دخپریدو نیټه : 2008-10-28 مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل
ډيلي ټلگراف: "کابل د يوه ناقانونه او بي دفاع ښار په څير"
سرچينه:Daily Telegraph
ژباړه او ترتيب:م.ج
د انگلستان چاپ ډيلي ټيلگراف ورځپاڼي په یوه تازه مقاله کې د افغانستان د پلازم
ینې کابل وروستیو نا امنیو ته په کتو سره دا ښار يوه بي قانونه او بي دفاع ښار ته ورته بللی دی چې د ورځپاڼي
په باور د هر وگړي ژوند ېې هره شیبه له خطر سره مخ دی . Daily Telegraph په کابل کې د دې ورځپاڼي له خبريال څ
خه په نکل واېې چې کابل یو وخت د یوه ځوان بهرني مرستندوي لپاره نادر او عجيب ښار وو چې پکې به ېې
له کومي ویري پرته دوکانونو ته د سودا د پیرلو لپاره تگ کاوه، افغانی رستورانتونو کې به ېې ډوډۍ
خوړه او افغاني میلمستیاوو ته به بې له ویرې ورته. ورځپاڼه لیکي چې نن د طالبانو له بیا را ټوکیدو او د
انساني قاچاق وړونکو له ژوندي کیدو را وروسته کابل- بغداد ته ورته یوه پلازمینه ښکاري، او هر بهرنی چې کله
د کابل په هوائي ګر کې پلی کیږي نو ورته د سړي تښتونو، ترهگریزو بریدونو، غلاوو او شوکماریو په اړه بی
ا بیل خبرداري ورکول کیږي چې گواکی باید خپل ځان د دې کړنو له فعالینو خوندي او پټ وساتي . د بینوا ویب
پاڼي محترمو لوستونکو ورځپانه لیکي چې دې خطرونو یو شمیر کسانو ته ښه عايد هم ور په برخه
کړی دی . د ورځپاڼي د دې مطلب په یوه بله برخه کې راغلی چې د ټولنیزو چارو بهرني مرستندویان چې یو
وخت به ېې په کابل کې په ډاډه زړه تگ را تگ کاوه اوس له خپلو استوگن ځایونو او هغو هوټلونو څخه چې د
یوې عسکري قطعی په څیر ېې وسله وال سرتیري ساتنه کوي ، نه شي کولای په ډاډه زړه دباندي ووزي. ډيلي ټلگراف
لیکي چې په روان کال کې 6 مرستندویان په ټول افغانستان کې وژل شوي دي او دوه انگریزان بیا روانه اونۍ
په کابل کې په هغه ښار کی چې حالت ېې اوس د خرابیدو په وړ ښکاری ووژل شول . ډيلي ټلگراف لیکي چې که څه
هم طالبان د کابل د ښار د امنيت د خرابوالي اصلي لاملين بلل کيږي خو ستره گرمه په دولت هم اچول کيږي. په
واټونو او ښار ته په غزیدلو لویو لارو کافي پوليس نه ليدل کيږي، فساد مخ پر زیاتیدو دی، جنگ سالارن ځواکمن
کيږي چې دغه عوامل د نا امنۍ اصلي جرړي دي.