دخپریدو نیټه : 2009-01-13 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
” د آسيا نن او سبا “ کتاب چاپ سو
عبدالمالک همت
د عبدالمالک همت يوه
بله ژباړه تازه له چاپه راووتل. دغه ژباړه چي ” د آسيا نن او سبا “ نوميږي د ٢٢ کالو لپاره د ماليزيا د پخواني
لومړي وزير جناب مهاتېر محمد له ليکني ” Reflections on Asia “ او د هغه له اردو ژباړي ” ايشيا کا مقدمه “ څخه پښتو ته
اړول سوې ده.
د کتاب اصل په ٢٠٠٢ع. کال په ماليزيا کي په (١٥٢) مخونو کي په انګريزي ژبه خپور
سوى دى او اردو ژباړه يې د پاکستان په لاهور کي په (١٣٧) مخونو کي خپره سوې ده. چي دادى اوس يې پښتو ژباړه په ١٨١
مخونو کي له کندهار څخه خپره سوه.
کتاب په کندهار کي صداقت خپرندويي ټولني چاپ کړى دى ،
خو په کار کي د نابلدتيا له امله يې د کتاب وقايه لکه څنګه چي ښايي هغسي سمه نه ده ډيزان او چاپ کړې او کتاب يې
هم پر ډېر ارزان بيه کاغذ په نسبتاً خراب کيفيت چاپ کړى دى. خو ليکوال له خپله توله د کتاب پر کمپوز او ډيزان
باندي ډېر زيار ايستلى دى او کوشش يې کړى دى چي خپلو درنو افغانو وروڼو او خپلي خوږې پښتو ته د خپل وس سره سم د دې
ژباړي په وړاندي کولو سره د څه خدمت جوګه سي. په هر صورت پخپله کتاب د ډېري ښې محتوا درلودونکى دى او د ګران
هيواد په اوسنۍ وضع کي يې لوستل ګټور باله سي. د کتاب د ناسم چاپېدو له امله ليکوال د حضرت رحمان بابا (رح) د دې
عر په ويلو زړه ته تسلى ورکوي:
چي مضمون پرې ښايسته ليکلى نه وي
څه په کار دى د بياص ورق
نګين
د کتاب په اړه د ماليزيا په دننه او دباندي کي د ګڼو پوهانو لخوا له ستاينو ډکي تبصرې
خپرې سوي دي او زيات لوستونکي لري.
په دې کتاب کي د آسيا د سياسي او حکومتي مسايلو، بهرنيو
اړيکو او اقتصادي حالت په باب هغه څه په پراخه پيمانه ويل سوي دي چي ويلو ته يې اړتيا وه. پر کتاب باندي پښتو
ژباړن يوه سريزه ليکلې ده چي په يوه برخه کي يې لولو:
محترم مهاتير محمد د امريکايي او اروپايي
ضد اندونو او نظريو درلودلو او په رُکه لهجه او رشتيا او تورت ويلو مشهور دى. دى په خپلو کتابونو، مقالو او
ويناوو کي د امريکا او اروپا د نړۍ خورو ځواکونو پر ضد ډاګيزي څرګندوني کوي او د دې تر څنګ د اسلامي هيوادونو
ضعف او بې واکي تر نيوکو لاندي نيسي.
مهاتير محمد په خپله يوه بيانيه کي د اروپايانو د تېر
ناوړه او رسوا مهال څخه چي پر نورو ولسونو باندي د تېري او د هغو د زبېښاک سره مل وو پرده پورته کوي او وايي:
ټول اروپايي هيوادونه د امريکا، اسټراليا او نوې زيلينډ په شمول چي په ټوليزه توګه د لوېديزيانو په نامه
ياديږي په تېرو مهالونو کي د نړۍ ډېر هيوادونه په خپلو ښکېلاکي منګولو کي نيولي وه او د هغو شمنۍ يې لوټولې، چي
که هوښيار ونه اوسو، د دې تاريخ د تکرارېدو امکان بيا سته. اروپايان تل په دې پسې وي چي خپل ارزښتونه، له هغو څ
خه خپل ” د شهوت پالني “ فرهنګ او د آزاد بازار نظام پر نور و وتپي. دوى تل د نړۍ پر ضعيفو هيوادونو وردانګي او د
ځواک د ترلاسه کولو په موخه يې تر خپل ښکېلاک لاندي راولي. اوس نړۍ د تېرومهالونو په پرتله له ډېرو منفي بد
ونونو سره مخامخ سوې ده. له دې بدلونو نو څخه ډېر مهم يې ” د خپلواکو هيوادونو په کورنيو چارو کي د لاس نه وهلو
په مفهوم کي بدلون دى. دغه مفهوم اوس د نورو هيوادونو د ادارې په چارو کي د بهرنيو ځواکونو په مستقيمو او
غير مستقيمو لاسوهنو سره تر پښو لاندي سوى دى. اوس بهرني ځواکونه د نورو هيوادونو د کنټرول او د هغو په کورنيو
چارو کي د لاس وهني په موخه خپلو شومو هيلو ته د رسېدو لپاره د هيوادونو د نظامونو بدلون ته لاس اچوي او د لزوم
په صورت کي له وسله والو ځواکونو څخه هم ګټه اخلي. ګلوبلايزېشن ( نړيوال کېدل ) د لوېديزو ځواکونو لخوا د نړۍ
پر اقتصاد باندي د دوى د کنټرول د آسانۍ لپاره طرح سوى او په لار اچول سوى دى. له دې امله بايد ماليزيا او
نور آسيايي هيوادونه د اروپايانو د ولکې د بيا ټينګېدو د امکان په وړاندي له همدې اوسه هوښيار اوسي.
له بله پلوه د ستمبر يوولسمه د اروپايانو لپاره يوه ډېره ښه پلمه جوړه سوې ده چي پر نورو
هيوادونو باندي خپل ظلمونه او نارواوي بيا له سره پيل کړي. همدا اوس لوېديزو ځواکونو له تروريزم سره د مبارزې
په نامه پر مسلمانو هيوادونو باندي مقصر وي که غير مقصر وسله وال بريدونه په لار اچولي دي.
په دې لړ کي مهاتير محمد د ١٣٨٧لمريز کال د غوايي د مياشتي پر شپږمه د لندن په سلطنتي
کالج کي د يوې وينا په ترځ کي د امريکا د ولسمشر بوش،
د انګلستان د پخواني لومړي وزير ټوني بلېر او د اسټرا
يا د پخواني لومړي وزير جان هاوارډ د غيابي محاکمې غوښتونکى سو. ده وويل چي دغه درې کسان جنګي جنايت کاران او
د عراق د فاجعې اصلي لاملين دي چي بايد يوه نړيواله محکمه جوړه سي او پکښي محاکمه سي. ده زياته کړه تاريخ بايد
دغه کسان د درواغجنانو او د ماشومانو د قاتلانو په صفت ياد کړي.
دغه راز ده په دې وينا کي څ
رګنده کړه چي انسانان بايد د يو بل له وژلو لاس واخلي او خبرو او حکميت ته مخه کړي. مهاتير دغه خبري په بېلو
بېلو مناسبتونو په خپلو څو ويناوو کي کړي دي. دغه راز هغه امريکا او انګلستان تروريست ګڼي او وايي چي دغه دوه
هيوادونه د تروريزم د خطر د ډېرېدو لامل سوي دي.
کله چي ټوني بلېر د خپل لومړي وزارت پر م
هال ماليزيا ته سفر وکړ مهاتير محمد هغه تر بوش وروسته د نړۍ دوهم ستر جنايتکار وباله او د هغه دغه سفر يې د ک
کي په څرګندولو سره وغانده. هغه په يوه خبري کنفرانس کي وويل : اوس د نړۍ برخليک د څو تنو ناپوهو لارښوونکو
تکل ته سپارل سوى دى چي دا چاره په نړيواله ټولنه کي د يو ډول ناورين او کړکېچ
د رامنځ ته کېدو لامل سوې ده.
د ١٣٨٣لمريز کال د غوايي په مياشت کي اسوشيټډ پرس رپوټ ورکړ چي مهاتير محمد د مالايي
ژبي ورځپاڼي ”مينګوان“ سره په مرکه کي وويل: اسرايل په غير مستقيمه توګه پر نړۍ حکومت کوي. دوى د نورو د مبا
زو او مړينو څخه په خپله لار کي ګټه اخلي. ده وويل د امريکا ولسمشرۍ ته هر کانديدا چي له اسرايلو څخه م
اتړ څرګند نه کړي په ټول ټاکنو کي نه بريالى کيږي. پر دې بنسټ شپږ مليونه يهود پر امريکا حکومت کوي او دغه
هيواد يې تر خپلي ولکې لاندي راوستلى دى. وايي چي د مهاتير دغه خبري پر مسټر بوش باندي خورا ډېري بدي لګېدلي
وې.
د فرانسې خبري آژانس له کوالالمپور څخه د مهاتير محمد له خولي وويل : کومي ورانۍ او وژني
چي د اسرايلي ترهګرو لخوا تر سره کيږي د امريکا او اروپا له مرستو پرته ممکني نه دي، نو نړيوال بايد د امريکې،
برتانيې او اسرايلو په محکومولو سره د هغو پر ضد اقدام وکړي. د تېلو توليدوونکي هيوادونه کولاى سي د امريکې د
الرو او د برتانيې د پونډو په تحريمولو سره دغو فجايعو ته د پاى ټکى کښېږدي.
کله چي د ها
ينډ په پارلمان کي د ښي لاسي ګوند د افراطي استازي وايلډرز نومي لخوا اسلام ته له سپکاوي ډک فلم د جوړېدو او
خپرېدو اعلان وسو مهاتير محمد د نړۍ له يو مليارډ څخه زياتو مسلمانانو څخه وغوښتل چي د هالينډ توليدات پر دغه
حماقت باندي د اعتراض په دود تحريم کړي.
مهاتير محمد د ماليزيا له يوې ورځپاڼي سره د مرکې
په ترځ کي مسلمانان د اسلام دښمنو ځواکونو د هجوم په وړاندي کلک يووالي ته وبلل. هغه پر اسلامي هيوادونو باندي
نيوکه کوي او وايي چي اسلامي هيوادونه له خپلو امکاناتو څخه د پرمختيا په لار کي ګټه نه اخلي، او دا حقيقت دى
چي په اسلامي نړۍ کي هيڅ داسي هيواد نسته چي پر مخ تللى وبلل سي. هغه اسلامي نړۍ يو بې واکه او وروسته پاته نړۍ
وبلل .
او دا هم د کتاب له متن څخه څو کرښي:
ماته جوته سوې ده چي په حقيقت
کي يوه هيواد ته ورکول سوي کومکونه زياتره په هغو ګټو کولو کي نه دي بريالي سوي د کومي موخي لپاره چي ورکول
کيږي. په داسي خير ښېګڼو هيڅ يو هيواد خپلي ستونزي او تاوانونه نه سي ليري کولاى او نه سياسي او ټولنيزي
بړي او مسايل په اوارولاى سي. په دې کي څه شک نسته چي د ختيزي آسيا ډېرو هيوادونو د ١٩٩٧ع.کال د پيسو تر کړکېچ
وروسته له کومي بهرنۍ مرستي پرته د ٩٠ع.کال د لومړۍ نيمايي د پرمختګ شرح بېرته تر لاسه کړې ده. په دغو هيوادونو
کي ماليزيا، سينګاپور او تايلينډ شامل دي.
که بهرنۍ تر لاسه کېدونکي مرستي د ښووني په ب
خه کي ولګيږي، کېداى سي چي څه پايلي ولرلاى سي. د چينايانو وينا ده چي که يو چا ته يو کب ورکړه سي نو يوازي د
هغه د يوې ورځي لوږه له منځه وړي، خو که د کبانو د نيولو تور ورکړه سي او وروښوول سي چي کبان څنګه نيول کيږي، نو
هغه به د تل لپاره له ځانه پوره سي. د دغسي پرمختيايي مرستو يوه ستره برخه تل حيف وميل کيږي. ډېر ځلي د يوې پ
وژې په پاى ته رسېدو سره څرګنديږي چي په ډېره ناوړه توګه ناکامه سوې ده، او هغه څه په هيڅ توګه نه سواى کېدلاى
چي د ترسره کولو کوښښ يې کېدى. تراوږدې مودې پوري د داسي پرمختيايي مرستو له ترلاسه کولو څخه هيڅکله هم يو
هيواد له ځانه نه سي پوره کېدلاى. دغسي هيواد به تل د مرستي لپاره هغو شتمنو ولسونو ته د اړتيا لاس غځوي چي د
مرستي په نامه د هغه په کورنيو او بهرنيو چارو کي لاس وهي....
رشتيا داده چي د نننيو ښکېلاکي
ځواکونو دا دنده ده چي د نننيو بې وزلو هيوادونو سره مالي مرستي وکړي. ځکه دغو هيوادونو يو وخت دغه شته په خورا
ډېره پيمانه له دغو بې وزلو هيوادونو څخه لوټ کړي وه کومو چي د اروپا په سوکالي کي مهمه ونده اخيستې ده. نو
اوس په طبيعي توګه د اروپايي هيوادونو د غاړي فرض باله سي چي دغه پور په دې توګه بيرته ورکړي څو دغه بې وزلي
هيوادونه پر خپلو پښو د درېدلو قابل سي. لوېديز هيوادونه چي څه مخ پر ودي هيوادونو ته د اقتصادي مرستو په نامه
ورکوي، تر هغو ډېر زيات له دغو بېوزلو هيوادونو څخه اخلي. دغه کار نړيوال بانک او آى ايم ايف
کوي.