مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-01-15   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

فرانس پرس: حامد کرزي د ټاکنو لپاره ترتیباب نیسي

فرانس پرس: حامد کرزي د ټاکنو لپا ه ترتیباب نیسي

سرچینه: فرانس پرس آژانس
ژباړه او ترتیب: جلالزی
نیټه: د جنورۍ څورلسمه


د ف انسې خبري آژانس په یوه مطلب کې د افغانستان راتلونکي ولسمشریزو ټاکني را اخیستي او په هغو کې یې د نوم آندو یو شمیر څیرو کاري وړتیاوو، شخصیت او نوري ټولنیزي ستونزي څیړلي دي.
آژانس په سر کې د اوسني ولسمشر حامد کرزي نوم اخیستی او په تیرو اوو کلونو کې یې د هغه کړنو او سیاسي فعالیتونو ته نظر اچولی.
فرانس پرس لیکي چې ولسمشر کرزی د نړیوالو له خوا په دې تورن دی چې خپل خپلوان او نژدې ملګري یې د مخدره توکو په کاروبار کې ښکیل دي او په داسي حال کې چې دی د هغو له کړنو خبر هم دی خو لا هم پټه خوله ناست دی او د هغوي د کړنو د نندارچي رول لري.
ژانس لیکي ولسمشر کرزي د دې تورنو  سره سره له شخصی پلوه یو ټولنیز شخصیت دی چې سیاسي پوه یې لوړه ده او لوړي زدکړي یې هم کړي دي.
حامد کرزي په دې سربیره د اتیایمي لسیزې پر مهال د جهاد په کلونو کې که څه هم یو جهادي کس وو خو داسي بدنامه سابقه نه لري چې د نورو په څير یې په خلکو ظلمونه کړي وي او اوس ترینه خلګ کرکه ولري.
د اتیایمي لسیزي پر مهال د شوروي پر وړاندي د جهاد ځیني مشران اوس د حکومت په لوړو څوکیو کار کوي خو هغوي نه شي کولای چې د ملت باور او ملاتړ له ځان سره ولري بلکه هغوي یوازي د ځينو کسانو له خوا حمایت کیږي.
د فرانسې آژانس د افغانستان د پالیسو د تحقیقاتي مرکز له یوه غړي ادریس رحماني څخه په نکل کاږي چې ولسمشر کرزی په یوې ستري بیلي پوري تړلی کس دی خو د حکومت پر مهال یې فساد زیاد شوی، او دی لا هم د خپلو نورو انتخاباتي رقیبانو په ډله کې یوه داسي څیره ده چې کولای شي تر زیاته بریده خپلي موخي ته ورسیږي.
آژانس له یوه لویدیځ پلوه چارواکي څخه په حواله چې نوم یې نه دی خپور شوی کاږي چې د ولسمشر کرزي په حکومتي ادارو کې فساد زیات شوی او د هغو ملیاردونو الرو حساب موندل هم ګران کار دی چې له تیرو اوو کلونو را پدې خوا افغان دولت ته د بیاودانولو لپاره ورکړل شوي دي.
دې چارواکي ویلي چې په تیرو څو کلونو کې تر ننه پوري د جنوبي ولایتونو امنیت خراب شوی او د تاوتریخوالي کچه ورځ تر بلي زیاتیږي.
دې چارواکي د فرانسي آژانس ته وویل چې په ولسمشر کرزي د ولسي افغانانو یوه بله ستره نیوکه دا ده چې هغه نه دی توانیدلي چې د خپل ماموریت په تیرو اوو کلونو کې له دولتي ادارو څخه د جنګي جنایت کا نو او هغو کسانو لاسونه لنډ کړی چې بي ګناه کسان یې وژلي او د هیواد په بربادې کې یې لاس درلود.
آژانس د نورو کاندیانو تر څنګ د کورنیوچارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي او د مالیې پخوانی وزیر اشرف غني احمدزی د ولسمشر کرزي د سترو انتخباتي رقیبانو په توګه یادوي او وړاندي لیکي چې دا دوه کسان لوړي زدکړي لري او اکادمیک خصیتونه دي چې هغوي هم د جنایاتو سابقه نه لري.
آژانس لیکي چې د ولسمشر کرزي دغو دوو سترو رقیبانو لا دمخه خپلي ټاکنیزي منډي ترړي پیل کړي خو ولسمشر کرزی هم تر هغوي پاتي نه دی.
په ورته وخت کې د فرانسې آژانس د افغانستان د ملي ټلوالي شتون او په ټاکنو کې د هغوي رول ته هم اشاره کړي ده او لیکلي یې دي چې ملي  ټلواله لا هم په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون لپاره خپل د خوښي وړ کاندید نه دی په ګوتو کړی.
ملي ټلواله له پخوانیو م جاهدینو، کمونست پلوه سیاست والو، د شاهي کورنۍ له غړو او یو شمیر نورو سیاسي کسانو څخه جوړه ده.
آژانس د م ي شورا له یوې غړي شکریې بارزکزۍ څخه په نکل لیکلي چې ملي ټلواله به د خپل نوم اند د معرفي کولو په صورت کې لازمي هغسي کس نه ټاکي چې د روسیې او ایران په ملاتړ تورن وي. بارکزۍ وایې که داسی کس چې د ایران او روسیې په ملاتړ تورن وي د ټلوالي له خوا ولسمشریزو ټاکنو ته وړاندي شي نو د هغه د بریالي توب چانس به زیات کم وي.
شکریه بارکزۍ په دې باور ده چې افغانان به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ښه او بد تر منځ نه بلکه د بد او بدتر تر منځ  د یوه ولسمشر د غوره کولو لپاره رایې ورکړي.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery