مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-01-05   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

ټورنټوسن ( کاناډا ):اسراییلو پر اوباما حمله وکړه

ژباړن : نثار احمد صمد

لیکوال : اریک مارګولیس
منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )
نېټه : ۴/ ۱/ ۲۰۰۹


اسراییلو پر اوباما حمله وکړه
د غزې محاصره ښایی د یو سرحدی پلان اتصال وی

د اسراییلو او حماس تر منځ د حملو او انتقامونو ناپایه لړۍ باالاخره تېره اوونۍ د هغوی تر منځ د شپږ میاشتني چړپېدلي اوربند په ختمېدو سره وچاودله .
د اسراییلو د دفاع وزیر ایهود بارک په داسی حال کی چی هلته اسراییلی ایف ۱۶ جټ الوتکو د غزې پر ۳۶۰ کیلو متره مربع کوچنۍ سیمی په ټنونو بمونه اورول – داسی لکه په مرتبانه کی چی ماهی نیسی – په غوڅه وویل چی  « موږ د لوبی اصول په بشپړ توګه بدل کړل . »
دﺉ حق په جانب دی . ځکه د حماس تر واک لاندی پر هغه غزه باندی چی د نړۍ غټ ترین سرخلاصی جېل او یونیم ملیون فلسطینی کډوال پکښی بندیان دي ، په خورا ګړندۍ حمله سره بارک د امریکا را روانه اداره د یو اجرا سوي عمل سره مخامخ کړه او هم یې په منځنی ختیځ کی دغه بل تازه لوبغاړي « بارک » یعنی بارک اوباما ته مخکی له دې چی هغه خپل کار پیل کړی ، یو کلک کیشت او مات ورکړ .

د اسراییلو سیاست یو کلیدي رول ولوباوه . د کارګر ګوند مشر ایهود بارک او د کدیمه ګوند مشر تزیپی لیوني په دې کار سره وغوښته چی ځانونه د بنیامین نتن یاهو د یکود تر سخت سري ګوند هم  ځپونکي وښیًی . انتخابات صرف شپږ اوونۍ وروسته کېدونکي دي او لیکود تر نورو مخته دی . د غزې دغه حمله په دې خاطر وسوه چی د اسراییلو عرب ګاونډیان وبېروی او هم په ۲۰۰۶ کی په لبنان کی خپله سرځوړیزه ماتې ترمیم کړی .
د غزې محاصره ښایی د اوباما د هر هغه پلان لپاره یو اتصال وی چی غوښتل یې پر اسراییلو فشار واچوی چی د ۱۹۶۷ کال د جګړې مخکنیو پولو ته پر شا سی او بیت المقدس بین المللی کړی . خښمېدلي اسراییلیان په هیڅ توګه پخلاینه یا روغه جوړه نه مني . د حماس دغه حماقت چی خپل جوړ کړي راکټونه یې پر اسراییلو ور وویشتل ، د ف سطینی دولت راتلونکی اعتبار له مځکی وواهه .
د اسراییلو امنیتی جوړښتون د کوم ژوندي فلسطینی دولت د جوړښت پر ضد دی ، د منفور حماس سره هیڅ ډول خبری اتری نه غواړی او غزه به همداسی په لوږه او فلاکت کی وساتی . دا چی اس اییل نه سی کولای چی ټول حماس وال ووژنی نو لګیا دي چی غزه لوټی لوټی کړی کټ مټ لکه د یاسر عرفات د فلسينی خپ واکیزه غورځنګ سره چی یې کړي وو .

 اسراییل په دې ګروهه دی چی ګوندی پیاوړی معلوماتیزه ماشین به یې وکړای سی چی د نړۍ د خښم څپه دې ته متوجه کړی چی د انجیل او تورات په زمانه کی دوی د همدې غزې لخوا جزا لېدلې وه . یا د اسراییلو لخوا د فلسطین د ښورښی ښار « جنین » او د امریکا لخوا هم د عراق د « فلوجه » لوټی لوټی کول د چا په یاد دي ؟ سټالین به همېشه  ویل چی « سپي غاپی خو کاروان تیریږی . »

وسلې –
که څه هم د اسراییلو په واسطه د غزې پر ضد د امریکایی وسلو استعمال د امریکا د وسلو د صادراتو د کنټرول او بهرنیو مرستو پر تړون تیری دی ، خو د امریکا پالونکی کانګریس به همداسی ګونګی پاته وی .
حماس چی یو جنګیالی ، مګر په دیم وکراتیک ډول د غزې یو ګټندوی حکومت دی ، هم دومره پخلاینی ته چمتو نه ښکاری . د هغه سیال ، یعنی « روزل سوی ح یوان » چی هماغه فتح دی ، او د عرفات تر مرموزي مړینی وروسته امریکا او اسراییلو په لویدیځه غاړه کی نصب او واکمن کړ ، د نوري بې باورۍ سره مخامخېدونکی ښکاری .
د عربی نړۍ ډېر خلک په دې فکر دي چی مصر ، اردن او سعودی ع بستان د امریکا او اسراییلو سره د حماس په ځپلو کی پټه موافقه کړې ده . ځکه ، د امریکا دغه ملاتړي مطلقه حکوم تونه د لویدیځ د تسلط ، د هغوی د ټولنیزه ښېګڼو د آسانتیاوو او د فساد پر ضد د جنګ د خلاصون په لار کی د حماس د زادۍ غوښتلو د انقلابی پیغام څخه ډاریږی .
خو د غزې دغه حمله به ، چی ځینی خلک یې « ګوورنیکا » بولی ( چی هماغه د شمالی هسپانیې د باسک په سیمه کی یو ښار و ، او د ۱۹۳۷ په اپریل کی جرمنی الوتکو لوټی لوټی کړ– ژباړن ) ،  ضرور د امریکا د ننګی وړ دغه رژیمونه نور هم پسی وشوړوی چی د هغوی ولسونه د غزې دغو عذابونو ډېر خښمولي او خپل مشران امریکایی ګوډاګیان بولی . په دې کی د مصر د ۸۰  کلن ولسمشر حسنی مبارک درې لسیزه دیکتاتوری چپه کېدونکې ښکاری .
سوریې د اسراییلو سره د سولی خبری اتری ودرولې . اسلامی نړۍ سخته خښمېدلې ده . آیا دا ټوله کوم ځای نیو ای سی ؟ دا چی امریکا اسراییلو ته عام او تام اختیار ورکوی ، لکه د بوش پای ته رسېدونکی ادارې چی د غزې په هکله دا کار  وکړ ، نو هر څه چی هغوی غواړی هغسی به کیږی . هماغه خبره ده چی پروا نه کوی سپیان دې غاپی .

د منځنی ختیځ ورانه وراني –
دا هغه لویه ګډوډي ده چی اوباما به یې په څه کم درو اوونیو کی په می اث واخلی . اوباما د خپلی انتخاباتی مبارزې پر مهال اسراییلو ته یو نوی عام واک او صلاحیت عطا کړی و . د ده د م نځنی ختیځ ټیم به د اسراییلو د کارګر ګوند خورا نږدې او صمیمی ملګري وی .
نو د منځنی ختیځ لپاره د یوې رښتیانۍ سولی د راوړلو فرصتونه د اوباما لخوا تیت او پیکه ښکاری . د اسراییلو ډېرښیً لاسي او هم حماس به په ګټه کی وی چی  په عین حال کی یو د بل څخه تر پزی هم راغلي دي .
د فلسطین دا غمیزه به د اسلامی نړۍ سره د امریکا اړیکی نوری هم مسموم کړی او کټ مټ به یې د سپټمبر د یوولسمی غوندی حالت ته ورسوی او اسراییل به هم د نورو حملو وړ وګ ځوی .
دا چی اسراییل نه سی کولای چی اووه ملیونه فلسطینیان ووژنی ، نو بهتره دا ده چی د هغوی سره په ګډه سم ژوند وکړی . خو د غزې دا عامه جزا به حماس نور هم غښتلی کړی او د کلونو کلونو لپاره به د پخلاینی هلی ځلی نوری هم شا ته پوری وهی .
اوس اوس خو صحنه له یوې خوا د حماس فدایی حملو او خپلو جوړو کړو راکټونو ته او د بلی خوا هم د اسراییلو ایف ۱۶ الوتکو او ټانکونو ته ورپاته ده او بس . پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery