سرچینه:د نیویارک تایمز ورځپاڼه
د افغانستان په څېر په يوۀ جګړه ځپلي هيواد کې هرشى ځان ته خپله بيه لري.که غواړئ چې ديوۀ ولايت امنیه قوم
اندان شئ بايد سل زره ډالره رشوت ورکړئ.که غواړئ د تېلو دټانکرونوکاروان په لاره تېر کړئ ، بايد ده
ټانکر په سر شپږ زره ډالره پوليسو ته ورکړئ چې په خپله پوليس ستاسودکاروان په هکله طالبانوته خبر ورنه کړي. د
دې لپاره چې د خپل قانوني کور ( چې حقيقي اسناد يې په لاس کې لرئ)خاوندان شئ ، بايد لږترلږه د پنځه ويشت زره ډالرو
ورکولو ته تيار وي، البته دا نرخ له یوه قاضي تر بل قاضي توپیر لري.
يوافغان ښوونکى محمدنعيم چې
په بريتانيا کې اوسي ، نيويارک ټايمز ته ويلي : څو اوونۍ دمخه پوليسو زماورور ونيوۀ ، جرم يې مالوم نه دى او
اوس دهغه دخلاصون لپاره څلورزره ډالره رشوت غواړي. يوبل افغان چې فاروق فاراني نومېږي او دمليونو نو
وافغانانوپه شان پرافغانستان دشوروي پوځونوديرغل په کلونو کې له افغانستانه مهاجر شوى، اوس دخپل کور قواله
په محکمو ګرځوي خو له تېرو څوکالو يې کار نه خلاصېږي، ځکه چې قاضي رشوت غواړي اودى حاضرنه دى چې رشوت ورکړي .هم
داراز په لسګونونورو کسانونيويارک ټايمز ته خپل حال ويلى چې د دوى څرګندونې هم دنعيم فاراني هغو ته ورته
دي. په نړيوالو مطبوعاتو کې حتى د ولسمشرکرزي د ورونوم هم اخيستل کېږي چې ګواکي د نشه يي موادو په کاروبار کې
لاس لري. نيويارک ټايمز په دوم کې ليکي : ولسمشرکرزي په خپله دنوومبر په مياشت کې يوې غونډې ته وويل : افغان م
امات له هيڅ رشوته ډډه نه کوي اوزياتې پيسې اخلي اوپه بهرنيوبانکونوکې يې ډېرې پيسې زېرمه کړي دي . د مقالې په
دوام کې راغلي : افغانستان ته په ملياردونو ډالرمرستې استول کېږي چې لويه برخه يې وهل کېږي. اوس دامريکا منتخب و
سمشربارک اوباما بايد په افغانستان کې په دوو جبهو کې وجنګېږي چې په دې هيواد کې دبرياليتوب لاره هواره کړي ، چې
يوه له طالبانو سره دجنګ محاذ دى اوبله دافغانستان په حکومت کې له ادارې فساد سره دمبارزې جبهه . د نيويا
ک ټايمز له ليکنې سره سم اداري فساد اورشوت سبب شوى چې يوشمېر خلک نه د دې په خاطر چې دطالبانو ملاتړوکړي ،بلکې
په دې خاطرچې له حکومت سره خپله کرکه ښکاره کړي ، د دولت د وسله والومخالفانو ملګري شوي دي . دنيويارک ټايمز له
مخې د ښاغلي فاراني او معلم نعيم په شان خلکود جايدادونو او نورومسايلوحل کېدو ته په راتلونکي کال کې هيله
کېداى شي .