مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-10-10   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

افغانستان ايټاليا ته هم ماتې ورکړه

کابل ، د تلې ١٩مه

د افغانستان د کرکټ ملي وبډله ايټاليا ته په ماتې ورکولو سره د ٢٠١١ کال دکرکټ نړيوالې اتلولۍ د تياريو درېيم پړاو او په تانزانيا کې د څلورم پړاو د روانو سياليو پاى لوبې ته لاره ومونده .

د کرکټ د فدراسيون رييس الله داد نوري وويل چې د ک کټ ملي لوبډلې په ٥٠ اورونو کې ٢٣٤ منډې جوړې کړې او لس لوبغاړي يې وسوځېدل .

د نوري په وينا، په نننۍ لوبه کې پخواني کپتان رييس احمدزي تر ټولو ښه لوبه  وکړه او ٦٢ منډې يې جوړې کړې چې پکې دوه (شپږيزې او اوه څلورېزې) هم املې وې.

دغه راز په نننۍ لوبه کې افغان لوبغاړي احمد شاه ٤٢، اصغر ستانکزى ٣٣ او محمد نبي ٣٢ منډې جوړې کړې .

د ملي لوبډلې توپ وهونکيو د تانزانيا دروانو سياليو په لړ کې تر ټولو ښه لوبه وکړه .

د ايـټاليا د لوبډلې توپ وهونکو يا بيټسمينانو ښه لوبه پيل کړې وه او يو وخت يې په ٦٠ منډو يو لوبغاړى سوځېدلى و، خو افغاني وبغاړو دهغوى مخه ونيوله او په ١٤١ يې ټوله لوبډله وسوځوله.
دغه راز افغانستان دا سيالي په ٩٣ منډو وګټله .

افغانستان دې لوبې ګټلو سره د روانو سياليو پاى لوبې او د ٢٠١١ کال دکرکټ نړيوالې اتلولۍ د تياريو درېيم پړاو ته چې ټاکل شوې په ارجنټاين کې ترسره شي، هم لاره وموندله .
له دې مخکې د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان نو وز منګل پچه وګټله او لومړۍ يې د توپ وهلو يا بيټنګ پرېکړه وکړه.
په تانزانيا کې پيل  شوې دغه سيالۍ د ۲۰۱۱ کال د نړيوالو اتلوليو د غوراوي څلورم پړاو دی ، چې شپږ هېوادونه پکې برخه اخلي .
يواځې پايلوبې ته رسېدونکي دوه هېوادونه به درېيم پړاو ته د رسېدو حق ترلاسه کوي .
 په دغو سياليو کې له افغانستان سره ، تانزانيا ، ج سي ، فيجي ، ايټاليا او هانګ کانګ برخه اخلي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery