو خاص استازى، فرنسيس و ېنډريل، وايي: په افغانستان د ملکي کسانو زتېدونکو تلونو د حکومت او خارجيانو پر خلاف په عامه افغانانوکي قهر او مخالفت ډېر کړى دى.  هغه زياتوي متحده ايالاتو او بين المللي ټولني پر کرزي باندي له حده زيات اعتماد وکى، او بيا يې د هغه د مرکزي حکومت د صلاحيت په خورولو او پراخولو کي مرسته و نه کړه.  

مگر د ښاغلى مکېن په انتخاباتي برى کي ښايي څه نور هم تاواني او و رټل سو.  هغه د عراق د جنگ کلک طرفداره دى.  هغه د عراق جنگ ښه او ضروري بولي.  سناتور مکېن وايي دا جنگ بايد وگټل سي حتى که سل کاله نور هم وخت وغواړي.  هغه وايي د عراق جنگ اوس لا گټل سوى دى.  مکېن وايي چي د يوشتمي پېړۍ ستر چ نچ به اسلامي ټروريزم وي.  د سناتور مکېن ښکاري او جنگي مرستياله سارا پېلن وايي د عراق  په جنگ کي د خداى ا اده ده.  دا جنگ بايد وگټل سي.  هغوى د عراق جنگ ته مذهبي  رنگ ورکوي. هغوى به د بوش د اته کلني دورې  ادامه وي.  هغوى د بوش د خارجي او داخلي پاليسيو سره چندان توپير نلري. په سپينه ماڼۍ کي، د يو بل  رپبليکن جمهور ريس او يوې محافظه کاري مرستيالي راتگ به ډېر خطرناکه وي.  هغوى د جنگ دوام غواړي. هغوى ددغه انتخاباتو د گټلو لپا ه د هر راز وسيلې،  منفي تاتکتيک، او پدې وختونو کي  د ښکرورو درواغو د ويلو څخه هم ډډه نه کوي.  په انتخاباتو کي، د رپبليکن د حزب  ماتول پکار دي.  د ښاغلي مکېن  انتخاباتي کمپېن غواړي چي دا ثابته کړي چي د عراق جنگ هډو هيڅ سته نه.  هغوى غواړي چي د عراق جنگ د خلکو له فکرونو څخه ليري وساتي.

د امريکا د جمهوري رياست د مقام لپاره انتخابات خپلي نهايي مرحلې ته رسېدلي دي.  د دې کال د نومبر په مياشت کي به د امريکا راتلونکى جمهورريس معلوم سي.  د متحده ايالاتو انتخاباتو ته بايد پوره توجه وسي.  پدې انتخاباتو کي بايد خپل دوست او مخالف وپېژندل سي.  د پاليسيو اختلاف يې بايد روښانه کړى سي.  تر ټولو مهمه دا چي  په متحده ايالاتو کي  د افغان-ام يکن ټولو غړو ته پکار ده چي پدې انتخاباتو کي که چيري امکان ولري ډله ايزه گډون وکي، که چيري جمعي او منظم ح کت ممکن نه وي، په فردي شکل برخه اخيستل هم ټيک ده.  هغه افغانان چي په امريکا کي ژوند کوي او  تابعت يې تر لاسه کړى دى، هغوى ته لازمه ده چي خپله مدني او سياسي وظيفه په ښه شکل سر ته ورسوى.  په امريکا کي، ټولي مهاجري ټو ني د متحده ايالاتو په ايالتي، محلي او ملي انتخاباتو کي برخه اخلي.  ځيني کانديدان خپلو غوڼدو ته مېلمانه کوي، او د ځينو کانديدانو لپاره کمپېن کوي.  د افغان-امريکن ټولني لپاره هم پکار ده چي پدې انتخابات کي همدا کار وکى.  خپل ځانونه ارجستر کي.  د کانديدانو سياسي او اقتصادي پاليسۍ سره مقايسه کي. د کانديدانو سياسي پ ټفورمونه وگوري. او بيا د خپلي خوښي کانديد ته رايه ورکي.

