مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-10-05   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

افغانستان له جرسي څخه لوبه وګټله

کابل ( د ميزان ١٥مه)

د ٢٠١١ کال دکرکټ نړيوالې اتلولۍ د ټاکلولپاره د څلورم پړاو يا ډوېزژن فور په سياليو کې نن (د ميزان په ١٤مه ) افغانستان  له جرسي څخه لوبه وګټله .
دغه سيالۍ د افريقايي هېواد تانزانيا په پلازمېنه دارالسلام کې ترسره کيږي .
د افغانستان کپتان نوروز منګل پچه يا قرعه وګټله او لومړى يې پخپله د لوبې يا(بيټنګ) کولو پرېکړه وکړه .

د افغانستان ملي لوبـډلې  په ټاکل شويو ٥٠ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٣ منډې جوړې کړې، دافغانستان له لوري کريم صادق تر ټولو زياتې ٦٠ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړى وګرځول شو.

ددې په ځواب کې دافغان تېز توپ اچوونکو (بالرانو) د ښې لوبې له امله د جرسي ټوله لوبډله په څلور دېرشم اوور کې د ٧٩ منډو په جوړولو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دغه سيالي په ١٢٥ م نډو وګټله .

دملي لوبډلې تېز توپ اچوونکو حميد حسن او هستي ګل عابد تر ټولو ښه لوبه وکړه او د سيالې ډلې د ې، درې لوبغاړي يې وسوځول ، دغه راز سميع شينواري هم د مخالفې ډلې دوه لوبغاړي وسوځول .

دکرکټ فدارسيون ييس الله داد نوري پرله پسې دويمې سيالۍ په ګټلو ملي لوبډلې او ټولو هېواد والو ته مبارکي ورکړه.
هغه نوموړي هيله يې څرګنده کړه چې لوبغاړي به يې په راتلونکو سياليو کې هم ښه وځليږي .
سباته په تانزانيا کې د ارام ورځ ده، بله ورځ به افغانستان له کوربه هېواد تانزانيا سره سيالي کوي.
دافغانستان درې سيالۍ پاتې دي، که ملي لوبډله يوه بله سيالي وګټي نو ددغو سياليو پاى لوبې  يا فاينل ته لاره پيدا کوي.

په تانزانيا کې تر سره شوې دغه سيالۍ د ۲۰۱۱ کال د نړيوالو اتلوليو د غوراوي څلورم پړاو دی ، چې شپږ هېوادونه پکې برخه اخلي .
 يواځې پايلوبې ته رسېدونکي دوه هېوادونه به درېيم پړاو ته د رسېدو حق ترلاسه کوي .
 په دغو سياليو کې له افغانستان سره ، تانزانيا ، جرسي ، فيجي ، ايټاليا او هانګ کانګ برخه اخلي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery