د المان د Neues Deutschland له ورځپاڼې څخه :
د یوه عیني شاهدقضاوت :
د بهرنیو تجربه له ماتې سره مخ ده.
د کرېستوف ، ر. هورستل لیکنه :
ژباړه:ډاکتر اباسين
نن د پنځشنبې په ورځ د المان پارلمان په افغانستان کې د الماني پوځیانو ماموریت دا
ځل د ۱۲ پرځای د ۱۴ میاشتو له پاره غزوي چې په راتلونکې کال کې د المان د پارلماني ټولټاکنو څخه یې هم وخت
اوړي . سربیره په در به د آلماني پوځ شمیر له ۳۵۰۰ څخه ۴۵۰۰ ته لوړ شي، په دلسې حال کې چې د روانې ۷ کلنې جګړې بهیر
په ډاګه کوي چې هر ځل د نړیوالو پوځونو د شمیر د زیاتولو سره جګړې لاپراختیا موندلې ده. د لاندینۍ لیکنې
یکوال د خپلې مستقیمې تجربې او د سر په سترګو د لیدلي حال څخه ریپوټ راکوي :
د ۲۰۰۱ کال د مني په شپو ورځو کې ،
کله چې ره د لویدیځ د یواځیني تلویزیوني رېپورټر په توګه د طالبانو د یوې آزادې ویزې سره په افغانستان کې وم ، ددې
حقیقت له پاره مې ګڼ شمیر ٍثبوتونه په خپلو سترګو ولیدل چې د متحده ایالاتو
هوايي ځواکونو قصدا ً ملکې هدفونه
تر برید لاندې نیول .
له هغه وروسته د ولسمشر د مرستیال حاجي قدیر د سلاکار په توګه زما دنده په ۲۰۰۲ کتل کې
هغه وخت پای ته ورسیده چې نوموړې ووژل شو.د نوموړي د ورور حاجي دین محمد سره ، چې د ننګرهار ولی و ، د سلاکار په
توګه زما دنده د ټول ولایتي حکومت په همکارۍ د افغانستان د یوه ولایت له پاره د ودې او پراختیا د شتراتیژي
دټاکلو یوه نوې لار او طریقه رامنځته کول و.
په افغانستانکې د ملګرو ملتو د مرستو دماموریت یوناما (UNAMA) ، د م
کی ــ پوځي همکارۍ (CIMIC) او بیلابیلو نه دولتي ټولنو مخکښ کارمندان حاضر وو. خو لویدیځوالورسمی مقاماتو هیڅ ع
اقه نه لرله چې زمونږ له ښو تجربې څخه د هیواد په نورو برخو کې هم کار واخلي .
خیانت کارانه د ودې او پراختیا
ه پیسو څخه ناوړه ګټه اخیستل و: سلاکارانوته داسې معاشونه تادیه کید چې د یوې ورځې زر(۱۰۰۰) امریکا یې ډالره و
کول کیږي. پیسې د بی کنتروله پروژو او داسې مرستو له پاره ورکول کېږی چې تر ۴۰ سلمو پورې پیسې بیرته مرستندویه
هیوادونو ته ستنېږي . په دې توګه به په راروان ژمي کې په لیرې پرتو سمو او ګوښه پرتو درو کې افغانان یوځل بیا د
سختې لوږې سره لاس او ګریوان شي.
په هغو ښونیزو کورسونو کې چې د نړیوال سوله ساتی ځواکونو له ډلې څخه دالمان د
پوځي مشرانو دغوره شوو کسانو له پاره ځانګړي شوي وو، ما د نړۍ په دې سیمې کې د متحده ایالاتو موخې او علایق داسې
وښانه کول :
چین او ایران باید محاصره او د روسیې باید مخه ډب شي . همدارنګه د نفتو او غاز د د پایپلاینونو د
کنترولولو له پاره د امریکا متحده ایلات هڅه کوي چې د
اوږدې مودې له پاره پر مرکزي اسیا خپل تسلط او ولکه د
ترهګرۍ ضد جګړو په نامه تأمینه کړي . ددې له پاره یوه سپین سترګې شتراتیژي هم په کارلویدلې او هغه د پاکستان د
استخباراتی سازمان په مرسته ټیک ټاک د مقاومت د اسلامی غورځنګ سره مرسته کول دي، څو د زیاتیدو پوځي شتون له
پاره یوه پلمه په لاس موجوده وي.
د کورس یو برخوال جنرال هم کله نقیض نظر نه دی څرګند کړی . داچې دالمان حکوم
ت په دې طرزالعمل له کال راهیسې بیا بیا خبریږي ، داحقیقت ماته یوداسې لوړ پوړي کارمند په دې وروستیو کې تایید
کړ، چې دوضعې په اړه د استخباراتو ونیزه راپورونوته لار لري .
تر ټولو ټکان ورکونکی جنایت په ډاګه او اعلا
وې توګه د یورانمو د وسلو
استعمالول دي ــــ په تیره بیا دUSA له خوا . نوموړې وسله د لګیدلی کسانو په بدن کې
جینیتیک تخریب رامنځته کوي کوي چې که په زرګونو نه وي نو د سلګونو سخت معیبو ماشومانو زیږیدل او یا په تدریجي
مرګ زوند له لاسه ورکول یې ناوړې پایلې دي . دا یو جنګي جنایت دي چې زه یې آرامه ولسوژنه بولم. په کابل کې د
ویدیځوالو د روغتونو په شمول ټول روغتونونه کلک انکار کوي چې د خپلوډاکترانو د رسمي لوړې پّه خلاف د انساجود
نمونو په لابراتواري معاینو پواسطه د اړونده جنایاتو ثبوتونه وړاندې کړي. د امریکا متحده ایالات په څرګنده
د جګړې د پراختیا سیاست تعقیبوي. په دې تړاو د یادونې وړ ده چې د نیشه توکو په قاچاق کې لاسلرونکي جنګ سالا
انو ته په شفاهي او ورځنۍ توګه د بیرته اخیستو وړ لایسنسونه ورکول کیږي د ناتو له خوا ددې هیواد په کنترولو لو
او د ولسي وګړو په ځپلو ګومارل کیږي . المان هم په دې معامله کې برخه اخلي، څو خپل پوځونه د طالبانو له ب
یدونو څخه وساتي. په داسې حال کې چې اشغالګرهیوادونه د افغاني پولیسو په روزنه فکر کوي، نوموړی پولیس د اړونده
وزیر تر کچې پورې د نېشه توکو په سوداګرۍ سخت بوخت دي . د افغانستان د قومي اړیکو دفتر ( Tribal Liaison Office« (TLO
وايي چې
«هیڅوک د یوې ولسوالۍ د پولیسو د قوماندان په توګه نشي ټاکل کیدای بی له دې چې دنیشه توکو د قاچاق اړونده مشر پ
ې خپله موافقه نه وي ښودلې. »
د ناتو د پوخ ځینې برخې اوس غواړي د نیسه یي توکو د قاچاق سالارو پر ضد عمل وکړي.
خو هغوی به طبعا ً دا هڅې وکړي چې یواځې دهغو قاچاقسالارانو پر ضد عمل وکړي چې له حده زیات له طالبانو سره همکا
ي کوي. او حتی په ې انتخاب کې به هم له سختې ماتې سره مخامخ شي او رولنه ګډوډی به نوره بشپړه کړيږ
نو په دې ډول
USA او متحدین یې دا شتراتیژي تعقیبوي چې د نظم هر ډول موجوده او لا پاتې شکل د پښتنو د قامي ژوند قانون «پښتونو
ي » چې له څو سوو کالو راهیسې دوام لري هم له منڅه یوسي . مرګ، وژل، شکنجه ، زور زیاتی او زنداني کولو ډیره پ
اختیا موندلې ، هېڅ یو وزارت له بډې خوړلو او درغلیو څخه پاک نه دی. د کابل اداره یوه ظاهری او مصنوعی اداره
ده، چې امن او نه عدالت په کې شته . په ملی اردو کې د جلب شویو پوځیانو شمیر لږ او د تښتېدلو هغو سره یې دشمیر کچه
یو برابر وي .
د هندوکش په لمنو کې د روان کړکېج یو حل یواځې د پاکستان له پاره د حل له پلان سره جوخت او همزمان
منځته راتلای شي . په افغانستان کې د US-Operation
»Enduring Freedom« (OEF) باید قطع شي ، د ایساف ماموریت ډیر محدود او دودې
او پراختیا مرستې لږ تر لږه درې لرابره شي) ټول بهرني پوځونه باید په تدریجي ډول په پنځوکالو په ترڅ کې ووځي ۰ د
افغانستان له پاره د حل یوه افغاني لار په نړیواله کچه د مداخلو منع کول ( د ملګرو ملتو د پندیزونو له شونتیاو
سره) او د طالبانو په شمول له ټولو خواوسره تماسونه او اړیکې نیول غواړي ۰
ددې مضمون لیکوال Von Christoph R.
Hörstel په افغانستان او پاکستان کې د حکومت او اقتصادي تشبثاتو مشاور له ۲۳ کالو راهیسې د دنړۍ په دغې سیمې کې بیا
بیا په دندو ګومارل کیږي