په امريکا کي، د افغان-امريکن د ټولنو له مش انو او مخکښو شخصيتونو او ډلو څخه هيله دا ده چي ددې انتخاباتو په اهميت باندي په خپلو محلي غونډو، ناستو، او گردابونو کي خبري وکي.  د خپلي ټولني غړي دېته وهڅوي چي د سناتور اوباما په گټه رايي ورکي.  که چيري همدا فعا يت د يوې ټولني په شکل وسي، حتما يې تاثير خورا زيات وي. خو که چيري همدا کار حتى په فردي شکل هم وسي، هغه هم اهميت لري.  ځکه وروسته له اتو کالو څخه يو ځل بيا ددې فرصت برابر سوى دى چي د امريکا په پاليسيو څه بدلون راسي.  ددغه بدلون په راوستلو کي بايد فعاله ونډه واخيستل سي.  لمړى افغان- امريکن ټولني ته پکاره ده چي په خپلو ايا اتونو کي سره را ټول او منظم سي.  موږ ټول په پاليسي کي بدلون غواړو.  راځئ چي په گډه د رپبلکين پارټۍ د تاريخ کندي ته ور ټېله کوو.  راځئ چي د بوش دوران ته ټکى کېږدو.  راځئ چي د رپبليکن پارټۍ رانسکوره کوو.  د همدې هدف د استه راوړلو لپاره، په امريکا کي افغان-امريکن بايد ځانونه راجستر کي.  عموما، د هر ايالت د راجسترېشن مراحل توپير لري، د واشنگټن په ساحه کي، د ورجينا په ايالت، يو رايه ورکونکي بايد راجستر وي، او راجسترېشن د انتخاباتو څخه بايد ٣٠ ورځي مخکي وي.  په بل عبارت، د راجسترېشن لپاره فقط د سپټمبر مياشت لا پاتې ده. د راجست ېشن پراسيس ډېر ساده او لنډ دى.  نوم، ادرس، سوشل سيکيورټي نمبر، او د ډرايور لايسنس نمبر غواړي. په پنځو دقي و کي ډن.

په امريکا کي، اکثره مهاجري ټولني د متحده ايالاتو په ملي، ايالتي، ښاري، او محلي انتخاباتو کي برخه اخلي.  د امريکا په اقليتونو کي، يهوديان، هنديان،کيوبايان، عربان، کوريايان، او چينايان په انتخاباتو کي  فعاله ونډه لري، خو پدې وروستيو کلونو کي نور اقليتونه لکه  ايرانيان، پاکستانيان، او ويتنام ايان، او نور  اسيايي او افريقايي اقليتونه هم فعاله او منظم سوي دي.  هر اقليت د خپلو گټو سره سم يوه کانديد ته رايي ورکوي، د يوه کانديد د انتخاب لپاره کمپېن کوي، او لنډه داچي د يوه تبعه په صفت  خپله مدني وظيفه او م سوليت جدي نيسي. په عين زمان کي، د خپلو ډله ييزو گټو دفاع هم کوي. د افغان امريکن ټولني لپاره هم لازمه ده چي ه دغه فرصت څخه ښه  استفاده وکي او د يوه ټاکلي کانديد په نفع کار وکي.

په افغانستان او عراق کي، د بوش ناکامي د هغه په ستراتيژي کي ده، نه د عسکرو په لږوالى کي.  د امريکا راتلونکو مشرانو ته پکار ده چي  په افغانستان او عراق کي د خپلو ناکاميو څخه د عبرت درس واخلي.  په افغانستان کي، د نن ورځي  د مداخلگرو قوتونو  په جمله کي بايد انگريزان د ښې تجربې خاوندان وي، ځکه هغوى پدې سيمه او وطن کي پخوانۍ او نه هېرېدونکي خاطرې او کيسې لري.  اروپايان د افغانستان له جنگونو څخه ستړي دي، او په افغانستان کي د اروپايي عسکرو زياتېدونکو ت فاتو  اورپايان هلته د پاته کېدو په اړه سخت اندېښمن کړي دي. د عراق جنگ ددې لپاره وسوو چي د نظامي مټ او طاقت سترايتژيکي اهميت او قدرت تثبيت سي، خو په عوض کي، دې جنگ د نظامي حل محدوديت او کمزوري رابرسېره کړه.  ام يکايان پدې عقيده دي چي په عراق کي د امريکايي عسکرو  "سرج" د مرگ ژوبلي او تشدد اندازه را کمه کړه. ياغيان يې سټ کړل، او فرقوي جنگونه يې ارام کړل. خو په حقيقت کي په عراق کي، د تشدد او جنگونو د راکمولو اصلي عوامل د ام يکا او سنيانو معاملې، سني مليشاوو ته معاشونه ورکول، پخواني پوځيان او پوليس بېرته په دولت کي شاملول، او د شيعه راډيکال ملا مقتدا الصدر سره اوربند دي.

 د عراق او افغانستان جنگي لگښتونو د امريکا ډکه خزانه ت ه توره کړېده.  د تيلو گرانو قيمت نور هم د امريکا اقتصاد کمزورى کړى دى.  متحده ايالات هره ورځ له شلو ميلونو بېلرو څخه زيات تيل سوځوي.  له همدې څخه، دولس ميلونه ور واردېږي. په بل عبارت، امريکا هر کال ٧٠٠ بيلونونه ډا ره د انرژۍ په اخيستلو لگوي. جمهورريس کلنټن  (١٩٩٢-٢٠٠٠)، د امريکا بودجه داسي سبماله کړه چي اضافي پيسې ذخېره سوې، او زاړه پورونه کرار کرار سپکېدل.  د کلنټن په دوران کي، د امريکا اقتصاد په تېره بيا د انفورمېشن تيکنا وژي سکټور د امريکا عمومي اقتصاد نور هم  غښتلىکړى وو . د اوباما غوندي جمهورريس کلنټن  هم يو غريب او يتم بچه وو، د مصرف او عايداتو سخت خيال يې ساته.  د راتلونکي نسل په پيسو يې لوبي نه کولې. خو د بوش په دوران کي نه يوازي دا چي خزانه لوټ او تالا سوه، بلکي امريکا تر غوږو پوري د چين، هند، عربي هېوادونو، او نورو ملکونو پو ه وړې سوه. د عراق جنگ ټوټال په پورونو چېلېږي.  د بودجې کسر دونه زيات او جگ دى چي په اعدادو او ارقامو يې سړى س بداله کېږي.   د عراق جنگ هر اونۍ دوه بيلونه ډالره سوځوي. د بوش حکومت د امريکا راتلونکى نسل هم پوره وړى کى. 

دغه راز، د عراق د جنگ او د بوش د ادارې د نورو زيانمنو پاليسيو په خاطر په نړى کي د امريکا نوم او نښان ته سخته صدمه رسېدلې ده. حتى په اروپا کي چي يو وخت د امريکا مطمين ملگرى بر اعظم وو، هلته هم امريکايي ضد اح ساسات په پېخر ډېر سوي دي.  د بوش له بده شامته حتى په برتانيې کي هم امريکايي ضد احساسات په پراخه پېمانه زيات سوي دي.  په اسلامي نړۍ کي خو پوښتنه مه کوئ.  هلته، د امريکا پر ضد احساسات له حده او چوکاټه وتلى دي.  مسلم انان فکر کوي چي امريکا د "ټروريزم سره د مجادلې" تر نامه لاندي د ټول عالم اسلام سره دښمني را خيستې ده. په بل عبارت، ټروريزم صرف يوه پلمه ده، اصلي هدف د مسلمانانو ځپل او سپکاوى دى.  د مسلمانانو د ملکونو لاندي کول، د تيلو زېرمو ته ځان رسول، او ستراتيژيکي برلاسي تر لاسه کول، د امريکا اصلي هدف دى.  په اسلامي ملکونو کي د عامه افکارو ټولي سروې ښيي چي مسلمانان سخت د امريکا مخالف سوي دي.  هغوى باور لري چي د بوش اداره د تمدنونو د ټکر او تصادم ته معتقده دي.  مسلمانان گومان کوي چي د بوش اداره يو مذهبي ډله ده چي د اسلام سره د ټکر مسله د هغوى پاره يوه ايديولوژيک او عقيدتي مسله ده. 

يوځل بيا، ددې حالت بدلول پکار دي.  د دواړو کانديدانو تر م ايسې را وروسته، د سناتور اوباما انتخاب به نه يوازي د امريکا په خيروي بلکي د زموږ او نورو ملکونو په خير به هم وي.  د همدې مهمي مسلې د لاسته راوړلو لپاره په امريکا کي د گردو افغاني ټولنو، ډلو، مشرانو، او مخکښو کسانو څخه هيله ده چي پدې ارتباط جدي کار وکي. د خپلي کمونيټي خلک دېته تشويق کي چي د سناتور اوباما په گټه رايه و کي.  پدې انتخاباتو کي فعاله ونډه اخيستل يوه حياتي مسله ده.  راځئ چي په گډه او همکارۍ د رپبليکن د قدرت کمبله ورټوله کوو.  راځئ چي د بوش پالسيو او ناکاميو ته ټکى کښېږدو.  راځئ چي د رايو او مدني حقوقو په زور په سپينه م اڼۍ کي د بدلون راوستلو سره مرسته وکوو.  والسلام.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery