لیکوال : اریک مارګولیس
منبع :
ټورنټو سن ورځپاڼه
د امریکا ټاکل سوﺉ ولسمشر به مجبور وي چی د نړۍ خورا ستونځمني برخی آرامی کړی
نړۍ د بارک اوباما د تاریخی بري په ویاړ خوشالۍ کوی . صرف په اسراییلو ، جورجیا او فلپین کی د مک کېن پر
ځپونکې ماتی باندی ویر وښودل سو .
خو د اوباما دا خوږه موده به لنډه وی . ځکه ده ته یو داسی هېواد ور پاته دﺉ چی
د مفلیسۍ او ډېوالیتوب په خټو کی بند دﺉ چی علت یې د بې پروا پورونو عیاشي او له جنایته ډک تقلب دﺉ .
د اوباما
بري او په ولسی جرګه او سنا کی د دیموکراتانو اکثریت کېدو ده ته د امریکا د خورا ناندره ییزو بهرنیو ستونزو د
اوارۍ لپاره یو بې سارﺉ چانس ور کړی دﺉ .
لومړنی ګام یې دا دﺉ چی د امریکا بهرنۍ تګلاره غیر پوځی کړی . د
پنتاګون څخه دې د بهرنۍ تګلاری جوړښت واخلی او هغه دې بیرته خارجه وزارت ته ورکړی . ورپسې کارونه یې دا دي :
روسیه –
کریملین د اوباما بریالیتوب د جورجیا او اوکراین په سر د خبر داري او هم په خپل کالینن ګراډ کی
د توغندیو د مستقرولو په پلانونو سره بدرګه کړ تر څو په پولینډ او چیک جمهوریت کی د بوش د ادارې د توغندیو ضد
سیسټم سره مقابله وکړای سی . د امریکا د ملی امنیت تر ټولو مهم ګواښ اسامه بن لادن یا عراق نه بلکی د روسیې سره
اړیکي دي چی په زرګونو هغسی اټومی سرګلولې لری چی هدف یې امریکا ده . بوش او چینی پر خپله لاره ولاړل چی روسیه
به یې د خپلو توغندیو ضد احمقانه پلان او هم پر جنوبی اوسیشیا باندی د جورجیا په حمله سره ضدیت ته رابلله او
هغه به یې لمسوله ، او دا هر څه یې د جان مک کېن انتخابی چانسونو ته پرې یښی وو .
نو اوباما باید د توغندیو ضد
دغه عبث پروګرام پریږدی او جورجیا ته ووایی چی هر څه حل کړی – او د اټومی بې وسلې کولو لپاره د ولسمشر
یزنهاور غوښتنه یو ځل بیا را مخته کړی .
اوکراین یو بل بحران دﺉ . واشنګټن او ماسکو باید پر یو داسی تړون
باندی کار وکړی چی د اوکراین دایمی استقلال خوندی کړی خو د دې څخه دې ډډه وکړی چی هغه د ناټو یو داسی نیزه وګ
ځوی چی نېغه به یې د روسیې زړه ته نیولې وی . ناټو دې د روسیې د پولو څخه لیری کړی .
چین –
د یو نوي
نړیوال طاقت په توګه د چین د را څرګندېدو سنبالښت د امریکا د بهرنۍ تګلاری یوه بله مهمه مسأله ده . واشنګټن
باید د بیجنګ سره د ژوند کولو یوه طریقه رامنځته کړی او د چین په وړاندی د جمهوریت غوښتونکو د آینده جنګ
خوبونه ایسته وغورځوی .
عراق –
اوباما باید پر خپله هغه ژمنه بیړه وکړی چی ویل یې د عراق څخه به ام
یکایی پوځیان راباسو . پریږدﺉ چی عربی ټولنه د امنیت دا مسؤلیت واخلی . مفلس او ډیوالی سوﺉ واشنګټن نور نه سی
کولای چی د عراق د نیوني میاشتنیً ۱۰ بلیونه ډالریزه خرڅ تادیه کړی .
اسراییل/ فلسطین –
دغه شخړه د
ویدیځ ضد تشدد هغی ستری برخی ته چی د اسلامی نړۍ څخه نشأت کوی ، نور سېک هم پسی ورکوی . اوباما باید خپل زور د
اسراییلو د مرکز او کیڼ لاسو ګوندونو شا ته ځای پر ځای کړی چی هغوی د مځکی د سولی لپاره د یوې رښتیانۍ روغی جوړی
ننګه کوی . یوه عادلانه سوله به د هغه څه ستره برخه چی موږ یې « تروریزم » بولو ، پای ته ورسوی .
اوباما باید
همدا راز اعلان وکړی چی امریکا به په اسلامی نړۍ کی د دیکتاتورو واکمنانو د ملاتړ څخه تدریجأ لاس واخلی او د «
تروریزم » د ودی اصلی علت هم همدا دﺉ ، او دغسی کار به رښتیانۍ دیموکراسی ښه پسی ترویج هم کړی .
په هر حال
، د منځنی ختیځ سوله د امریکا د مستقیم منځګړتوب او فشار څخه پرته احتمال نه لری . پدې کار کی ناکامی او د سیمی د
مستبدو واکمنانو څخه د امریکا د ملاتړ دوام هغه څه دی چی د اسلامی نړۍ سره شخړه دایمی کوی او په دې ډول به د ام
یکا د بهرنۍ تګلاری او ملی امنیت سر او بر هم ورک وی .
افغانستان –
اوباما د افغانستان د جنګ د ژورو
قومی او تاریخی پیچلتیاوو په پوهېدنه کی پاتی راغلی دﺉ . ده لوړه کړې چی هلته به نور پوځیان ورلیږی او د
پاکستان په دننه کی به حملې کوی . اوباما باید د هغو لوړو افسرانو خبره واوری چی وایی دا جنګ پوځی برﺉ نه لری ب
کی یوازینۍ چاره یې داسی خبری اتری دي چی طالبان او د هغوی ملګری به هم پکښی شامل وی . دا ضروری ده چی دا جنګ م
خکی له دې چی اټومی وسلوال پاکستان ټوټه ټوټه سی ، پای ته ورسیږی .
ایران/ شمالی کوریا –
د دغو دوو
ستونځمنو هېوادو سره د اوباما لخوا د مستقیمو خبرو اترو غوښتنه معقوله او د ستایلو وړ ده . دواړه په خورا مینه
د امریکا لخوا د پاملرنی او خیال ساتنی په تمه دي او هیله من دي چی حمله به نه پر کیږی .
اروپا –
ا
وپا د اوباما په بریالیتوب سره خوښی څرګندوی او د بهترو اړیکو په تمه ده . واشنګټن باید د اروپایی اتحادیې س
ه د یو لاس لاندی غوندی نه بلکی د یو برابر شریک په توګه رویه وکړی . امریکا ته لازمه ده چی د اروپایی ټولنی څ
خه زده کړه وکړي چی په بشری حقوقو ، محیطی مسایلو ، د مصرفونکو په ساتنه ، او ټرانسپورټېشن کی د امریکا څخه ډې
ه مخته ده .
د اوباما اداره باید ډېر ژر ګوانتانامو وتړی ، د لاتینی امریکا سره اړیکی سمی کړی او پر
کیوبا باندی خپله بې شرمانه محاصره پای ته ورسوی .
خو د امریکا د خورا معقولی او بشپړ بهرنۍ تګلاری اوم
یدونه به د واشنګټن د پیاوړو خاصو ګټو د مقاومت سره مخامخ سی . ځکه هغوی د مخکی څخه لا پر اوباما او دیموک
اتانو باندی خپل دروند فشار ساتلی دﺉ .
اوباما د بوش د وراني ورانۍ او نورو ستونزو سره مخامخ دﺉ . لاکن
دا هم لومړی ځل دﺉ چی د جان ایف کنیډی څخه را په دې خوا د نړیوالو زړونه نن یو وار بیا د امریکا لپاره د ولولو او
نیکو احساساتو څخه ډک دي . پای ،